چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeکالمونهموږ مسلمانان یو؟ | عبدالباري جهاني

موږ مسلمانان یو؟ | عبدالباري جهاني

 د ۱۹۸۱ کال د آکسټ میاشت به وه چي له افغانستان څخه، د کندهار پر لار، پاکستان ته مهاجر سوم. په لومړیو دوو میاشتو کي، په چمن، کوټه او پېښور کي د مجاهدینو دفترونو ته ولاړم؛ ما ویل ګوندي په دفترونو کي د ځان لپاره کار روز ګار پیدا کړم. خدای شاهد دی چي په هیڅ توګه مي غرب ته د تېښتي نیت نه درلود او غوښتل مي چي، په جهاد کي، چي د همدغه مطلب لپاره مي وطن پرې ایښی وو، برخه واخلم. له چمن څخه تر پېښور پوري، د مجاهدینو په اکثرو دفترونو کۍ دا مبارک آیه په جلي قلمونو لیکلی وو: واعتصموابحبل الله جمیعاً و لا تفرقوا. د حق تعالی په رسۍ پوري لاسونه ټینګ کړی او مه سره بېلېږی. که همدغه ایه مبارک په صداقت عملي سوی وای د جهاد په باب تر زرګونو اخبارونو، مجلو، مضامینو او کتابونو یې ډېر کار ورکاوه.

د پاکستان جمهورریس جنرال ضیاءالحق، چي د افغانستان د هیواد او اولسونو د یوه ستر دښمن حیثیت لري، بله نقشه درلوده؛ او د هغه هیواد د پوځي استخباراتو د ادارې آی ایس آی په مرسته یې مجاهدین پر اوو لویو او زیات شمېر وړو او نیم مستقلو ډلو ووېشل. د مجاهدینو مشرانو ته یې د پیسو او وسلو بېل بېل استحقاقونه حواله کړل او یو د بل پر ضد یې ولمسول. د مجاهدینو مشران د شیطان په لمسه او مکر وغولېدل. د ضیاءالحق وېري ته یې د حق تعالی پر اوامرو باندي ترجېح ورکړه او په زړونو کي یې د ایمان پر ځای د ډالر او ریال د ټولولو میني ته لار ورکړه.

یو ځل خو  اووه واړه رهبران د سعودي عربستان د پاچا په بلنه مکې شریفي ته ولاړل او هلته یې د خدای په کور کي دننه پر قرآن عظیم الشان باندي سوګند یاد کړ چي نور به بې اتفاقي نه کوي او یوه لاره به اخلي. ویل کېږي چي رهبرانو په هغه شپه په هوټل کي جنګونه وکړل او چي کله پېښور ته ستنېدل نو ځینو یې، د ماشومانو په څېر، له یوه بل څخه مخونه اړول او خبري یې نه سره کولې.

حرص او پستي یې دې اندازې ته ورسېده چي یو وخت د سعودي عربستان پاچا صبغت الله مجددی، پیر سیداحمد ګیلاني او مولوي محمدنبي محمدي ته بلنه ورکړې وه. د خبرو په پای کي، د سعودي پاچا، مجددي ته یوه جوړه تسپې ورکړې. ګیلاني په ډېره بې شرمي ږغ کړي وه چي موږ درې تنه یو. د سعودي پاچا سمدستي له خپلي خزانې څخه دوي نوري جوړې تسپې را وغوښتلې او مېلمنو ته یې ورکړې. ګیلاني دا سپین سترګي له داسي کوربه سره کړې وه چي د هغه له جیب او خیرات څخه د سل هاوو میلیونو ډالرو څښتن سوی وو. د یوې جوړې تسپو به څه ارزښت وو؟    

دا خبري ښايي د مسلمانۍ او نه مسلمانۍ سره ډېره اړه ونه لري او سړی کولای سي ځیني خلک په ګناهکارانو کي وشمېري. مګر کله چي د سوره النساء دري نیویم آیه ته ځير سو او په هغه کي د یوه مسلمان ورور د قصداً قتلولو سزا او د حق متعال غضب ته وګورو او بیا وینو چي زموږ جهادي مشرانو دې مبارک آیه ته څومره لږه توجه کړې ده  نو د هغه چا د مسلمانۍ په باب ضرور شک پیدا کیږي چي په روڼو سترګو د خدای له امر څخه سرغړونه کوي او په نهی کي یې ری نه وهي.

ومن یقتُل مومناً متعمداً فجزاوُهُ جهنم خالداً فیها و غضِب اللهُ علیه و لعنهُ و اعدَّ لهُ عذاباً عظیما. څوک چي یو مومن په لوی لاس قتل کړي؛ د هغه سزا په جهنم کي دایمي پاته کېدل دي. د خدای غضب او لعنت ورباندي اوري او سخت عذاب ورته ګوري.

د دې ایه له راوړلو څخه مي مطلب دا دی چي د کفر او شرک مرتکب کېدل  او د مسلمان د قتلولو سزا معادله ده. په دې حقیقت ټول پوهېږو چي مسلمان ته دایمي دوږخ نسته؛ مګر دا ایه په صراحت سره وايي چي د مسلمان قاتل ته دایمي دوږخ ګوري. که موږ خپلو مجاهدو رهبرانو ته د هغو منورینو قتلونه ورمعاف کړو چي د آی ایس آی په اشاره او امر یې د پاکستان په مختلفو ښارونو او ځایونو کي له منځه وړي او تري تم کړي دي. او د خپلو او رقیبو تنظیمونو د قوماندانانو تر خون ور تېر سو؛ یوازي د کابل له قتل عام څخه هر رهبر او د محقق په څېر مشر ته څه باندي لس زره قتلونه وررسېږي. زموږ جهادي مشران، د پردیو په اشاره، زموږ د زلمیو او بېګناه انسانانو ویني څومره وړیا تویوي. د دوشنبې په ورځ، په میدان وردګ کي د طالبانو په یوه حمله کي څه باندي سل تنه زلمیان قتل سول او طالبانو په خپل سایټ الاماره کي په افتخار ادعا کړې وه چي د وژل سویو کسانو شمېر یو سل نیوي ۱۹۰ تنه وو. د افغانیت په اساس، موږ ته ځکه افغانان نه سي ویل کېدلای چي دا ټول جنګونه او قتلونه د پردیو په لمسه کوو؛ او د اسلام په اساس ځکه له خپل خدای څخه لیري یو چي هره ورځ، په لوی لاس، د کفر معادل ګناهونو مرتکب کیږو. ځکه نو سړی حکم کولای سي چي زموږ د مشرانو نه یوازي افغانیت مشکوک دی بلکه د اسلام یې هم چنداني مزه نسته.

4 COMMENTS

  1. ګونګۍ دی شی هغه ژبه چي د جهانی صاحب د پورته لیکنی حتی له یوې کرښی څخه انکار کوی
    خو خبره داده چي
    دا اصل باید ومنل شی چي
    موږ جلا یو او هغوی یعنی هغه کسان چي وطنی پاکه جګړه ئې لیلام کړه جلا دی
    بلی موږ او دئ او احمد او محمود مسلمانان یو ځکه
    د وطن پر هر دردېدلی بچی او حتی پر هر دردېدلی بشر مو زړه خوږیږی
    فقط هغوی ندی مسلمان کوم چي دا ذکر سوی صفت نلری

  2. سلام
    زہ تاسرہ منم چہ دغہ مبارکہ ایہ ھرچیری لیدل کیدہ او اوس ھم د پارلیمان پہ تالار کی لہ ورایہ لیدل کیزی
    اوس بہ د انا لوجی پہ حساب وگورو چی پہ دی لند ہ جملہ کی خومرہ بشپرہ معنا او مفھوم پرست دی چی ھم سیاسی برخہ لری او ھم اجتماعی معنوی برخی د انسانی برداشت ، سوچ او چاپیریال راسپری
    یو او بل تہ د اللھ (ج)پہ نوم لاس ور کری تول او اختلاف یاتفرقہ مہ کوی ۔ چاتہ وایی د یوی تولنے ھغی کتلی تہ چی د ڑوند لپارہ ڑمن دی او مدنی مسولیت لری چی د پوھی او عمل جھان بینی رامنخ تہ کوی نہ انحصار
    ددی برجستہ پیغام ھدف دانہ دی چی د ابزار پہ توگہ د خپلو شومو گتو لپارہ وکارول شی او یا یی د نا جائزہ عمل او ریا سرہ ملگری کری چی دریا دری علامی پہ سورہ نسا کی شو دل شوی او دا کار د فتنی او فساد سبب گرخی
    پہ پای کی باید ووایو کلہ چی ولا تفرقو وایو موز خہ تہ دبلی پرمختگ، مساوات،عدالت ،انصاف او سوکالی او دھری ستونزی لپار د حل لارہ

  3. جهاني صاحب زه خو وایم ترڅو چې یوبل سره وژنو په انسانیت کې موهم شک دی.
    ریښتیا جهانی صاحب تاسې د وژونکو جهادي ډلمشرانو لخوا د کابل قتل عام خبره هم راخیستی ده. د دغو قتل عامونو یو ترټولو بدنام و وحشي سهمدار عبدالعلی مزاري و چې د محقق ۱۰۰۰۰ قتلونه هم د ده په اکونټ کې راځي. موده مخکې مې د مزاري درناوي محفل ته منسوب یو عکس ولید چې کابل کې د هغه د لویې مجسمې سیوري لاندې جوړ شوی او تاسې یې دامنځ کې موسکی ولاړ یئ. ډیرې بیځوابه پوښتنې مې ذهن ته راغلې… فیلینګ کانفیوز کانفیوز. خو لږ مې سر خلاص شو چې ولې خلک په ملتپالو افغانانو باور نشي کولای

  4. سلامونه تاندوالو او جهاني صاب ته ،
    بی له شکه چې د کریم قرآن هر حرف، هره کلمه او هر آیت د ټولو انسانانو (الناس) او خاصتاََ د مسلمانانو په خیر، ثواب او بالاخره په جنت دزیري ختمیږي لاکن مهم عمل دی پرې.
    زما په فکر د اسلامي او قرآني اوامرو او نواهیو د عمل ځای اول خپل نفسونه دي (جهاد اکبر!)؛ بیا له آقای نامدار، سردار دو جهان پیغمبر آخر زمان محمد رسول الله( ص.ا.و.س. ) له مبارک وخت نه بیا تر راشده خلفاوو او تر عادل حکمدارانو لکه عمر بن عبدالعزیز رح.؛ نوشیروان ا.د.ن. پورې پخپله د وخت پاچا، سلطان او البته د هغه په امر د (قضايي او عدلیه قوې) په بیطرفانه او د قرآن، سنت، اجماع او قیاس له مخې مجازاتو او مکافاتو تطبیقول او حق حقدار ته رسولو سره کیدل او باید وشي.
    دا خبره، زما په آند غلطه ده چې د پلانکیو قتلونو وینې چا او چا ته وبښو ځکه الله تعالا فرمایلي( و فی القصاص حیات لکم یا اولی الباب، الحر بالحر،والعبد بالعبد والانثی بالانثی … الآیه) : مانا داچې ” ای د عقل خاوندانو! تاسو ته په قصاص (د قتل بدله )کښې ژوندون دی؛ د آزاد بنده په بدل کې آزاد، د مريي یا غلام په بدل کې غلام او د شځې په بدله کې زنانه… د آیت تر پایه..)
    نو دا چې مجډدینګ یا رباڼنګ یا بل یو عفو عمومي اعلانوله هم غلطه وه او که دوستم صرف له خلګو بخشش غوښتی هم غلط او د اسلامي اصولو سره مطابقت نه لري..
    ان اکرمکم ند الله اتقیاکم.
    تشکر،مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب