دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+هوسۍ شاهزادي |محمود مرهون

هوسۍ شاهزادي |محمود مرهون

د کابل شاهزاده همایون ډېرغښتلی او بهادر ځوان وو، د یو ویشتو کالو وو او دبهادرۍ شهرت یې په شاوخوا هیوادونو کي خپور وو باچا او ملکې به داغه فکرونه وهل چي زوی مو ځوان سو باید چي اوس نو واده ور وکړو په دې هکله یې د شاهزاده همایون سره صلاح وکړه هغه ورته وویل زه اوس د واده کولو اراده نه لرم هر کله چي مي واده کوى نو به په خپله درته و وایم .

یوه ورځ شاهزاده همایون د خپلو انډیوالانو سره دښکار په نیت ځنګله ته ولاړى تر غرمې پوري يې هلته ښکار وکړى، چي غرمه سوه او دوئ ستړي سوه نو یو ځای یې پړاو واچوى او دښکار غوښه یې کباب کړه، دوئ د کباب په خوړلو اخته وه چي هلته یې یوه هوسۍ ولیدله ، هوسۍ د دوى مخ ته تېره سوه  شاهزاده همایون چي ورته وکتل حیران ولاړى ځکه چي نور بدن یې دهوسۍ وو مګر مخ یې د یوې ښکلې او حسیني شاهزادي وو هر چا چي به د دې هوسۍ ښایسته مخ ته وکتل په حیرت کي به غرق سو، دلته دهوسۍ په لیدلو د شاهزاده همایون حال بل سو دستي یې فیصله وکړه چي زه باید دغه هوسۍ تر لاسه کړم نو یې خپلو انډیوالانو ته وویل چي تاسي دلته صبر وکړى زه په دې هوسۍ پسي ځم تر هغو چي مي راوستلې نه وي نه راځم شاهزاده همایون پر آس پښه واړوله آس یې پونده کړى او پرهغه لار چي هوسۍ تللې وه ولاړى ښه ډېر چي مخ ته ولاړى هوسۍ یې پیدا کړه هوسۍ تریوه درخته لاندي پرته وه چي شاهزاده همایون یې ولیدى د سترګو په رپ کي دهغه ځایه جسته وغورځېدله نژدې د اوبو یو حوض وو ، وه دې ته یې ورټوپ کړه په اوبو ننوتله او هلته د حوض په اوبو کي غیبه سوه .

شاهزاده همایون ډېر افسوس وکړى چي ټوله خواري مي عبث ولاړه ډېر حیران هم سو چي دا څنګه هوسۍ وه چي په اوبو کي غیبه سوه په اوبو کي نو څه شی سته ؟

شاهزاده همایون هم فیصله وکړه چي تر هغو چي په حقیقت یې ځان خبر نه کړم چیري ځيني ځم . ماښام سو لمر پرېوتی تیاره پر خپرېدو سوه شاهزاده د حوض پر غاړه ورته ناست وو یو ګړی وروسته د شاهزاده همایون ملګري دده په تلاښ پسي راغلل هغو شاهزاده همایون ته وویل چي راځه دلته څه کوې چي ناست یې ناوخته دى.

ده ورته وویل چي ما پر خپل حال پریږدى زه نه درسره ځم ، د شاهزاده همایون انډېوالان مایوسه سوه چي نه راسره ځې نو یې پر خپل حال پرېښوى او ځيني روان سوه ، د وزیر زوی ورغى باچا ته یې ټول کیفیت بیان کړی باچا په هغه ګړي زر کسېز لښکر تیار کړی راغى ځنګل ته د سپاهیانو مشعلونه په لاسو کي وه په ځنګل کي تکه توره تیاره وه د لاس ګوتي نه مالومېدلې اخير دوى هغه حوض پیداکړی که یې کتل شاهزاده همایون د حوض پر څنډه ناست دى .

شاهزاده همایون چي باچا صاحب ولیدى نو په ادب ورته ولاړ سو بیا باچا ورته وویل چي زویه راځه دلته په دې تش تور ځنګله کي څه کوې چي ناست یې ده ورته وویل چي ګرانه بابا ما نن شپه پر خپل حال پرېږده زه نه سم درسره تلای .

باچا ډېر ورته وویل چي مه کوه زویه دا ځنګل د خطره خالي نه دى راځه خپل کورته خو زوی نه ورسره منله دغه به یې ورته ویل چي زه نه سم درسره تلای ما پر خپل حال پرېږده .

اخر پای باچا پوه سو چي زوی مي نه راسره ځي نو یې دعا ورته وکړه چي زویه خدای دي مل سه ، باچا او دهغه لښکر بیرته د شاهزاده همایون څخه راغله هغه یې په ځنګله کي یوازې پرېښوى. دباچا تر تګ وروسته شاهزاده همایون ولاړ سو اس یې نژدې یوې درختي ته وتړى او په خپله هغه درختي ته وختى لوړ په کښي کښېنستى اوس نو شاهزاده لاندي حوض ته ګوري .

چي ښه د شپې نیمایې سو نو شاهزاده همایون ولیدل چي دحوض ولاړي اوبه پر شور راغلې یو څو شېبي وروسته د حوض د اوبو څخه یو ډېر بدشکله بوډا راووتى د دې بوډا په غاړه کي د هډوکو اميل وو تور کالي یې اغوستي وه د حوض پر څنډه څنډه روان سو او یوې خواته ولاړى غیب سو.

شاهزاده همایون د بوډا او هوسۍ په هکله په سوچو کي ډوب سو نه پوهېدى چي دهوسۍ او بوډا تر منځ نو څه اړېکي سته یو ګړی چي لا نور تېر سو شاهزاده همایون په اوبو کي یو وار بیا شور ولیدى او هغه هوسۍ چي سر یې د یوې ښایستې نجلۍ وو د حوض څخه را ووتله او ترهغه درختي لاندي تېرېدله چي لوړ شاهزاده همایون په کښي ناست وو شاهزاده همایون هم بله ونه کړه د وخت څخه یې استفاده وکړه اوږده رسۍ یې چي دواړه سرونه یې سره تړلي وه هوسۍ ته ور وغورځوله رسۍ د هوسۍ په غاړه کي بنده سوه او هوسۍ هلته راچپه سوه .

هوسۍ ډېر کوښښ وکړى چي ځان د رسۍ څخه خلاص کړي مګر ټول کوښښونه یې ناکامه سول چي لوړ یې وکتل نو یې شاهزاده همایون ولیدى او په انساني ږغ کي یې ورته وویل ته څوک یې دخدای په لحاظ ما پرېږده ؟

شاهزاده همایون پروخندل او ورته وې ویل اول ته دا راته و وایه چي دانسانانو په رقم خبري څنګه کولای سې ولي چي رنګ خو دي د هوسۍ دى ، دې ورته وویل زه اصلاً انسانه یم ځکه د انسانانو په رقم خبري کولای سم بیا شاهزاده همایون ورته وویل چي ته انسانه یې نو دلته په دې حوض کي څه کوې او بدن دي ولي د هوسۍ دى؟

دې ورته وویل زه یې د جادو په زور د هوسۍ په ډول کړې یم کنې نو زه خو د بدخشان د باچا لور یم زما نوم سمین دى یو بوډا جادوګر دى هغه زه د خپل وطن څخه را و تښتولم دلته یې د هوسۍ په بڼه کړم .

ده پوښتنه ځني وکړه بوډا جادوګر ستا څخه څه غواړي چي را تښتولې يې؟

شاهزادي سمین وویل جادوګر پر ما مین دى زما سره واده کول غواړي مګر زه د هغه څخه نفرت لرم بوډا راته ویلي دي چي تر هغو به ته د هوسۍ په بڼه یې ترڅو زما سره واده کولو ته چمتو کېږي .

بیا شاهزاده همایون ورته وویل ښه نو چي داسي خبره ده نو نن به د جادوګر اخيري شپه وي سبا ته يې مړ و غواړه په فضل دخدای .

شاهزادي سمین شاهزاده همایون ته وویل اوس مي ایله کړه چي بیرته ولاړه سم داسي نه ئي چي جادوګر بیرته راسي .

شاهزاده همایون یې رسۍ د غاړي څخه خلاصه کړه ، شهزادي سمین چي ازاده سوه نو یې ټوپ کړل ولاړه په اوبو ننوتله غیبه سوه .

د شهزادي سمین تر تګ وروسته شاهزاده همایون بیرته درختي ته وختى د بوډا جادوګر په انتظار کښېنستى، هلته چي بوډا جادوګر د حوض څخه راووتی نو تقریباً سله میله ليري یې یوه ماڼۍ وه هلته ولاړى په یوه داسي خونه کي کښېنستى چي هلته د انساني هډوکو یو کالبوت پروت وو جادوګر ورغئ یو کوچنی هډوکی ورسره وو په هغه يې کالبوت قرار وواهه کالبوت یو وار را ژوندی سو روح په ننوتئ پر پښو جګ ودرېدى او تر خوله یې داسي ږغ راووتی .

امر کوه صاحبه څه امر وخدمت ؟ ده پوښتنه ورڅخه وکړه چي ژر راته ووایه شاهزادي سمین دا وخت څه کوي ؟

کالبوت جواب ورکړى چي هغه دا وخت د یوه شاهزاده سره په خبرو بوخته ده خبري ورسره کوي .

جادوګر د حیرته جګ وغورځېدى ول شاهزاده څوک دى او دوى دواړه اوس چیري دي؟ کالبوت ورته و ویل شاهزاده همایون نومیږي د کابل شاهزاده دى او شاهزادي سمین ته وایي چي بې غمه سه نن شپه د جادوګر اخري شپه ده سبا ته یې مړ وغواړه .

اصلاً شاهزاده همایون غواړي چي تا مړ کړي او د شاهزادي سمین سره واده وکړي. جادوګر چي دا وا ورېدل د درده یې تر خولې ځګونه وغورځول او په زوره یې چغه کړه د ده دونه همت د کمه سو چي ما به وژني او د شاهزادي سمین سره به واده کوي زه به هغه په غبرګو سترګو ړوند کړم او دخپل جادو په زور به یې کباب کړم د دې وینا سره سم جادوګر را ولاړ سو یو منتر یې ووایه چُف یې کړى یو دم دوه خوفناک شکلونه لرونکي دېبان را حاضر سول هغو په ادب جادوګر ته وویل صاحب څه امر و خدمت دى؟

جادوګر امر ورته وکړى چي تاسي دواړه اوس دستي ولاړ سئ حوض ته هلته یو شاهزاده دى همایون نومیږي زما د وژلو په انتظار دى هغه تر ما پوري ژوندی راورسوئ ګورئ چي پر لاري یې مړ نه کړئ زما ژوندی په کار دى دېبانو ورته وویل چي امر دي پر سر سترګو منو ، وروسته دېبان غیب سوه ولاړه .

شاهزاده همایون په درخته کي لوړ ناست وو اخر دیغ سو تږی هم وو لاندي یې د حوض یخي اوبه و څښلې او درختي ته یې څنګ و وهى ، دی یو ګړی لا نه وه کښېنستلی چي حوض ته یې نژدې دوه دېبان ولیدل چي دده پر خوا را روان وه .

شاهزاده همایون فکر وکړی چي دا دېبان په بد نیت راروان دي نو يې توره د پوښه وکښله تیار ورته ودرېدى دېبان چي ښه ورته را نژدې سوه نو یې شاهزاده همایون ته وویل صاحبه ته به زموږ سره ځي زموږ بادار غوښتی یې .

شاهزاده همایون ورته وویل زه نه درسره ځم او که رانژدې سواست نو مو وژنم .

په دې وخت کي شاهزاده همایون توره په لاس کي ټېنګه نيولې وه او د تیارسي په حال کي ولاړ وو یو دېب په غصه ورته وویل پاته نه لري راسره ځې به که په خوښه نه وي په زوره دي راسره بیایو .

دېب چي دا وویل نور هم شاهزاده همایون ته ور نژدې سو شاهزاده همایون فوراً کښېنستى درز سو دېب لاندي پړمخي ومښتى هغه بل دېب هم ورته رانژدې سو شاهزاده همایون فوراً بیرته ولاړ سو او لیري ځيني ودرېدى دوی ته یې کتل دېبانو فکر وکړى لکه چي راڅخه و بېرېدى نو یې دلاوري ښکاره کړه او په لوی زړه یې پر راوځغستل.

څنګه چي هغه دېب ورته رانژدې سو شاهزاده همایون د پوښه کښلې توره ورسره راسمه کړه د دېب راسته لاس یې غوټ ځني پرې کړى. د دېب لاس لاندي پر مځکه ومښتۍ یو وار د دېب تر خوله یوه لو چغه وختله د وینو شور سو هغه بل دېب چي دخپل انډیوال دغه حال ولیدى یو څه وار خطا سو مګر بیرته یې زړه سره راغټ کړى او پر شاهزاده همایون یې حمله وکړه .

شاهزاده همایون ددې حملې څخه غافل نه وو تیار ورته ولاړ وو څنګه چي هغه دېب ورته رانژدې سو ده هم توره ورته وڅرخوله دېب بیرته د برېښنا په تېزی سره پر شا سو سږ سو د شاهزاده  همایون د توري واری خطا ولاړی او دېب بچ سو.

شاهزاده همایون بله حمله پر وکړه مګر دېب ډېر چسپ وو د شاهزاده همایون دغه واری یې خطا کړ او روغ رمټ ځيني پاته سو. د شاهزاده همایون بیرته هغه اول دېب ته پام سو هغه د ښور نه وه د ځان په ویر اخته وو او په وینو کي تک سور وو .

شاهزاده همایون زړه پر پيدا کړی ښه ور نژدې سو د دېب هغه پاته لاس یې هم په بغل کي غوټه ور پرې کړی او په دواړه لاسو یې ګوډ کړى.

دېب را غوځار سو او د دې نه وو چي را ولاړ لا هم سې د دوهم لاس په پرې کيدو سره پړ مخ پرېوتی یو ګړی پروت وو اخر یې همت وکړى را ولاړ سو او په تيښته یې لاس پوري کړی .

دوهم دېب چي لا تراوسه روغ رمټ وو غوښتل یې چي اوس هم خالي لاس ولاړ نه سي او شاهزاده همایون په یو چم د چمو د دوى ګوتو ته ورسي وې نیسي او د خپل بادار په خدمت کي يې وړاندي کړي .

د خپل انډیوال په تښتېدو سره دهغه هم حوصله تمامه سوه زړه ته یې ولوېدله چي نه کیږي شاهزاده همایون ډېر قوي دى لکه چي د ښو خلګو دعاوي ورسره دي نو ده  هم تو پر مټانو مخامخ د خپل انډیوال تر شا پسي وځغستل .

شاهزاده همایون ته درد ورغی چي ژوندی راڅخه ولاړل نو یې پسي چغي کړي: ولي و تښتيدلاست بې غیرتو خو ومي نیسئ او د خپل بادار په خدمت کي مي وړاندي کئ دغه يم درته ولاړ یم .

په لاسو ګوډ دېب تر شاوکتل بیرته ودرېدى شاهزاده همایون ور وځغستل توره یې په تېرو د هغه دېب په ملا کي ووهله یو وار بیا د وینو شور سو توره د دېب تر ملا ووتله او تر ځیګر یې راووتله زړه او سږي یې سوري سول دېب پړ مخ پر مځکه غوځار سو ترخوله یې توري توري ویني قی کړې او په یوه ګړي کي مړسو پاته دېب هم نژدې ولاړ وو هغه چي دخپل انډیوال دغه عبرتناک حالت ولیدئ ډېر سخت درد ورغلئ تر سترګو یې اورونه وغورځول یو لو بېرونکې چغه یې وکړه او پر ځای د دې چي وتښتي د شاهزاده همایون سره یې مقابله شروع کړه .

شاهزاده همایون ځني پر شاسو او دېب ته یې وویل ولي ځان راباندي وژنې ځه کار نه درباندي لرم ولاړ سه او خپل بادار ته دي ووایه چي شاهزاده همایون راباندي زورور وو زما انډېوال یې په ډېره ناترسي را مړ کړی زه یې وژلم په ډېر تکلیف او تښتېدلو مي ځان ځيني خلاص کړی هغه دېب هم یو څه پر شا سو بیا یې شاهزاده همایون ته وویل غوښتل مي چي جنګ درسره وکړم یا تا مړ کړم او یا ځان درباندي مړ کړم مګر اوس فکر کوم چي که دي زه مړ کړم خو دونه پروا نه لري مګر ستا ښایسته ځواني مي پر مرګ نه پېرزو کيږي .

بیا دېب شاهزاده همایون ته وویل تا وویل چي ته ورسه بادار ته دي ووایه چي شاهزاده همایون راباندي زورور وو نو صاحبه که مي داسي ورته وویل چي انډېوال یې رامړ کړی او ما په تيښته ځان ځيني خلاص کړی نو په هغه ګړي منتر راباندي وایې په اور مي کبابوي .

شاهزاده همایون دېب ته وویل ولي د جادوګر غلامي کوې خو بلي خوا ته ځيني ولاړ سه ، دېب ورته وویل صاحبه ستا قربان سم ترڅو چي جادوګر ژوندی وي زه به د هغه غلامي کوم دا غلامي زما په قسمت لیکلې ده تېښته نه ځيني لرم ځکه چي هغه یو داسي منتر زده کړی دى چي دهغه په زوره زه د ده غلامي کولو ته مجبور یم .

شاهزاده همایون ورته وویل که داسي خبره ده نو زه به دي ډېر ژر د ظالم جادوګر د غلامۍ څخه خلاص کړم بس ته دعاوي راته کوه چي زه د هغه په وژلو کي بریالی سم.

د دېب سترګي په اوښکو ډکي سوې لاسونه یې په دعا پورته کړه د شاهزاده همایون د کامیابۍ دعا یې وکړه او شاهزاده همایون ته یې وویل هر کله چي تا ظالم جاوګر مړ کړى نو صاحبه بیا به زه ستا هر امر منم او ستا غلام به یم.

بیا دېب شاهزاده همایون ته وویل چي زه نېک دېب وم په کوه کاف کي مي کور وو ماینه مي درلوده بچیان مي درلودل خپله خواري او مزدوري مي کوله یوه ورځ دې ظالم جادوګر زما د غلامولو منتر زده کړى او زه یې د هغه منتر په زور د ځان غلام کړم نو صاحبه د هغې ورځي را هیسي زه د خپله کوره او خپلو بچیانو څخه بېل یم دلته د جادوګر سره ګزاره کوم او کله کله چي د ده ناحقه او بې قانونه امر نه منم نو رقم په رقم ظلمونه راباندي کوي داسي منتر راباندي ووایې چي ټول بدن مي اور واخلي او د درده بې طاقته سم اخير مجبوره سم حکم منلو ته یې غاړه کښېږدم.

په دې وخت چي دوی دغه خبري سره کولې هغه دېب چغي کړې هغه دي جادوګر ستا د وژلو لپاره نور دېبان را واستول. شاهزاده همایون چي داسي ورته وکتل رښتیا هم دوه نور دېبان را روان وه چي دوى ته رانژدې سوه نو یوه دېب اول د خپل انډېوال دېب مړي ته وکتل چي یو ګړى دمخه شاهزاده وژلی وو بیا یې د شاهزاده همایون سره ولاړ دېب ته وکتل او ورته وې ویل انډیواله دا زموږ ملګری چا ووژى؟

هغه دېب ورته وویل دا خو شاهزاده صاحب وواژه هغه دېب په حیرت وویل نو ته یې ولي ژوندی پرې ایښی یې خو ته یې هم باید وژلی وای هغه دېب ورته وویل ما به ولي وژني زما خو اوس شاهزاده همایون انډېوال دى اوس نو نور زه د جادوګر غلامي منلو ته چمتو نه یم.

راغلی دېب حيران سو بیا یې په درد دې دېب ته وویل شرم وکړه ته څنګه دېب یې چي دې ادم زاد دي انډیوال در و وژى او ته وایې چي دا ادم زاد زما اوس ملګری دى، خو ونیسه مقابله ورسره وکړه ده ورته وویل زه خو مقابله نه ورسره کوم البته که جادوګر تاسي د ده سره د مقابلې لپاره را استولي یاست نو اول به زما سره مقابله کوى بیا به شاهزاده همایون سره مقابله کوى.

هغه دېب وویل ته ځيني دوري سه زموږ د دې ادم زاد سره کار دى ته که زموږ سره ملګرتیا نه کوې نو یې مه کوه موږ په خپله مقابله ورسره کوو او لاس تړلی یې خپل بادار ته بیایو .

دې دېب ورته وویل که داسي خبره ده نو راسئ چي سره مالومه یې کړو،  دېب چي دا وویل دواړو دېبانو ته ور ایله سو په یکړ سر یې داسي د خړپ جنګ ورسره وکړى چي توبه، شاهزاده همایون د ده جنګي توب ته حیران ولاړى دېب دواړو ديبانو ته ور ایله سوی وو داسي د سرو وارونه یې پر وکړه چي دواړه یې توبه ګاره کړه په یوه ګړي کي یې د اخه او ټوخه واچول دغه دېب هم ستړی سو بیا شاهزاده همایون ورته وویل که دي خوښه وي زه به د دواړو دېبانو سرونه په توره غوټ ور پرې کړم او دهمېشه د غمه به یې خلاص کړم.

دېب ورته وویل يا شاهزاده همایون صاحبه دا ظلم مه پر کوه پرې یې ږده خواران چي پر خپله لار ځي اصلي ظالم خوجادوګر دى چي دوى یې غلامان دي چي جادوګر دي مړ کړی نو ته به ووینې چي دوى به لاسونه در مچ کړي او دعاوي به درته وکړي چي دوى دي د جادوګر د غلامۍ څخه خلاص کړه شاهزاده همایون دا خبره خوښه سوه او دواړو دېبانو ته یې وویل چي ځئ ولاړ سئ زه مو نه وژنم کنې نو وس هم درباندي لرم چي مړه مو کړم مګر زه ستا په بې ګنا وینو لاسونه لړل نه غواړم او بله خبره دا چي قصور ستاسي نه دى بلکي ستاسي د بادار دى اصلي ظالم خو هغه دى زه د هغه وژلو ته راغلی یم او غواړم چي تاسي ټول دېبان د هغه د ظلمه څخه د همېشه لپاره خلاص کړم دېبانو چي دا واورېدل قرار ولاړسوه سرونه یې ځړولي وه او بیرته ولاړه.

په دې وخت کي دحوض څخه هوسۍ راووتله راغله شاهزاده همایون ته چي داسي یې وکتل دېب د شاهزاده همایون سره ولاړ دى ډېره پرېشانه سوه شاهزاده همایون ته یې ویل دا د جادوګر مزدور دېب دلته څه کوي ؟

شاهزاده همایون ورته وویل دا دېب اوس د جادوګر مزدور نه دى بلکي دی اوس په خپله د جادوګر لوی دښمن دى شاهزادي سمین چي دا واورېدل ډېره زیاته خوشاله سوه بیا یې شاهزاده همایون ته وویل ته رښتیا چي ډېر غښتلی ځوان یې افرین دي ستا پر ځواني او غیرت وي زه خو ستا غوندي غښتلی ځوانان خوښوم نو لکه هغه کږخولۍ او وروست ظالم جادوګر چي زما په تمه ناست دى او زما سره د واده ارمان په زړه کي لري.

شاهزاده همایون او شاهزادي سمین دواړه خبري سره کولې بیا شاهزاده همایون د دېب د خولې د جادوګر او د دېب بیان ورته وکړى چي داسي ظالم جادوګر د ده سره هم ظلم کړی دى د کور او کهول څخه یې را جلا کړی دى دلته خوارکی د دې ناروا جادوګر هر ناجايزه او نا مشروع خواهیشات ور پوره کوي.

دئ داغه خبري سره کولې چي ظالم جادوګر راورسېدئ تر ټولو دمخه دېب هغه ولیدی فوراً يې چغي کړې شاهزاده همایون یې خبر کئ چي پام کوه ورته بیداره سه ظالم جادوګر راغلئ تایه یې کوه زما خو هیڅ وس کار نه پر کوي چاره به یې په خپله کوې شاهزاده همایون چي داسي ورته وکتل جادوګر کړوپ کړوپ کېدى را روان وو شاوخوا یې کتل اخير راغى د حوض غاړي ته هلته ودرېدى جادوګر اوس هم ناخبره وو چي  شاهزاده همایون شاهزادي سمین او دېب درې سره د حوض پر هغه بله غاړه د ده مرګ په انتظار ناست دي شاهزاده همایون ژر دوه غشي راوکښل یو غشی یې کمان ته ور واچوى وروسته یې شاهزادي سمین او دېب دواړو ته وویل درځى چي د جادوګر استقبال ته ورسو.

دوى چي جادوګر ته ورنژدې سول نو دېب دوى ولیدل په دې وخت کي شاهزاده همایون په زوره پر چغي کړې او کافره جادوګره توبه وکاږه چي مرګ دي راورسېدى جادوګر سر پورته کړی شاهزاده همایون شاهزادي سمین او خپل پخوانی وفادار دېب یې خپل مخ ته ولاړ ولیدل ، جادوګر دستي خپل وفادار دېب وپېژندى او ورته وې ویل دېبه ولي ورته ګورې خو نوکي نوکي یې کړه او سر یې زما پښو ته راوغورځوه.

دېب پر جادوګر تو کړه او په نفرت یې ورته وویل جادوګره هغه خبري ولاړې چي د پلار کره به ولاړې په خلاصو غوږو يې واوره اوس ستا غلام نه یم د شاهزاده همایون صاحب ملګری او ستا د سر دښمن یم جادوګر وخندل او په سړه سینه یې ورته وویل خیر پروا نه لري دا ته نه یې بلکي د شاهزاده ملګرتیا ده چي په تا کي یې دونه بهادري پیدا کړې ده چي زه یو وار د ده ککرۍ ور ماته کړم بیا به زه او ته خبري سره کوو.

په دې وخت کي جادوګر یو منتر شروع کړی دېب شاهزاده ته په چغه وویل هله ژر سه شاهزاده که یې منتر پوره کړى او درباندې چوپ یې کړى نو برباد یې کړې ژر دمخه تر دې چي دی واری درباندي وکړي ته ځان تر دمخه کړه او واری پر وکړه شاهزاده همایون د مخه لا غشی کمان ته اچولی وو خاص یې د جادوګر د یوې سترګي نښانه ونیوله او سږ سو غشی یې خطا کړى.

غشی ولاړی د جادوګر په چپه سترګه ننوتی، د جادوګر تر خوله یوه لویه دردونکې او لړزونکې چغه ووتله یو وار یې دواړه لاسونه پر سترګه ونیول تر سترګه یې ویني را ایله سوې.

د جادوګر چپه سترګه پوچه سوه. جادوګر په ژړا ژړا کي وویل شاهزاده که ښه راسره کوې نو پر دابله سترګه مي هم ووله چي دابله سترګه مي هم پوچه سي تر دې نو ښه دی چي په دا بله سترګه هم ړوند سم او مړسم دېب چیغي کړې خطاباسي دي چي پر دابله سترګه یې واری و نه کړي که واری دي پر وکړی نو هغه مخکنۍ خوږمنه سترګه به یې هم جوړه سي بیا به نو ستا هیڅ غشی تاثیر نه پر کوي او جادوګر ته به موقع په لاس ورسي او په ډېره ناترسي به دي مړ کړي.

شاهزاده همایون چي جادوګر ته وکتل دهغه خوله اوس هم ښورېدله لکه منتر چي وایې نو یې د دېب څخه پوښتنه وکړه چي څه په وکړم پر کم ځای یې واری وکړم دېب ورته وویل پر خوله يې واری وکړه ځکه چي خوله یې اوس هم ښوري منتر وایې که یې منتر پوره کړى نو به دي خانه در خرابه کړي شاهزاده همایون چي واورېدل غشی یې ورته را سم کړى سږ سو د جادوګر په خوله ننوتى او تر څټ یې راووتی د جادوګر تر خوله یوه خوفناکه چغه وختله او ولاړی د  شا پر تخته ومښتى یو ګړی یې خږهاری وو اخير یې غاړه کږه سوه د مرګ سلګۍ یې شروع کړې او مړ سو .

د جادوګر د مرګ سره سم یوه لو چاودنه وسوه دوړي پورته سوې یو ګړی دوړي وې چي دوړي کښېنستې هوا صافه سوه نو دوى ولیدل چي د جادوګر مړی نسته ورسره دجادو حوض هم نسته ورک دى پر ځای یې تک شین باغ ولاړ دى شاهزاده همایون او دېب پکښي ولاړ دي.

د دې سره شاهزادي سمین هم په خپله اصلي بڼه سوه او د دوى سره یوځای ولاړه وه شاهزادي سمین شاهزاده همایون ته د جادوګر پر وژلو مبارکي ورکړه بیا یې دېب ته هم مبارکي ورکړه چي ستا په ښولو شاهزاده همایون وتوانېدى چي ظالم جادوګر مړ کړي.

بیا شاهزاده همایون دېب ته وویل وروره کور دي ودان چي زما سره دي دونه ښه وکړه جادوګر مردار سو او ته د هغه د غلامۍ څخه خلاص سوې اوس دي نو په مخه ښه ځه خپل کور او وطن ته ولاړ سه خپل بچیان به دي یادیږي.

دېب ورته وویل شاهزاده صاحبه زه چیري اوس ستا څخه ځم ما خو قول درسره کړی چي که دي ظالم جادوګر مړ کړى نو به زه ستا غلامي کوم اوس نو چي ته هر چیري یې زه به ستا غلام او خادم یم د خپله ځانه مي مه شړه .

شاهزاده همایون ورته وویل دېبه ته زما غلام نه یې بلکي انډیوال مي يې، زما غلامي نه ده خوښه اوس زه د خپل انډېوال په حیث درته وایم چي خپل وطن ته ولاړ سه او خپلو بچیانو ته ورسه هغه به ستا په لیدو ډېر زیات خوشاله سي په دې وخت کي دوى خبري سره کولې یو ډله تقریباً لس دولس دېبان نور هم راغله چي دا راغله د شاهزاده همایون پر لاسو ور پرېوتل لاسونه یې ورمچ کړه او د ظالم جادوګر په وژلو یې دهغه څخه یو جهان مننه وکړه .

ملګري دېب شاهزاده همایون ته وویل ما نه درته ویل چي ټول دېبان د ظالم جادوګر څخه په تنګ راغلي دي او دهغه د مرګ په ارمان دي دا هغه دېبان دي چي د ظالم جادوګر غلامان وه او د هغه هر نامشروع امر یې د مجبورۍ پر اساس پرځای کوى که څه هم دوى په دې کار خوښ نه وه.

وروسته هغه ټول دېبان رخصت سوه. بیا ملګري دېب د خپله لاسه یوه ګوتمۍ راوکښله شاهزاده همایون ته یې ورکړه او ورته وې ویل هر وخت چي تنګسه درباندي راغله او زما ضرورت دي محسوس کړى نو دغه ګوتمۍ په لاسو کي ومږه زه په هغه ګړي درته حاضر سم ستا دي غاړي بندي وي که به ما د تنګسې په حال کي نه راغواړې .

شاهزاده همایون ګوتمۍ ځيني واخیستله بیا یې دېب ته رخصت وکړی دېب په هغه ګړی په هوا سو ولاړى د خپل وطن او خپل کور پر خوا.

شاهزاده همایون شاهزادي سمین پر آس سپره کړه او خپل وطن ته راغى، باچا او ملکه چي خبر سول چي شاهزاده همایون راغلی دى او یوه ښکلې شاهزادي هم ورسره ده نو ډېر زیات خوشاله سوه د شاهزادي په کیسه چي خبر سوه نو حیران ولاړله بیا یې قاصدان واستول چي د بدخشانه خبر راوړي.

قاصدان یو څو ورځي بعد د بدخشان څخه راغله  د بدخشان باچا او ملکه هم ورسره وه هغو چي خپله لور ژوندۍ ولیدله ډېر زیات خوشاله سوه بیا د بدخشان باچا په عام دربار کي اعلان وکړی چي ما خپله لور شاهزاده همایون ته ورکړې ده او شاهزاده همایون زما زوم دى.

په دغه ورځ په ټول ښار کي عمومي جشن جوړ سو د شاهزاده همایون او شاهزادي سمین د واده ورځ وه هشت و میشت سو اتڼونه او ميلې سوې غرض دا چي ټول هیواد کي د خوشالۍ کیفیت جوړ سو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب