عبدالخالق رشید
په هر وخت او هره ټولنه کې د هغه وخت او ټولنې د حالاتو او پېښو د تشریح او څیړنو له پاره آرشیفی مواد هغه څه دي چې د حقایقو په برالا کولو او څرګندولو کې د پاملرنې وړ دنده ترسره کوي، حقایق په ډاګه کوي او هغه څه چې خلک یې له یوه او بله اوري او یا یې یوه بل ته رسوي د هغو د رښتیا کولو او سمولو دنده هم دغه مواد په ښه توګه تر سره کولای شي. په هند کې د آرشیفی او لومړي لاس اسناد یوه مهمه سرچېنه د هند ملی آرشیف دی چې په هغه کې د انګریزي ښکېلاک د دورې یو لړ مهم او د پاملرنې وړ اسناد خوندي دي چې د هغې اهمیت هم تر بریټش موزیم او نورو هغو ادارو اوموسسو لږ نه دی چې په هغو کې د آسیا د بیلابیلو برخو، افغانستان، ایران او مرکزي آسیا اسناد ساتل کیږي.
د هند ملی آرشیف د افغانستان د تاریخ د نولسمې پیړۍ د وروستیو دوو لسیزو په اړه د څیړنو وړ اسناد له ځان سره لري چې له نوموړې نیټې بیا تر اوسه پورې د افغانستان په تاریخ او ټولنیزو څیړنو کې له هغې څخه کار نه دی اخیستل شوی او که اخیستل شوی هغه هم خارجي پوهانو اخیستی دی چې یو هم په دغو خارجیانو کې نومیالی افغان پوه لودیک آدمک دی، زموږ په معاصرو لیکوالو کې یوازې یو څو تنو له دغو لومړي لاس سرچېنو څخه ډیره لږه ګټه پورته کړې ده. لودیک آدمک هغه لیکوال دی چې نوموړي اسناد یې له امیرعبدالرحمان خان سره د ځاني لیوالتیا او اړوندتیا پر لامل لوستي او یو شمیر لیکنې یې چې تر ډیره حده د عبدالرحمان خان په واکمنۍ پورې اړه لري لیکلې دي چې په خپل وار د زیاتو افغاني او باندنیو پوهانو له خوا يې ستاینه شوې ده. د آدمک او یو شمیر افغاني لیکوالو او مورخینو د لیکنو په ترڅ کې یو څه چې په جزئیاتو نه دي څیړل شوي هغه د عبدالرحماني عصر هغه څیرې او نومیالي دي چې دوی د نولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې را پورته شول او د یوه پراخ افغاني مقاومت ملي سنګر یې تود وساته. د ختيځو ملتونو په تاریخ کې دا یوه تکراري خبره ده چې تورې یو څوک وهي او مزې بیا هغوی چې د کار زار په ډګر کې یې اخ هم نه وي کړی کوي، زموږ د تاریخ په دغه پړاو کې هم خبره همداسې شوه، زیات شمیر نومیالي را پورته شول، قربانۍ یې ورکړې خو په بدل کې یې بیا هم جفا ولیده او تر ډیرو پورې یې کارنامې خو لا څه چې نومونه یې هم چا پر خوله وانه خیستل. په دغه برخه کې د ملا مشک عالم، محمد جان خان، عصمت الله خان، د لنګر مولوی عبدالغفور، فیض محمد خان لوګری، میربچه خان اونورو نومونه په ځانګړې توګه د یادونې وړ وو چې تر اوسه پورې په دغه کې تر ډیرو پورې درانه لاسونه د لیکوالو او سترګورو په خولو باندې د بېلا بېلو لاملونو له مخې نیولي پاتې شول.
زما له پاره په هند کې د څیړنو په ترڅ کې او هغه هم د هند د ملی آرشیف د اسنادو په برخه کې تر ټولو د مخه مهمه او د پاملرنې وړ خبره دا وه چې په دغه برخه کې انګریزانو په خورا تفصیل سره دومره څه لیکلي وو چې یو خو د کیفیت له مخې د پاملرنې وړ وو او بل دا چې په دغه برخه کې زموږ لیکوالو په خپلو آثاروکې یا څه نه وو لیکلي او یا یې که لیکلي وو هغه یو ډول تورونه وو چې د دغه اسنادو د لوستلو له مخې د سړي خندا ورته راتله، مانا دا چې زموږ لیکوالو چې څه لیکلي وو او انګریزانو چې څه لیکلي وو، د هغو او دغو ترمنځ یو لوی توپیر و، داسې توپیر چې رښتیا هم زموږ ناخبري او د انګریزانو واقعیت وینه یې په ډاګه کوله. ځکه نو ما دا هوډ وکړ چې باید دغه زېرمه چې زموږ له لیکنو او وینو سره په هر اړخیزه توګه توپیر لري راټوله او د نویو څیړنو په وړاندې کیږدم . دا خو یوه خبره ده بله دا چې علمي څیړنې په هر وخت کې د احساساتو او فرمایشاتو تابع نه وي خو که څوک بیا غواړي چې د احساساتو پرده پرې وغوړوي نو بیا به یې مانا تر ډیره حده دا وي چې د رښتیاوو پر ځای به درواغ وایي اوجعل به کوي او تاریخي حقایق به له عام باوره په لوی لاس الونیا کوي. د همدغه اصل په پام کې نیولو سره ما غوره وبلله چې هغه رښتیاوې چې موږ کلونه کلونه پرهغو خولې پټې کړې او هغه څه مو چې لیکلي وو پر هغو ډېر خلک او پوهان باور نه کوي، نو ښه به دا وي چې د خپلو دغو ویاړونو چې په خپل لاس مو د ځاني غرضو له مخې بې اهمیته ښودلي وو د نورو (په تیره بیا انګریزانو) رایه وپوښتو، د هغو قضاوت په دغه برخه کې ولولو او خپلې تیروتنې پرې سمې کړو. ځکه نو دا غوره راته ښکاره شوه، چې د غازي محمدجان خان، ملامشک عالم، میربچه خان او نورو په اړه هغوی چې انګریزانو خپل نه پخلا کیدونکي دښمنان بللي د هغو لیکنو ته ورمخه کړم او نوموړي نومیالي د هغو له نظره وګورو او وڅیړو څو دا ځانته معلومه کړو چې دوی په رښتیا هم داسې څوک وو چې د مادي شونتیاوو د نشته والي په خاطر یې ځانونه په نورو نه دي پلورلی او که تر هغو لوړڅه چې هغه آزادي وه د هغې په خاطر؟
زه په پوره باور سره د خپلو لیدنو کتنو له مخې دا ویلای شم چې نوموړي د ګوتو په شمیر ملي مخکښان هغه څوک وو چې دوی خپل ژوند او مبارزه د زړه له کومي د دویم ټکي (آزادۍ ) ونډه کړل او د ژوند تر پایه دغه اصل ته په سرلوړۍ سره د مرګ تر پولې پورې وفادار پاتې شول.او دا هغه ټکی دی چې باید زموږ لوستونکي هغه نه زما له خولي او نه هم د فیض محمد کاتب له خولې واوري بلکه هغه باید د هغه چا په لیکنو کې ولټوي چې هغوی د قضیې لوري دي چې هغه انګریزان اود هغوی اسناد دي. کوم څه چې موږ د ملا فیض محمد په اړه ویلای شو هغه دا دي چې د ده لیکنې د یو ناپېیلي میرزا (زه هغه ته مورخ ځکه نه شم ویلای چې هغه یوساده میرزا دی، د هغه په لیکنو کې د یوه مورخ شعور او پوهه نشته ځکه یې په ډیرو ځایونو کې حقایق تحریف کړي او د رښتیا ویلو اخلاقی جرډت یې هم له یاده وتلی دی) لیکنې هم نه دي، ځکه یې د ملي مبارزینو په تیره بیا محمد جان خان او ملا مشک عالم په اړه قضاوت رښتیا نه دی ، ما دا موضوع په (محمدجانخان) او (ملا مشک عالم ) نومو لیکنو کې څیړلې خو دا چې لږ نور هم په دغه اړه د ده په عقده باندې پوه شو ځکه مې له هغو لیکونو څخه یو دلته راواخیست چې د هغه په رڼا کې موږ پر هغو قضاوتونو باندې ښه پوه شو هغه چې ملا فیض محمد او ده غوندې نور یې د ملي تاریخ او ملي ارزښتونو په اړه ترسره کوي.
په دغو اسنادوکې ما داسې څه ونه موندل چې د هغو له مخی دې دا په ډاګه شي لکه چې عبدالرحمان خان او چاپلوسو ورځچارو لیکوالو له هغه وروسته پر دوی پسې تړلي او ویلي دي . د انګریزي اسنادو له ښیګړو او دغو اسنادو له لویو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې دوی د هر چا په اړه خپله خبره پر هغه مهال په رښتیاني ډول سره کړې او هغه یې په خپلو پټو اسنادو کې تر ډیرو پورې له انظارو څخه پټه ساتلې ده، خو اوس چې پر هغو باندې تر پیړۍ زیاته موده تیره شوه هغه اوس زموږ په واک کې دي ځکه نو موږ دا حق لرو چې د هغو له مخې خپلې ګردې تیروتنې که هغه هر چا کړې وي سمې کړو. د انګریزانو د وخت آرشیفی اسناد په ډیرو برخو کي موږ په دې نور هم برلاسي کوي چې باید له تاریخ او تاریخي حقایقو سره په بې توپیرۍ چلند ونه کړو او حقایق د ځاني، قومي او نورو ناروغیو د قضاوت په تله کې ونه تلو ځکه چې نور نو بشریت د پوهې په داسې دور او پړاو کې نه دی چې هر څه په پټو سترګو ومني او وګوري .
محمدجان غازي یو له هغو ملي اتلانو څخه و چې یو شمېر ناخبرو لیکوالو د هغه په اړه د دربار ارادې او صلی ته کتلي او هغه څه چې واکمن د ځاني دښمنۍ له مخې ویلي پر هماغو یې د خلکو په خبره مالګه او مرچ وهلي او عام ذهنیت پرې ټکولی دی او دوی د چا خبره په څلور کتابه کافر بللي او همداسې په ناپوهۍ کندې ته اچولي دي . په داسې حال کې چې دا چلند کوم علمي چلند نه دی او نه باید په دغه برخه کې هغه ته علمي اهمیت قایل شو. انګریزانو خپله خبره کړې، هغوی نه د امیر پروا ساتلې او نه هم د فقیر ځکه د هغو له پاره هغوی چې د دوی په رضا تلل او د دوی تنخوا خواره وو، تر هغو چې له دوی سره یې ډغرې وهلې مهم نه وو . بله مهمه خبره دا ده چې دوی د خپل مسوولیت له مخې نه شوای کولای خپلو لوړو مقاماتو ته حقایق په دروغجن ډول تعبیر او تفسیر کړي، ځکه يې خپلو مقاماتو ته هغه راپورونه چې په دغه اړه دوی ترلاسه کول هم هغسې صادقانه رسولي دي . زه دلته د دې له پاره چې په دغه وخت کې په افغانستان کې د انګریزي جنرال رابرت چې په غیرمستقیمه توګه د کابل انګریزي واکمن و یو راپور چې د انګریزي – هند د حکومت د باندنیو چارو سکرتر ته یې له کابله لیکلي ټول دلته ستاسې په مخ کې ږدم، دا هغه راپور دی چې د هغه په ترڅ کې تاسې کولای شي یو شمېر داسې حقایق ولولئ چې سړی له شکه پرته د افغانستان د نولسمې پیړۍ د وروستیو دوو لسیزو د یو شمېر تاریخي پېښو په اړه ګوته په غاښ کوي، او دا ترې را په ګوته کیږي چې زموږ لیکوالو د محمدجان خان او نورو غازیانو په وړاندې ولې داسې تورونه کښلي چې هغه د انګریزانو له خوا نه ویل شوي، نه لیکل شوي او نه هم د منلو وړ دي، د جنرال رابرت دغه راپور په عمومي توګه زموږ د تاریخ په وړاندې هغه حقایق په ګوته کوي هغه چې په هر اړخیزه توګه، د تاریخ د یو څیړونکي له پاره د پاملرنې وړ دي، په دغه ترڅ کې تاسې هغه رښتیاوې هم په ډیرجرډت سره لوستلای شئ چې هغه ان اوس هم موږ د تش په نامه ملي مصالحو له مخې د علم له سترګو پر یوه خوا کوو، دغه اوږد راپور دا هم په ګوته کوي چې څوک په ډله ییزه توګه د یوه ظالم قام په وړاندې د جاسوس دنده ترسره کوي او د خپل ملت د ملي منافعو په وړاندې هر ډول ملي خیانت ته اوږې ورکوي، تر دې به له شرمه ډکه خبره بله کومه وي چې یو انګریزی یې په ډاګه وایي چې دوی زموږ په ټولنه کې نه یوازې له افرادو څخه بلکې د یوه قام څخه د خپلو جاسوسانو په توګه ولې او د کومو موخو له مخې په څه ډول کار اخلي او هغوی یې هم په څه سرلوړۍ او ویاړ سره جنرال رابرت ته د خپلو خلکو او هیوادوالو چې نر او ښځې یې د آزادۍ په سنګر کې له غزنی تر شمالی او جلال آباده د قربانۍ په ډګر کې ولاړ دي د خلکو په وینا په پوره ناځوانۍ ترسره کوي. راځئ په دغه ترڅ کې هغه تور هم مخې ته کیږدئ لکه چې فیض محمد کاتب پر محمد جان باندې په خورا بې مسوولیتۍ سره لګولی خو په مقابل کې یې پر هغو رښتیاوو خوله پټه نیولې چې انګریزي واکمن په خپله د هغو له پاره منظم پروګرام جوړ کړی او په پوره زړورتیا یې پر هغوی باندې د خپلو باالفعل اوباالقوه جاسوسانو په توګه عملي کوي .
ليكوال : سر اف .اس .رابرت د كابل د پوځونو قوماندان
اخيستونكي : د هند د حكومت د خارجي څانګې سكرتري
اخځ : د هند ملي آرشیف (فارن افیرز)
شميره : ۳۵۶، د ۱۸۸۰ كال دفبروري (۱۸)
——————————————-
کابل : جنرال رابرت (۱) :
زما له ليك څخه وروسته چې د تېر ډسامبر په (۳۰ ) مې كښلى و، تر اوسه كومه داسې مهمه سياسي پيښه چې په ځانګړې توګه دې د پاملرنې وړ وي نه ده رامنځ ته شوې. زه باور لرم چې زما اوونيز راپورونه او تلګرامونه د هند حكومت ته په كابل كې د عمومي ژوند په اړه يو بشپړ انځور او پوره معلومات وركولاى شي.اوس هم د دې وخت رارسيدلى چې په دغه اړه يوه لنډه كتنه او د حالاتو څرګندونه داسې چې د جلالتماب ويسراى او گورنرجنرال او کونسل له پاره به مهمه او د منلو وړ وي ستاسې په واک درکړم.
۲- په تير دسامبر كې د پراخو احساساتو او حيرانتياوو د خپريدو لامل چې زيات د انديښنې وړ هم نه و هغه عمليات وو چې د هغو په ترڅ كې يې كوچني موسى خان غزني ته ورساوه او مخالفينو په دغه كار سره دا ښوده چې دوى په رښتيا هم د دې توان لري چې د يوه حقيقت په توګه ځان په ځانګړې دريځ كې څرګند كړاى شي.
۳- د هوا د ستونزې له مخې دا ګرانه وه چې پرغزني باندې مخامخ مارش وشي اوهلته دې دغه ټولون سره دړې وړې شوى واى، ځکه نوهغه مهال نور څه ناشوني وو پرته له دې چې سړې يوازې د نندارچې په توګه پاتې شي او حالاتو ته وګوري.
د آوازو او خبرو له مخې چې كوم سخ او وياړ د محمد جان (۲) په برخه شوى واو خلك يې زيات په لوري شوي وو او د لا زياتې پرمختيا په لور يې ګامونه پورته كول. هغه پر شيرپور باندې د ده يرغل و چې په وړاندې يې مخکې له مخکې يوځي تيارې نيول شوي وو، موږ په كابل كې وو او د هرې ورځې په ترڅ كې موږ په امنيت او خوندې ساتنې باندې ډاډمن کیدو چې تر اوسه دلته ځاى پر ځاى يو.
۴- دغه سياسي اغيز زموږ له پاره په خپل وار د پاملرنې وړ دى، په دې چې دغه اغيز به په خپل وار د جوړوونكو او مهمو رپوټونه له مخې نور هم اهميت پيدا كړي، په تيره بيا د هغو كسانو په وړاندې چې هغوى د دسامبر په پيښه كې هر څه له لاسه وركړي دي، همدا شان د هغوى له پاره چې پخوا په خورا وياړسره زموږ په وړاندې دريدلي وو، هغوی بيا هم اوس په داسې يوه دريځ كې دي چې زموږ په وړاندې خپل عمل وكړي او كه نه ؟ خو كله چې بيلابيل حقايق سړی ګوري داسې دي چې دوى به د هغو له مخې په تيرې لاس پورې كوي او هغه به داسې څه وې چې دوى به پر هغو باندې ترانتقاد لاندې رانه شي.
همدغه سياسې حالت د دې لامل شو چې زموږ پوځونه دې دغه ژمى په داسې توګه چې فكر یې نه كيده تير كړي. ځكه افغانان په دې باوري وو او دا هوډ يې ان تر اپريدو پورې هم داسې رسيدلى و چې دوى به پر كابل يو ناڅاپې يرغل وکړي او د يوه وخت له پاره به هلته پاتې شي او په دې توګه به يو ځل بيا د ۱۸۴۱-۱۸۴۲ كلونو پرتم بيا راژوندى كړي .(۳)
دوى ته دا هم ناشونې ښكاريده چې زموږ اړيكي به له هند سره د كابل په دغه سخت ژمي كې همداسې تړلي پاتې شي. په دې چې دوى په شيرپور كې زموږ ماته په ډاده توګه منلي وه او په دې باوري وو چې دوی به دغه پوځونه په شيرپور كې داسې له پښو وغورځوي لكه پخوا دوى دا كار د كابل په شاوخوا څوكو كې ترسره كړى و.(۴)
۵- ټولنې، زه فكر كوم چې خپلې برياوې او وياړونه تر ډيرو پورې د ماتو په پرتله اوچت ساتي، ما كله هم د پالك او نات نومونه د ۱۸۷۸ له نومبر څخه راپه دې خوا چې تر پولو رااوښتي يم نه دې اوريدلي، خو د مكناټن، الفنسټون، برنس، لارنس، سيل، مك ريګور او نورو نومونه دلته تر اوسه پورې په پرله پسي توګه تكراريږي. څو سپين ږيرو ماته په خورد كابل او جګدلك كې د هغو ځايونو يادونې وكړې چېرې چې زموږ پوځونه هلته تر تيريو لاندې راغلي دي. خو د پالك هغه پرمختګ چې د كابل د سزا وركولو په خاطر ترسره شو اوس هيڅوك هم نه يادوي .زه اوس په دې باوري يم چې دغه خبرې له زړو خلكو سره هم ډيرې لږ پاتې دى، نوى پښت خو په دې لا خبر هم نه دي .(۵)
۶- زه په دې هم اوس پوهيدلې يم چې د ۱۸۴۱ كال د ماتې يو څرګند او د پاملرنې وړ لامل، د هغې سبسايدئ كمښت و هغه چې حكومت پخوا په دغه سيمه كې دغو قامونو ته وركوله. ما ته دا خبره هغه وخت په ډاګه شوه كله چې زه د تير نوامبر په علي خيلو كې ځاى پر ځاى وم، ما په هغه ځاى کې ځان په ډير احتياط سره په دغه ښكيل کې وليد، هلته مې له یوې خوا په ډیر ډيراحتياط سره ګامونه پورته کړل او له بلې خوا مې يوه استثنايي معامله له پاچاخان او د هغه له ورورعلاوالدين سره وکړه. دوی احمدزی دي له ما سره یې زما د اكمالاتو او له سختو كوتلونو لكه شترګردن څخه په تيريدو کې پياوړې مرسته وكړه. زما همدا اړيكې وې چې ما ځواكونه د لوګر په دره كې هم په پوره خونديتوب سره ځان ځاى پر ځاى كړل. زما دغه چلن دا هم وښوده او د دې لامل شو چې په پاى كې موږ دلته پياوړى دريځ تر لاسه كړ، په خلكو باندې مو خپله اغيز واچوله او دوی ته مو دا وښوده چې ګواكي موږ د دوى له مرستې څخه پرته پر مخ روان یو، په خپلواكه توګه عمل كوو او په خپلواكه توګه د راتلونكو پرمختګونو په لور مخ په وړاندې روان يو.(۶) دغه تګلاره او پاليسي زه فكر كوم چې اوس په ميوه راغلې، وګورئ موږ په دې باوري يو چې زموږ پاى به زموږ په قوماندې سره بريمن وي په دې چې موږ اوس د دې وس لرو چې په پوره ډاډ سره د هر ډول ځواك په وړاندې چې له موږ سره د مقابلي او دښمنۍ خيال لري مقاومت وكړاى شو. لكه چې اوس افغانان هم په دغه ټكي باوري شوي چې دوى زموږ په وړاندې په مقاومت كې برى نه شي تر لاسه كولاى او هره هڅه يې ناكامه ده.
۷- په هر ډول، تر اوسه چې هر راز يووالى او مقاومت زموږ پر ضد ترسره شوى، هغه زموږ د لږ پوهې او نه خبرتيا له امله و، زه په دې باور يم چې د اوسنې حالت پر ځاى، بايد ترهر څه د مخه په اوسنيو حالاتو كې را پيدا شوې سياسي پوښتنې ته د حل يو ځواب په ګوته كړو او هغه دا چې موږ بايد د تير دسامبر له پيښې را وروسته د نورو جدي پيښو له پاره هم سترګې په لاره شوو.
په شيرپور باندې يرغل بيا تكرار شو، اوس افغانانو دا حقيقت درک كړى چې انګريزې پوځونه به خپل برلاسى پر كابل باندې همداسې كلك وساتي، خو له دې سره سره زه فكر كوم چې اوس هغه وخت رارسيدلى چې د زغم او خبرو كولو تګلاره يا پاليسې وڅارل شي. له همدې امله ما د دسامبر په (۲۶) نيټه هغه ټول كسان چې له موږ سره يې جګړه كړې وه وبښل (پرته له څلورو اصلي مشرانو او لارښوونكو څخه) . د دې له پاره چې د روغې جوړې خبره عملي شي ما ټول مشران او مهم كسان كابل ته راوغوښتل اوهيله مې ترې وكړه چې له ماسره وګوري . كله چې ما له دوى سره خبرې وكړې او دا وړانديز مې دوى ته ووايه ماهيڅ باور نه كاوه چې دغه وړانديز به دغه طبيعي شكمن افغانان ومني، برعکس ما داسې فكر كاوه چې هغوى به دا وړانديز رد كړي او يا به يي وځنډوي. خو زه خوښ يم چې زما هغه هيله چې ما خپله وړانديز كړې وه رښتيا شوه.
۸ – كوم لاملونه چې زه يې د دغې طرحې له پاره وهڅولم دا دي:
۱- زيات شمير خلك د دې له پاره ليوال شوي وو چې په غزنې كې د مخالفينو له ليكو سره خپله خواخوږي وښیئ. كله چې ما پر دوى ګواښ وكړ چې محمدجان او موسي خان(۷) او نور قانوني ثبات نه لري، په ځواب كې یې د ماليې له وركړې سر وغړاوه او هغه يې محمدجان او موسې خان ته ونډه كړه، خو اوس موږ هغه پيسې چې دوى يې موږ ته راكوي رد كړې.
۲- غزني ته د مشك عالم نه تګ څو زموږ پر ضد کومه بله ډله جوړه نه كړي.
۳- زه هره ورځ د كوهستان، وردګو او نورو مشرانو له خوا غير مستقيم پيغامونه ترلاسه كوم، په هغو كې دا ټكي له ورايه روښانه دى، چې دوى له خپلو گټو او دريځونو تيريدونكي نه دي؛ خو له دې سره سره دوى په دې هم باوري دی چې هغه وخت راتلونكي دى چې پوه شي له موږ سره د دوى ملګريتوب، تر دښمنې د دوى په گټه دى.
۴- په ښار كې په دې ورځو كې د عسكرو راښكاريدل عادي شوي چې زياتره يې اردلي او نور رجمنټونه دي، دوى ته تراوسه پورې كوم خبردارى نه دى وركړ شوی.
۹- ما ته دا ان په پيل كې څرګنده وه چې موږ به تر هغو یوه مثبته پایله په سترګو ونه وینو، تر څو چې د غزنې له ډلې سره د خبرو لاره ونه نيول شي. هغه چې اوس د محمدجان له خوا لارښونه كيږي او په غير مستقيمه توګه د مشك عالم تر اغيز لاندې دي.
۱۰- دوی ته د ډلې او ګوند لغت بايد ونه كارول شي؛ ځكه چې دوی له موسى خان، سردارمحمدحسن خان، طاهرخان، علم خان او سرورخان څخه پرته نور د مخې خلك له ځان سره نه لري. دغه ارګان زياتره د پاشل شوېو پوځيانو اوهغوى چې په افغانستان كې زموږ د شته والي پر ضد دى جوړ شوى دى . ان دا چې د سردارانو ملاتړهم دغه ګوند او یا دغې ډلې ته ملي وړتيا نه شي وركولاى . محمد طاهرخان د محمدشريف خان زوى او د اميرشيرعلي خان ناسكه ورور په خپله د يوې مينځي زوى دى؛ ځكه نو هغه څوك په اصلي باركزيو كې نه شي شميرلاى. دى د پوره او پياوړي شخصيت خاوند هم نه دى او نه كوم ځواك لري. محمدحسن خان د جلال آباد پخوانۍ والى د امير دوست محمد خان د خور لمسى چې كوم نفوذ لري هغه هم له دې امله دی چې د پخواني امير محمد يعقوب خان نژدې پلوى دى. علم خان او سرورخان چې كوم نفوذ تر لاسه كړ، هغه هم له دې امله دی چې دوى هم د پخواني امير پلويتوب كاوه. محمد جان د اردلي رجمنټ له خوا د قوماندان په توګه وټاكل شو، دغې ټاكنې ده ته د هغه افغان پوځ په منځ كې چې زموږ كلك مخالف و لوى وياړ ورپه برخه كړ. ده د اكتوبر په اتمه د آسمايي په لوړو كې زموږ پر ضد د پوځ قومانده وركړه.(۸) د هغه كورنۍ له څو پښتو را په دې خوا په وردګو كې مخوره كورنۍ ده، د هغې سيمې چې زياتره افغاني پوځيان هم په دغه سيمه پورې اړه لري. دى له مشك عالم سره په يوه نظراو يوه فكر دى او شتمن سړى دى.
۱۱- تر ټولو مهم اوهوښيار منځګړى سړى چې له دوى سره زموږ اړيكې ټيڼګوي هغه مستوفي ميرزا حبيب الله خان(۹) هغه څوك چې د هغه ښه نيت ان له هغه وخته چې له پوښتنو ګرويږنو راخوشى شو په ډاګه و، د ده شته والى په دغه ترڅ كې اړین دی او زما له پاره په هر اړخیزه توګه د باور وړ دى. مستوفي په خپله د وردګو اوسيدونكى دى، دى له محمدجان سره نژدې اړيكې او همداسې له ملا مشك عالم سره د نژدې دوستې او ملګريتوب اوږده سابقه لري. د ده يو وراره ولي محمد خان اوس هم د محمد جان په پوځ كې د كرنيلۍ دنده لري.
۱۲- كومې خبرې او کتنې چې ما له مستوفي سره درلودې، په هغو ټولو كې زه تر زياتې اندازې د ده د پوهې، وړتيا اوهوښيارۍ تر اغيز لاندې راغلى يم.
دى يو تجربه لرونكى او ماهر سياست پوه معلومږي، زما په فكر كوم سړى چې كيداى په افغانستان كې له موږ سره زموږ د پوځي عملياتو په چټك بري او پيچليو سياسي مسايلو كې مرسته وکړي، زما په نظر دی په دغه برخه كې تر ټولو وړ سړى دى چې كيداى شي ډير څه وكړاى شي.
۱۳- كله چې د دغه كال په پيل كې ما او ده د غزنې له ډلې سره زموږ د خبرو د پيل په پايلو باندې خبرې وكړې، ده پر هغه مهال زموږ پر وړانديز باندې اوبه واچولې اوما ته يې په دغه اړه هيڅ ډاډ رانه كړ، چې ګواكي موږ به په دغه ترڅ كې په يوه برې باندې ورواړو. دى پر هغه مهال په دې فكر و چې خبرې به پرته له دې چې زور يې په څنګ كې نه وي پايله ونه لري،مانا دا چې موږ بايد په دې وتوانيږو چې د خپلو ځواكونو شته والی غزني ته نژدې وساتلى شو.
په دغه اړه يوازې پوځي حركت لږ او يا ډير، هغه هم په دغه ځانګړي حالت كې د پوښتنې وړنه دى. خو كه چېرې په دغه برخه كې موږ مخكي ولاړ شو، دلته دا شونې ده چې دغزنې له خوا هم د يوه حركت نښې دهغوی له خوا ووينوچې تراوسه پورې د تفاهم اوجوړې په وړاندې له سخت دريځي څخه پر يوه خوا شوي نه دې.
زه فکرکوم چې تر اوسه پورې تر ټولو ښه تګلاره دا تر سترګو کیږي چې بايد له هغو مشرانوسره چې زموږ په اولكه كې دې او لاس مو ورسيږي د جوړجاړي او روغي په لټه كې شو څو دغه تګلاره كرار كرارهغې پولې ته ورسوو څو په ټول هيواد كې هغه سراسري شي.
۱۴- په عين حال كې چې زموږ د تياري او پياوړتيا په خاطر به زموږ له پاره دهيڅ ډول آرامئ له پاره اجازه نه وي، خو له دې سره هم ما د هند د حكومت ميجر جنرال برايت ته لارښونه كړې چې د لغمان په دره كې خپل عمليات له جلال آباده پيل كړي، په دويم ګام كې به دې د ګندمك په لورهم حركت د دغو لاندې دريو ټكوپه پام كې نيولوسره له ياده نه باسي:
لومړى : که اړتیا ویني باید د ځان له پاره زيرمې تيارې كړي.
دويم : د حصارك د خانانو پر ضد بايد عمليات ترسره شي، هغوی ته باید اجازه ورنه كړه شي، چې له عصمت الله خان او د لغمان له خانانو مرسته وكړي، څو دوى په دې ونه توانيږي چې زموږ د اړيكو او تګ راتګ په لاره كې خنډ شي.
دريم: د كابل په لور د پرمختګ له پاره هم د دوى شته والى په دغه سيمه كې د پاملرنې وړ اواړين دى.
۱۵- د غزني په پارټۍ او ډلې باندې د فشار په خاطر ما هزاره ګانو ته خبر استولى چې په دوى باندې هم هغسې يرغل او فشار پيل كړي لكه چې د محمد جان پر ضد يې پيل كړې و.
دغه قام كابل ته زموږ له را رسيدوسره سم ما په خپل څنګ كې درولى، دوى شيعه ګان دى چې له ټولو سني پلوو افغانانوسره له دښمنۍ ډك دريځ لري.د كابل په لومړۍ جګړه كې د دوى زياترو مشرانو له موږ سره ښه خدمتونه كړي دي.ما په دې دريو وروستيو مياشتو له دوى څخه ډير كسان او يا د دوى زامن د ځان كړي او له ما سره په كمپ كې دندې ترسره كوي. د هزارګانو مرسته زموږ له پاره خورا مهمه ده. دا كه موږ په افغانستان كې وو او كه افغانستان پریږدو د دوى د شته والي اغيز د كابل له شاوخوا څخه بيا تر هراته پورې تر سترګو كيږي. دوى په تيرو څواوونيو كې له موږ سره د موادو په برخه كې هم مرسته كوي او دوى دي چې محمد جان يې تر كلك فشار او محاصرې لاندې راوستى دى.
۱۶- په دغه برخه کې د بري د نښې په توګه چې تر اوسه زموږ په برخه شوې، زه غواړم يوه يې دلته په خورا درناوي سره وړاندې كړم: دوې اوونې مخكې مستوفي له يوه وړانديزسره (چې پخواتاسې ته مخابره شوې دى ) راغى او ويې ويل چې غواړي دى خپله غزني ته ولاړ شي، له خپل نفوذ څخه چې هلته يې پر اصلي كسانو باندې لري كار واخلي او هغه سرداران د دې له پاره رامات كړي چې له كابل سره د جوړجاړي لاره نيسي او هم يې د انګريز حكومت په ملاحظاتو باندې پوه كړي. د يو شميرسردارانو نومونه، رتبې، اصليت اووړتياوى لږ او ډيرې چې هغوى ټول د كابل د ولايت د حاكمانو په انډول دي په ګوته شوې دي.
د دغه پلاوي د جوړیدو له پاره له مستوفي سره زما كتنه او خبرې اترې په خپل ذات كې يو ښه او وړ فرصت و چې د هغه په ترڅ كې په افغانستان کي د هند د حكومت د نظرياتو او تفاهم اومهمو ټكو څرګندوی و موږ په افغانستان كې د سولې او ثبات او هم د سياسي چارو د اغيزمنتيا په باب خبرې وكړې.
۱۷- مستوفي له زيات شمير نظرياتو، وړانديزونو او داسې ټكو سره هلته ولاړ، چې هغه تر اوسه په كابل كې لا هم د پاملرنې وړ نه دي او يا په بله وينا د يو شمير كتنو له مخې لا هم خام دي. دى به په غزنې كې وي كله چې هرڅه په يو څو ورځو كې سمون مومي، زه به هغه ته دا واک وركړم چې هغه به خپله پياوړې هيله په خپله په آزادانه توګه له هغو ستونزو سره چې د حالاتو په ترڅ كې لا هم شته په ډاګه كړي . كوم تفاهم او كومې سپارښتنې چې په دغه ترڅ كې رامنځ ته كيږي هغه به ټولې جلالتمآب ويسراى او ګورنرجنرال کونسل ته كله چې د ده په وسيله رارسيږي دراستول کیږي.
۱۸- لکه چې وویل شول د دغه وړانديزله مخې به مستوفي غزني ته ځي اوهلته به د خپل هيواد تر گټو زيات څه د انګريزانو په ګټه ترسره كړي. هلته په ډيرو خبرو برسيره دا يوه خبره په ځانګړې توګه د يادونې وړده چې د سږكال له پيل تر ننه پورې زموږ دريځ په سياسي لحاظ د پوره پياوړتيا په لور دى او بې له شكه چې نور به هم په ټول هيواد كې د چټكې ودې او پياوړتيا په لور وي.
۱۹- له هغه وروسته چې ما ځان د مستوفي د خبرو په پياوړتيا باندې ډاډمن كړ، بیا مې د هزاره ګانو مشران كابل ته راوبلل او پر هغوى مې دا فشار واچاوه چې دوى بايد له هغې روانې دښمنۍ څخه چې د محمد جان په وړاندې يي پيل كړې ترهغو پورې چې د مستوفي د خبرو پايله معلوميږي په موقتی توګه لاس په سر شي . زه بايد د دغه پياوړي قام د پلاوي په اړه دا رپورت دركړم چې د دوى سيمه ييز مشران سيد محمد تقي او رجب خان څو ورځې مخكي كابل ته په دې موخه چې له يوې خوا ما ته د خپلې وفادارئ څرګندونه وكړي او له بلې خوا د پوځي فعاليتونو په اړه چې څنګه يې دوى كولاى شي له ما سره ژمنه و كړي.همدا راز د دوی بې شميره نور مهم مشران اوځانګړي كسان هم څه كابل ته راغلي اوڅه نورو يې په ليكلي توګه د خپلې وفادارۍ او پوره همكارۍ څرګندونه ماته رااستولې ده. خو تر اوسه پورې د هغوى له پاره هغه وخت نه دى رارسيدلى چې دوى په څرګنده هغوى په وړاندې چې تر اوسه يې ملاتړي وو راوپاريږي. د دوى له خوا دغه ټول پرمختګونه اوپاليسى په خپله وار هغه څه دي چې دوى يې بايد وڅاري او پرهغې باید زموږ په وړاندې عمل وكړي.
۲۰- ما مخكې تر دې چې مستوفي په هغه لورې حركت وكړي، وخت غنيمت وباله اوله هغه سره مې په دغه اړه هم مشوره وكړه، چې كه په عمومي توګه خلكو ته دا واك وركړه شي چې خپل مشر دوى په خپله خوښه ونوموي، ده په دغه اړه خپل نظر داسې راته ووي چې : که چېرې افغانان خپلې خوښې ته پريښودل شي، نو دا څرګنده ده چې دوى به د يعقوب خان د بيرته واكمن كيدوغوښتنه وكړي.
خو زه فكر كوم چې مستوفي به په دغه اړه هم خپله ارزونه وكړي چې په دغه اړه څه شوني دي . ده خپل نظر په دغه داسي څرګند كړچې يعقوب خان به كله هم دې ته تيار نه شي چې د خپل پلار د پاچاهئ يوه وړه برخه دې هم له لاسه وركړي، همدا ده چې دى به كله هم پر موږ باور ونه كړي . هر څوك چې په افغانستان كې له موږ سره د ملګريتوب لاره ونه نيسې هغه بايد يا له هيواد وايستل شي او يا هم بايد په منظمه توګه وځورول شي او له منځه يووړل شي، لكه چې موږ دا كار كړى دى.
مستوفي همدارنګه زياته كړه چې د ځوان موسى خان ټاكنه هم كيداى شي د نورو ډیرو اعتراضونو په شان همداسى بې توپيره پاتې شي، له بلې خوا کیدای شي د يعقوب خان ډله تر اوسه پورې پر واك باندې وي، دوی به همداسې د پخواني امير تر راګرزيدو پورې ځان ختم او په نشت ونه شميري. اوهغه څوك چې له موږ سره به ملري وي دهغوى به هم مخه له موږ په بده توګه پر بله مخه شي.
مستوفي دا هم مني چې که چېرې یعقوب خان ترهر ډول شرطونو لاندې بیرته هیواد ته راستون شي حالات به له شكه پرته نورمال حالت ته راوګرزې، دى دا هم وايي او باور لري چې يعقوب خان به په هغو شرطونو چې موږ يې د كابل راتلونكي امير ته وړاندې كوو جوړښت ونه كړي او نه به دې د كابل د داسې پاچا په توګه چې انګريزانو ته دې غاړه كيږدي دنده ترسره کړي.
په برلاسي فكر او پوره باور سره كابل ته د يعقوب خان بيرته راګرزيدل بايد د پوښتنې وړ ټكي په توګه پاتې شي. زه تر اوسه هم په دې فكر نه يم چې د موسى خان دنومونې مخالفت دې وكړم، كه چېرې خلك پر هغه راغونډ شي نو دا ثابته ده چې هغه به د دوى خپله غوښتنه او ټاكنه وي. ځكه نوزه باورلرم چې يو څوك به هم د دې چانس ونه لري چې ځان دې د شمالي افغانستان د واكمن په توګه هغه هم په داسې حال كې چې زموږ له خواغوره شوى وي برلاسی وبولي .كه چېرې د پخوانۍ امير زوى د خلکو د ارادې خلاف د ډلې له غوښتنو سره په تخت كينې، په دغه ترڅ كې كه هر څه ستونزه رامنځ ته كيږي دا به تر هغې ستونزې هيڅ او وړه وې چې موږ یې پر خلكو باندې په زور تپو او هغه امير چې زموږ د ارادې ممثل وې رامنځ ته كړو او يا يې پر خلكو ومنو.
پر دغه موضوع هغه په ښه توګه پوهيږي، زه فكر كوم چې دغه لانجه بيا هم د هغه خوښې ته پريږدو. له وردګو څخه به د ده د كتنې پايله د يوې مياشتې په اوږدو كې معلومه شي. په دغه موده كې د هند حكومت كولاى شي دا تصميم ونيسې چې په دغه ترڅ كې څه وړ كړه وړه تر سره كړي.
۲۲_ په ټوليزه توګه تر اوسه پورې داسې فكر كيږي چې په دغو حالاتو كې به نه پر موږ باندې كوم نوى يرغل وشي او نه به هم په دغه ترڅ زموږ تر منځ كومه روغه جوړه تر سره شي. خو له دې سره سره كه چېرې زه اجازه ولرم چې څه ووايم؛ نو دا بايد په خورا ډاډ سره ومنو چې زموږ سياسي برلاسى له شكه پرته د پرمختګ په لور دى او په عين حال كې به زموږ دغه سیاسې برلاسی د هند د حكومت د رواني پاليسئ په ترڅ او د كابل د قلمرو په راتلونكي مناسب وخت كې خپله اغيزمنتيا ولري.
یادونه (پي .اس ): له هغه وخته چې دغه ليك ما راپيل كړ، دلته د سردار عبدالرحمان خان حركت چې دى هم د امير دوست محمد خان له خورا ځواكمنو لمسيانو څخه دې مخ په زياتيدو او د پاملرنې وړ دى . لكه چې د هند د حكومت له تلګرامونو اوعمومي آوازو څخه ښكاري دغه سردار تركستان ته نژدې رارسيدلى دى. په دغه اړه رښتيانۍ خبره دا ده چې دغه سردار اوس د اكسوس په شاوخوا كې دى، له هغوسردارانو څخه چې له ده سره دي يوهم سردار نيك محمد خان او د امير محمد اعظم خان وروڼه دي،دى له شکه پرته په افغانستان كې يوه پياوړې ډله لري چې سړى انكار نه شي ترې كولاى. د پخوانې امير شيرعلي خان پوځي ځواكونه او نورې پوځي ډلې چې په هيواد كې دي، هم دا وايي چې دوى به هم هغه ته خپله وفاداري څرګنده كړي .حالات هم دى د يوه مشر په توګه په ګوته كوي. كومې اغيزې او ان آوازې چې په دغه وخت د ده د څرګنديدو په ترڅ كې تر سترګو كيږي هغو ټولو په افغانستان كې د بيلو ډلواو سياست په بڼه كې يو څرګند بدلون رامنځ ته كړى دى.
یادونې اونښلونې:
——————————————————–
۱-جنرال رابرت هغه پیاوړی جنرال و چې په ۱۸۷۹ کال یي پوځونه د افغانستان له جنوب څخه د انګریزي استازي کیوناري هغه څوک چې د کابل په بالاحصار کې لولپه شو د غچ اخستو پر پلمه پر کابل باندې رامارش کړل، ده امیرمحمد یعقوب خان هند ته واستاوه او خپله یي ځان د کابل د واکمن په توګه په کابل کې واکمن کړ، تر هغو چې امیرعبدالرحمان پر تخت کیناست ده پر کابل باندې د یو شمیر پلورل شویو سردارانو او لاټیانوپه مرسته واکمني کوله، سردارایوب خان چې کله په میوند کې انګریزي پوځیانو ته تاریخی ماته ورپه برخه کړه، له هغه سره د جګړې په موخه کندهار ته ولاړ اوهلته یې د ایوب مقاومت له ماتې سره مخامخ کړ او د کندهار په رابرت باندې نامتو شو.
۲-محمد جان خان همدغه غازي محمد جان دی، په دغه ترڅ کې مو یوه تاریخی ټکي ته پام وي چې پر شیرپور دغه یرغل ملا فیض محمد داسې تعبیر کړی چې ګواکی محمد جان کولای شوای شیرپور ونیسی خو دا چې له انګریزانو سره یې لاره جوړه کړه له ماتي سره مخامخ شو، په داسې حال کې د رابرت څرګندونې بیا د ملا فیض محمد تور چې سراج التواریخ کې یې لیکلی په مطلقه توګه ردوي.
۳ –دا هغه کالونه دي چې د هغو په ترڅ کې د افغان – انګریز لومړۍ جګړه وشوه او په ترڅ کې یې تر دیرشو زرو زیات انګریزي پوځیان د کابل او جلال آباد تر منځ ومړل او یوازې یو ډاګتر برایدن تر جلال آباده نیم ژواندی ورسید. کله چې جنرال رابرت او جنرال ستیوارت کابل ونیو له دوی سره د کابل ساتل او له هغه د دفاع ستونزه نه وه دوی چې له کوم شي ډاریدل هغه دا وو چې که په افغانستان کی ثبات هم رامنځ ته کیږي، د دوی له پاره به له دغه هیواده وتل یوه غمیزه وي، د عبدالرحمان پر تخت کینول هم له همدې امله وو چې د هغه د دوستۍ په پلمه باید دوی له افغانستان څخه په امن او خوندي ډول ووزي، نه دا چې د وتو په ترڅ کې بیا د افغان – انګریز د لومړۍ جګړې په برخلیک باندې واوړي.
۴-جنرال رابرت په خپله او نورې انګریزي اوافغانی سرچېني په دغه ټکي ټول سره یوه خوله دي چې که چېرې په نوموړي ژمي کې هزاره مشرانو لکه رجب خان او محمد تقی اونورو له انګریزانو سره مرسته نه وای کړي، دوی ته یې د غزنی د دولتي ځمکو غنم، پروړې او همدا راز نور خوراکي مواد لکه غنم، غوړي، غوښې نه وای را رسولي دوی به کله هم په شیرپور کې آرام ژمی نه وای تیر کړې . د کابل، بهسودو او غزني ټول هزاره مشران د دوی پرخدمت کې وو او د دوی اجیرو جنګیالیوانګریزان د ملی مجاهدینو له ګوزارونو څخه وساتل، انګریزانو او په خپله حنرال رابرت له دوی سره په تما س کی و، د همدغو خدمتونو په مقابل کې یې رجب خان هزاره د غزني چې د مقاومت تود سنګر و والی وټاکه چې د دغې ټاکنې په مقابل کې یې دوی ته د دوی د اړتیا وړ مواد له غزني څخه شیرپور ته رااستول. ( په دغه باره کې د زیاتو معلومات د رجب خان په بیوګرافی کي راغلی چې په مناسب وخت کې به یې د دوستانو په واک کې ورکړم . )
۵-رابرت په دې پوهیږي چې د یوه ملت د ژوندیتوب جرړې په څه کې دي، هغه د افغانانو په سرکښه روحیه باندې د زړه له کومي پوهیږي، ځکه یې د یوې رښتیا په توګه دا اعتراف کړی چې هر ملت د ځان او خپلې تاریخي بقا راز په څه کې ویني، مغلو کله هم د اتلو افغانانو کارنامي په هندوستان کې پر خپل مهال په ویاړ سره یادې نه کړې، انګریزانو هم د دراني او مغلي امپراتوریو ویاړونه په خپل وخت کي تبلیغ نه کړل، همدا ده چې افغانانو هم کله دهغو ظالمو انګریزانو نومونه چې د وحشي غچ اخیستونکو په توګه افغانستان ته راغلل لکه جنرال پالک او جنرال نات په درنښت سره یاد نه کړل، ځکه هغوی د خپلو ظلمونو له کبله بدنومه انګریزان وو، اوهغو چې دوی پسې واخیستل او یا یې د خپلوظلمونو په سزا ورسول، هغوی یې بیا تل یاد کړي او نومونه هم د خلکو له خاطرو زر ونه وتل، لکه مکناټن، سیل او په زرګونو نور اودا د هر اتل ملت له ویاړونو او اتلولیو څخه ده چې باید پرهغو باندې وویاړي او د خپل تاریخ په پاڼو کې یې وساتي.
۶-زموږ د ملت له لویو بدمرغیو څخه تل یوه دا وه چې موږ ته هر وخت کوم زیان رارسیدلی او یا چې هر چا غوښتي موږ تر خپل واک لاندې راولي، دوی په موږ کې بی اتفاقی رامنځ ته کړې، په خپلوکي یې اچولي یو، او په آسانۍ را باندې بادران شوي دي، مغلو او چنګیزیانو دا کار وکړ، انګریزانو همدغه تګلاره ونیوه،روسانوهمدا لوبه وکړه او په پای کې امریکایانو همدا اوس همدغه لوبه روانه کړې چې نه مو پریږدي سره یو موټی شو او د خپل هیواد برخلیک له خپلې ارادې سره سم جوړ او وټاکو.
۷-موسی جان د امیر محمد یعقوب خان زوی و چې په ولیعهد باندې نامتو دی، پر هغه مهال چې امیر محمد یعقوب خان انګریزانو هند ته واستاوه، محمدجان خان او نورو غازیانو د امیر محمد یعقوب خان د بیرته راګرزیدو خوبونه لیدل ځکه یې دی ترهغو پورې چې امیر بیرته راګرزي د ولیعهد په توګه وټاکه او د ده يې پوره ملا وتړله. یوه موده په غزني کې و، له هغه وروسته یې ځان هرات ته ورساوه، هلته له ایوب خان سره یو ځای شو، له هغه سره هند ته ولاړ او هلته له انګریزي عصري ژوند سره آشنا شو، داسې چې د غزني د مقاومت نومیالي یې ټول له یاده وایستل، دی هندوستان ته ولاړ او د مقاومت یاران یې یو یو په دغه او هغه پلمه د شهادت د دمه ځای په لور لارښونه شول.
۸- دغه هغه اعتراف دی چې د ملا فیض محمد او نورو هغوي چې د میرزا اتهام یې په خپلوآثارو کې راوړی تر ټولو ښه او تاریخي ځواب دی،
میزرا فیض محمد لیکلي وو چې ګواکي محمد جان له انګریزانو بډې واخیستی او شیرپور یې ونه شو نیولای، په داسې حال کي چې د شیرپور ساتنه، ملاتړ او دفاع پرهمدغه مهال لکه چې رابرت وایی په وسله واله او لوژستکی توګه پلورل شویو هزارګانو او قزلباشانو کوله. دوی وو چې د کوهستان، لوګر، غزنی او وردګو نومیالی مجاهدین هغوی چې کیوناري یې لولپه کړ لاس تړلي رابرت ته وسپارل او یو یو یې په بیمارو، شیرپور او بالاحصار کي غرغره کړل.
۹- د افغانستان د نولسمې پیړۍ په سیاستوالو کې یو جالب او د پاملرنې وړ سیاستوال دی، دی د امیر شیرعلی خان له نژدي دوستانوڅخه و او د هغه د واکمنۍ د پیاوړتیا په کار کې ان له پیله بیا تر پایه د پاملرنې وړ مرستې وکړې، د ده هڅې او مرستې وې چې امیر شیرعلی خان امیرعبدالرحمان له تاریخی ماتې سره مخامخ او سمرقند ته په وتو ناچار کړ، د امیر شیرعلی خان او امیر محمد یعقوب خان په ټولو سیاسي حالاتو کې يې فعاله برخه واخیسته، د ګندمک د تړون پر مهال یې زیاته خواري وکړه څو انګریزي پلاوی په دې چې افغانان له دغه تړون سره موافق نه دي او زر به پر انګریزانو باندې قیامت جوړ کړي لاسلیلک نه کړي. خو انګریزان د ده په نیت پوه شول؛ ځکه يې زر هڅه وکړه چې پر امیرمحمد یعقوب خان باندې په زوره دا نامنلی تړون لاس لیک کړي. زه ده ته د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ په پاڼو کې د یوه تجربه کار سیاستوال په توګه ګورم او هیله من يم چې د ده پر ژوند باندې هم یو څوک چې له سیاست سره لیوالتیا او بلدتیا لري کار وکړي . دی هم لکه د نورو شیرعلی خان پلوو په شان د امیرعبدالرحمن له لاسه هند ته ولاړ، هغه ډیره هڅه وکړه چې په یوه پلمه یې بیرته راستون کړي، دا چې دی د امیر په نیت پوهیده؛ ځکه یې ونه غوښتل چې ځان د هغه اوسپنیزو منګولو ته وسپاري. د ده کار د افغانستان د سیاسي تاریخ په ترڅ کې په ځانګړې توګه د یادونې وړ دي، نومیالی سردار او د هندي سبک پلوي شاعر سردار غلام محمد خان طرزي په خپل دیوان کې د ده د کاردانۍ او وړتیا څرګندونه په دریو لویو قصیدو کې کړې ده او دې ته یې د افغانستان د یوه نومیالي په توګه قایل دی، د ده د قصیدو یو څو بیتونه دا دي:
له لومړۍ قصیدې څخه :
ای از خدڼ ناز تو ام سینه پر ز تیر
مردم دگر به کشتن من تیغ بر مگیر
چشمت چو ترک زاده ای بدمست فتنه گر
گاهی به تیغ می زندم لحظه به تیر
هر زخم تیغ تو بتنم حرف جانستان
هر تیر ناز تو به دلم فکر دلپذیر…
گر منکر کمال تو دشمن بود مرنج
قابل به نور خور نشود دیده ضریر
طبع لطیف نازک باریک بین تو
در کار و بار ملک کشد موی از خمیر..
(دیوان طرزی ص 700)
له دویمې قصیدې څخه :
رسید عید و جهان در نشاط وعیش و سرور
سرور ما همه از شادی دل دستور
چه عید وعیش کدامست پیش اهل خرد
خرد ز اهل خردمند می شود مسرور…
نزول بخت بلند تو باد تا سر تخت
عروج دشمن تو باد دار چون منصور
کسی که با تو کند همسری تن شومش
به میخ دوخته بادا بسان سم ستور
(دیوان ص ۷۰۲)
له دریمې قصیدې څخه:
زفیض ابر گهر بارو لطف ابر بهار
شده است دامن گلشن چوطرف عارض یار
ربود دل زگل بوستان شمیم نسیم
بسوی روح فزا وبه رخ گل بی خار
به خواب امن از و انجمن که خار برش
زچشم جان من از ناز می کشد آزار…
تو یی بعلم وعمل عالم و تویی که به فضل
زهمسران همه فاضل بر اقربا سالار
تو یی بدادن عدل عادل و تو یی که به دل
زهمرهان همه باذل برهمدمان سردار
همیشه لطف تو غمخوار باغریبان است
ترا ست در کم و بسیار دلنوازی کار
به طبع تست چو بسیار دلنواز یها
خوش است لطف تو با هرغریب حیران یار
(دیوان طرزی ص 704 )