دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهپخوانی ولسمشر اشرف غني وايي، م.م. د انتخاباتو د الیکترونیکي کېدو مخه...

پخوانی ولسمشر اشرف غني وايي، م.م. د انتخاباتو د الیکترونیکي کېدو مخه نیوله

تاند (جمعه، د سرطان ۱۵ مه) د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وايي، تېر حکومت تر وروستۍ شېبې پورې نه پوهېده چې د پولیسو د ځواکونو، ښوونځیو او د پوهنې وزارت د ښوونکو کره شمېر څومره دی.

پخواني ولسمشر له داوود جنبش سره د مرکو د لړۍ په اوولسمه برخه کې امریکا او ملګري ملتونه تورن کړل چې د دولتي ادارو د ډیجیټل کېدو مخه یې نیولې او د فساد لاره یې هواره کړې وه.

ډاکتر غني زیاته کړه، امریکا د امنیتي بنسټونو د سیسټم د کمپیوټري کولو لپاره یو میلیارد ډالر ځانګړي کړل خو تر وروستۍ شېبې پورې دغه نظام د کاغذ پر مخ پاتې شو.

پخواني ولسمشر وویل: «موږ تر پایه نه پوهېدو چې په کورنیو چارو وزارت کې څومره پولیس شته.»

ده په امنیتي ادارو کې پراخ فساد ته په اشارې وویل چې ډېر لګښتونه وشول، خو پیسې د دفاع وزارت او د امریکا د نړیوالو مرستو د دفتر د قراردادیانو جیبونو ته ولاړې.

پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونو هر کال د افغان سرتېرو د کره شمېر د معلومولو ژمنه کوله، خو تر ۲۰۲۱ کال پورې دا کار ونه شو.

ښاغلي غني د “خیالي ښوونکو” او “خیالي ښوونځیو” شتون هم تایید کړ، ویې ویل چې د پوهنې وزارت د کارکوونکو او ښوونځيو شمېر له هغو کسانو سره توپير درلود چې معاشونه يې ترلاسه کول.

غني پر ملګرو ملتونو هم نیوکې وکړې، ویې ویل چې ملګروملتونو د افغانستان د ټاکنو د ډیجیټل کېدو مخه نیوله.

ښاغلي غني وویل چې د ملګروملتونو مخنیوي او غیر موثر اقدامات د ۲۰۰۹ کال له ټاکنو وروسته د سیاسي کړکېچ سبب شول.

هغه وويل، له افغانستان څخه يې د ملګروملتونو د ايستلو پرېکړه کړې وه، خو ملګروملتونو جګړه ماران وهڅول او دی یې د بهرنیانو د مخالف په توګه وښود.

پخواني ولسمشر دا هم وویل چې که طالبان واک ته نه وای رسېدلي، حکومت به په دوو اونیو کې ډیجیټل شوی وای.

«ټاکل شوې وه افغانستان، د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د نوې ټکنالوژۍ برخه کې داسې یو ګام پورته کړي چې له صنعتي انقلابونو سره یې د ۳۰۰ کلن واټن په راکمولو کې مرسته کولی او د راتلونکي پرمختګ لاره رڼولی شوای . دا، د ډیجیټلي حکومتولۍ د پراخېدو لړ کې چې د برېښنایي تذکرو په وېش پیل شوې وه، د عطف نقطه وه چې په کې د وګړو ټیلیفونونه عملاً په بانکي حسابونو اوښتل او د فزیکي پیسو استعمال حد اقل ته رسېده.»

پخواني ولسمشر وویل، چې په ۲۰۰۲ کال کې دوی ملګرو ملتونو ته د ټاکنو د الکترونیکي کېدو وړاندیز وکړ، خو ملګرو ملتونو دا کار رد کړ او تل یې ټاکنې په دودیز ډول ترسره کړې او دا کار د نورو ستونزو لامل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب