دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهجرمني په پاکستان کې منتظرو افغانانو ته منفي ځواب ویلی

جرمني په پاکستان کې منتظرو افغانانو ته منفي ځواب ویلی

تاند (جمعه، د سرطان ۱۵ مه) د بخښنې نړیوال سازمان وايي، جرمني د مخکینۍ ژمنې خلاف هغو افغانانو ته منفي ځواب ورکړی چې په پاکستان کې منتظر ول چې جرمني ته به وغوښتل شي.

د بشري حقونو د دې ادارې  په وینا ګڼ شمېر افغانان، چې په پاکستان کې یې دې ته انتظار ایست چې جرمني ته به ولېږدول شي، اوس له دې خطر سره مخامخ دي چې ژر بېرته افغانستان ته واستول شي.

د «ARD» خبري چاینل د راپور له مخې، د جرمني حکومت د خپلې پخوانۍ ژمنې خلاف د افغان پناه غوښتونکو له منلو ډډه کړې ده.

ویل شوي چې دغه افغان کډوال تر ډېره په پاکستان کې دي او له میاشتو راهیسې جرمني ته د استول کېدو انتظار باسي. ځینو ویلي دي چې له ډیر انتظار وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د رد بریښنالیکونه ورلیږلي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دا مهال په پاکستان کې ۳۲۲۰ افغانان، چې وايي په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، جرمني ته د انتقال په تمه دي.

وروسته له هغه چې د سليمان عطايي په نوم يوه افغان په جرمني کې د اسلام د مخالفانو پر يوې غونډې بريد وکړ او يو پوليس يې وواژه، د جرمني حکومت د پناه غوښتونکو په اړه په خپله پاليسۍ کې بدلون راوست.

تر دې برید وروسته د جرمني حکومت اعلان وکړ چې مجرم او خطرناک پناه غوښتونکي به خپلو اصلي هیوادونو ته واستوي. له بلې خوا، په جرمني کې د مهاجرو د بریدونو له زیاتیدو وروسته، ښي اړخو ګوندونو او نورو جریانونو د دغه هیواد پر حکومت فشار راوړی چې د پناه غوښتونکو د منلو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.

له بلې خوا د نړيوالو همکاريو لپاره د جرمني ټولنې یا “جي‌آى‌زيټ” اعلان کړی چې نور په افغانستان کې کار نه کوي او  خپل مستقیم فعالیتونه ودروي.

دې ټولنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته په یوه بیان کې وویل چې دوی به خپل ټول جرمني کارکوونکي له افغانستان څخه وباسي او تر ۲۰۲۵م کال پورې په دغه هېواد کې هېڅ سیمه‌ییز کارکوونکی نه استخداموي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانانو اوسني وضعیت ته په کتو د جرمني د حکومت د پرېکړې له مخې به په افغانستان کې د “جي‌آى‌زيټ” فعالیتونه له جرمني، درېیم هېواد او یا هم د نادولتي ادارو له‌خوا ترسره کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب