دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+د فرهنگ د بڼ بورا عمر بورا زماني | پوهندوی آصف بهاند

د فرهنگ د بڼ بورا عمر بورا زماني | پوهندوی آصف بهاند

(شاعر، لیکوال او سیاسي شننونکی)

يو افغان

اې وخــتــه بـېــرتـه راشـه يـوافـغـان وزېـږوه

يـا خـو احـمـدخــان يـا مـيـروس خان وزېـږوه

چې ننګ په وطن وکړي داسې ځوان وزېـږوه

يــا خــو خوشحال خـان يـا پـاچـاجـان وزېـږوه

چـې بــيــرغ د ازادۍ کــړي زمــوږ پـــورتــه

داســې يـــو بـــادشــاه لـــکـــه امـــان وزيـږوه

جــوړه چـې انـګـريـز تـه کـړي غـزا د ارنوۍ

داسـې لــوی غـازي مـيـرزمـان خـان وزيـږوه

چــې ســر و مــال قـــربـــان کـړي لـه وطـنـه

مــيــنـــه د وطـــن کـــې افــغــانـــان وزيـږوه

ټـپـې د ازادۍ کـړه بـــورا تــه پــه خـيـالـونـو

راشــه پــه شـعـــرنــــو کـې طـوفـان وزيـږوه

عمر بورا زماني

بورا زماني ظاهراً یوساده پښتون ته ورته څوک ښکاري، خو که لږ له نږدې وپـېـژندل شي، خبرې ورسره وشي او ژوندلیک یې ولوستل شي، نوښکاره به شي چې بورا زماني یو مهذب، د لوړو زدکړو خاوند، د څو دیپلومونو لرونکی، په افغاني ادب سمبال د مشرانو او کشرانو د شفقت او درناوي پېژندونکی او یو دانشمند شخصیت دی. په فرهنگي کارونو کې د لویې حوصلې لرونکی او لوړ استعداد خاوند شاعر او لیکوال دی.

مخکې له دې چې د بورا زماني پر فرهنگي، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو خبرې وکړم، درنو لوستونکو ته د بورا زماني د هغې بیوگرافۍ متن وړاندې کوم چې ده په خپله ما ته رالېـږلې ده:

د افغان ليکوال او شاعر عمر بورا زماني لنډه پېژندنه

«ښاغلی عمر بورا زماني د نېک محمد خان زماني زوی، د شېر محمد خان زماني لمسی. د افغانستان د يوه ملي اتل او د خپلواکۍ د محاذ د نامتو قومندان او د ارنوۍ سوبمن (فاتح) غازي ميرزمان خان کونړي کړوسی دی. ښاغلی بورا زماني د افغانستان د کونړ ولايت په وټه پور کيمهګام کلي کې پر ۱۹۷۵م کال دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي.

نوموړی د ډېرو نورو افغانانو په څېر پر ۱۹۸۲م کال د کوزې پښتونخوا د پېښور ښار شاهين ټاون ته کډوال شو. په کوزه پښتونخوا کې يې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او په سياسي علومو کې يې د ماسټرۍ تر کچې خپلې زده کړې سرته ورسولې. په پېښور کې يې تر زده کړو بشپړولو وروسته پر ۱۹۹۷م کال ډنمارک هېواد ته مسافر شو، هلته يې هم له زده کړو سره ملګرتيا پرېنښوده، د نورو زده کړو ترڅنګ يې د «ای ټي» برخې په «سافټوير» جوړونه کې يو ډيپلوم ترلاسه کړ.

نوموړي د خپلو زده کړو ترڅنګ کار هم کاوه، چې تر يو څه مودې کار وروسته يې بل ډيپلوم په «لوجستيک منجمينټ» کې ترلاسه کړ، چې تر اوسه هم په همدې برخه کې کار کوي.

عمر بورا زماني په خپله مورنۍ ژبه زده کړې نه دي کړي او زده کړې يې په نورو پرديو ژبو (اردو او انګليسي) کې په کوزه پښتونخوا کې ترسره کړي دي، خـو لـه خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره د بې کچې مينې له امله يې په کوزه پښتونخوا کې د «بورا» په نوم د يوې پښتو مجلې بنسټ کې کېښود او ورسره يې د «بورا» په نوم يو پښتو وېبپاڼه هم جوړه کړه، چې د همدې وېبپاڼې له لارې بورا مجله هم په انلاين بڼه ټولو افغانانو ترلاسه کوله، ورسره يې د بورا مجلې ۲۰۰ ګڼې په وړيا ډول د افغانانو په منځ کې په اروپا کې وېشلې او ۷۰۰ ګڼې به يې افغانستان ته لېږلې.

سربېره پر دې په اروپا کې د «پيلوزې» مجلې مسوول مدير په توګه پاتې شوی. د پيلوزې مجلې بېلابېلې ګڼې به هم د نورو ليکوالانو له ليکنو سره د «بورا» وېبپاڼې له لارې خپرېدې.

د خپل ذوق او مينې پر بنسټ يې د شعر نړۍ ته هم مخه کړې ده او د هېواد د مشهورو سندغاړو په غږونو يې د شعر زمزمې د هېوادوالو غوږونو ته رسېدلې دي. د بورا زماني صيب په شعرونو، ځينو سندرغاړو له ځينو افغاني ټلوېزیونونو څخه د کال لومړي مقامونه او جايزې هم ترلاسه کړي دي.

ښاغلي بورا زماني په پښتو ژبه دوې شعري ټولګې لري چې يوه يې «د سپوږمۍ ځلا» او بله شعري ټولګه يې «دا نعره د هر افغان يو افغان» په نامه سره يادېږي، چاپ شوې ديږ

دغه راز بورا «د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ» او «د افغانستان نن او سبا» په نامه يې د مقالو دوې ټولګې چې د ملي تحريک له خوا د دوو بېلابېلو جوړو شويو سیمينارونو ليکنې دي، ده راټولې کړي او په يادو نومونو د ملي تحريک له خوا پر ۲۰۱۸م کال چاپ شوي دي.

ښاغلی بورا زماني د شعر ليکنې ترڅنګ سیاسي او ټولنيزې ليکنې هم کوي. «لر او بر پښتانه او پښتو ژبه» کتاب يې چاپ ته چمتو دی، چې ډېر ژر به ان شاالله په افغانستان کې چاپ شي.

عمر بورا زماني په ډنمارک کې د افغان- ډنمارک کلتوري ټولنې جوړوونکی او لومړی مرستيال، په ډنمارک کـې د مـلي تحريک څانګې لومـړی مـرستيال او اوس د مـشرتابـه جرګې غړی، په ډنمارک کې د لوی افغانستان غورځنګ مسوول، په ډنمارک کې د کډوالۍ شورا د مشورتي بورډ غړی هم دی او د دغو بنسټونو له لارې يې هېوادوالو ته ګڼ شمېر کلتوري او ټولنيز خدمات وړاندې کړي دي.»

بورا زماني په پښتونخوا او اروپا کې د څو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ورټکولې دي او له هر ادرسه دیپلوم په لاس بریالی او سرلوړی راوتلی دی:

ــ په سیاسي علومو کې ماستري، پېښور –  پښتونخوا،

ــ د «ای ټي» برخې په «سافټوير» جوړونه کې ډيپلوم، ډنمارک،

ــ په «لوجستيک منجمينټ» کې دیپلوم، ډنمارک.

د بورا صاحب د بیوگرافۍ په باب ډېر فعال فرهنگي شخصیت ښاغلي ډاکتر لطیف یاد په خپله فیسبوکپاڼه کې دا لاندې معلومات د ۲۰۲۰ ام کال د جون پر درویشتمې نېټې خپور کړی دی:

«زما دفیسبوک په فرهنګي ملګرو کې داځل تاسو ته یو بل فرهنګي شخصیت درپيژنم چې هم دپښتو ژبې تکړه شاعر دی او هم لیکوال او هم دافغانستان دیوه ملي اتل او دخپلواکۍ دمحاذ دنامتو قوماندان اودارنوي سوبمن (فاتح)غازي میرزمان خان کونړي کړوسی دی.

دغه فرهنګي شخصیت ښاغلی عمر بورا زماني د ی . ښاغلی عمر بورا زما ني دنیک محمد خان زماني زوی د شیر محمدخان زماني لمسی او د لوی خان غازی میر زمان خان کړوسی دی .ښاغلی بورا زماني د افغانستان د کونړ ولایت په وټه پور کې دې نړۍ ته سترګې پرانېستي دي. نومو ړي د ډیرو نورو افغانانو په څیر له هیواد نه بهر د د دنمارک په هیواد کې ژوند کوي.ښاغلي عمر بورا زماني په سیاسي علومو (پولیټیکل ساینس) کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړی په کوزه پښتونخوا کې تر سره کړی او تر زده کړو روسته دډنمارک هیواد ته تللی دی.په دنمار ک کې هم د زده کړو لړۍ پرې نه کړه او د نورو زد ه کړو تر څنګ یې یود یپلوم د ای، ټې په څانګه سافټ ویر کې تر لاسه کړاو تر یوې مودې کار و روسته یې بیا بل دیپلوم په (لوجیسټیک منیجمینټ )کې تر لاسه کړ چې لا تر اوسه په همدې برخه کې کار کوي د خپل ذوق او مینې پر بنسټ یې د شعر نړۍ ته هم مخه کړې ده او د هیواد د مشهورو سندرغاړو په غږونو یې د شعر زمزمې د هېوادوالو غوږونو ته رسېدلي دي.

ښاغلي بورا زماني په پښتو ژبه دوه شعري ټولګې لري چې یوه د (سپوږمۍ ځلا) په نا مه چاپ شوې او بله شعري ټولګه به یې چې (دبورا د زړه ارمان یو افغان یوافغان)په نامه سره یادیږي ددې کال تر پایه خپره شي. ښا غلی بورا زماني دشعر لیکنې تر څنګ سیاسي او غیر سیاسي لیکنې هم کوي.

ښاغلی بورا زماني دڅلورو کلونو راهیسې زما دفیسبوک ملګری دي . دیو ه فرهنګي شخصیت او شاعر په توګه زه پر ده ویاړم او له لویه خدایه ورته دزیاتوبریاوو اوخوشالیو هیله کوم.»

عمربورا زماني د فرهنگ او پوهې په ډگرونو کې د خپلو زدکړو او تجربو په دایره گڼ ویاړمن کارونه ترسره کړي دي چې دلته یې د ترسره کړو کارنو بېلابېلې برخو باندې په لنډ ډول معلومات وړاندې کېـږي:

ــ شاعر بورا:

 بورا زماني د فرهنگ په ډکر کې د ده د نورو فعالیتونو په پرتله، په لومړي گام کې د یو شاعر په نامه پېژندل شوی دی، ځکه چې د شعر بېلگې یې سندرغاړو ډېرې ښې زمزمه کړې دي او د ملي رنگ لرونکي شعرونه خویې ډېر مشهور دی.

ښاغلي بورا زماني تر اوسه دوې شعري ټولگې چاپ کړې دي چې دا یې نومونه دي:

ــ د سپوږمۍ ځلا،

ــ ده نعره د هر افغان: يو افغان.

د بورا د شعر و شاعرۍ په باب د ده په بیوگرافي کې راغلي دي چې: «د خپل ذوق او مينې پر بنسټ يې د شعر نړۍ ته هم مخه کړې ده او د هېواد د مشهورو سندغاړو په غږونو يې د شعر زمزمې د هېوادوالو غوږونو ته رسېدلې دي. د بورا زماني صيب په شعرونو، ځينو سندرغاړو له ځينو افغاني ټلوېزیونونو څخه د کال لومړي مقامونه او جايزې هم ترلاسه کړي دي.»

بورا زماني اوس هم د شعر د تخلیق په برخه کې فعاله دی.

ــ ژونالست بورا:

بورا زماني د فرهنگ او پوهې په ډگرونو کې د قدروړ فعالیتونه ترسره کړي دي. د ژونالیزم په ډگر کې یې د «بورا» مجلې په خپرولو سره قدم کېښود او په دې برخه کې یې بریالۍ تجربې وکړې.

د ژورنالیزم په ډگر کې بورا زماني په لومړي گام کې د «بورا» په نامه د يوې پښتو مجلې بنسټ کې کېښود او ورسره يې د «بورا» په نوم يوه پښتو وېبپاڼه هم جوړه کړه. د بورا په یادداښتونو کې راغلي دي چې د همدې وېبپاڼې له لارې بورا مجله هم په انلاين بڼه ټولو افغانانو ترلاسه کوله، ورسره يې د بورا مجلې ۲۰۰ ګڼې په وړيا ډول د افغانانو په منځ کې په اروپا کې وېشلې او ۷۰۰ ګڼې به يې افغانستان ته لېـږلې.

سربېره پر دې په اروپا کې د «پيلوزې» مجلې مسؤل مدير په توګه پاتې شوی. د پيلوزې مجلې بېلابېلې ګڼې به هم د نورو ليکوالانو له ليکنو سره د «بورا» وېبپاڼې له لارې خپرېدې.

د همدې مقالې د لیکلو له‌پاره ښاغلي بورا زماني د خپلې فرهنگي او دوستانه مهربانۍ له مخې ما ته د خپلو بېلابېلو فعالیتونو په برخه کې ښایسته ډېر مواد راولېـږل. د دې غنیمت او قدر وړ موادو په منځ کې د بورا مجلې یوه پي‌ډي‌اف شوې گڼه («بورا» مجلې د دویم کال (۱۳۹۰) دریمه گڼه.) هم وه، په یاده گڼې کې د دغو قلمي همکارانو مطالب خپاره شوي وو:

الله‌یار تلاش، عمر بورا زماني، خاکسار وقار، شهزاده شيرين زوى، محمدحسین میاخیل، سيد عبيدالله نادر، منتظر افريدى، سحر ګل سحر، محمد اسحاق، محمد بلال جلالي، محمد عزيز تحريک، مينه فريادي ملکزۍ…

د بورا زماني په قول، د «بورا» مجلې شپـږ گڼې خپرې شوې او پېلوزه بیا تر دیارلسمې گڼې پورې خپره شوه، وروسته بیا د دواړو مجلو چاپ او خپرېدل ودرېدل. بورا زماني یې د نه خپرېدو دوه دلایل وړاندې کوي:

۱ ــ میډیا مدرنه شوه،

۲ ــ اقتصادي ستونزې.

دغه راز د «بورا» ویبپانې د نه انلاین کېدو دلایل تخنیکي ستونزې یادوي.

ــ بورا زماني او سیاسي مسایل:

بورا زماني د خپلو سیاسي هلوځلو په ترڅ کې په مدرنه بڼه له میډیا نه په استفادې سره خپل سیاسي نظریات خپلو مخاطبینو ته وړاندې کړې دي. ده په خپلو ویدیو گانو کې په ژوندیو سیاسي مسایلو باندې خبرې کړې دي، داسې مسایل چې هره ورځ افغانان ورسره مخ دي.

بورا زماني سیاسي او ټولنيزې ليکنې هم کړې دي او د «لر او بر پښتانه او پښتو ژبه» په نامه یې یو کتاب چاپ ته چمتو دی.

بورا زماني په خپلو ویدیوګانو کې د تل‌دوښمن گاونډي پاکستان له دوه مخي سیاست نه پرده پورته کوي. څنگه چې پاکستاني مقاماتو د افغانانو له مجبوریتونو نه په استفادې سره کلونه ــ کلونه د دوی په وینو او ژوند باندې تجارت کړی دی، پاکستان تل دوکې کړې دي او اوس هم هماغه پالیسي پرمخ بیايي، خو له پخوا سره یې توپیر دا دی چې اوس په خپلو دروغو او دوکو کې راگیر دی. د بورا زماني په قول، د ده د سیاسي ویدیوگانو اصلي موخه د پښتونخوا پښتنو ذهنیت بدلول دي او دوی ته د لوی افغانستان د جوړېدو فکر او ایدیا ورکول دي.

پاکستانیانو د افغان طالبانو د یو پلوي قوت په توگه تل ویلي چې هغوی برحقه دي او باید په افغانستان کې طالبان حاکم شي. کله چې طالبانو د ۲۰۲۱ ام میلادي کال په اگست کې د دویم‌ځل له‌پاره واک ترلاسه کړ، هغسې ونه شول چې پاکستاني مقاماتو غوښتل، افغان طالبانو د پاکستاني حاکمانو پروگرام تطبیق نه کړ او د هغوی له اوامرو څخه یې نټه وکړه.

سیاسي نظامي حالات داسې راغلل چې پاکستاني طالبانو هم د افغان طالبانو په پیروۍ بیرغ پورته کړ او وې ویل چې: پاکستاني لوړپوړو مقاماتو کلونه ـ کلونه په افغانستان کې د طالبي رژیم د رامنځ‌ته کېدو له پاره د افغان طالبانو ملاتړ وکړ، که د دوی له نظره دا سم کار وي، نو موږ هم په پاکستان کې طالبي رژیم او شرعي نظام غواړو. په دې ډول یې پاکستاني مقاماتو ته لویې ستونزې رامنځ‌ته کړې دي.

دغه راز بورا زماني په خپلو ویدیو گانو کې په افغانستان کې د ټوپکي رژیم د چورواکو، زورواکو او هغو مفسدینو له کارونو هم پرده پورته کړې ده چې دا مفسدین به هم د دولت په اډانه کې له دولت نه شکونې کولې او هم به یې په ښکاره او پټه د نظام پرضد عملونه کول او په هره برخه کې یې اصلي موخه د خپلو جیبونو ډکول او د عامه شته‌منۍ لوټل و.

عمر بورا زماني په خپلو ویدیو گانو کې د ایراني او پاکستاني مقاماتو د څوگونو غولونکو سیاستونو نه پرده پورته کوي او په افغانستان کې د تنظیمي واکدارۍ د زورواکو کارونو باندې هم تندې نیوکې کوي او له اسنادو سره خپل سیاسي استدلال وړاندې کوي. دا یې د څو ویدیوگانو لینکونه دي:

عمر بورا زماني

عمر بورا زماني

عمربورا زماني

د بورا زماني د سیاسي بحثونو او ویدیويي پروگرامونو په کامنتونو کې په لیکلې بڼه داسې لیکنې او جملې هم ترسترشوي دي چې ځینې خلک کېدای شي فکر وکړي دا پروگرامونه د پاکستاني طالبانو په تایید او د هغوی په پلوي خپرېـږي لکه دا لاندې کرښې:

مگر دا حقیفت نه ده، بورا زماني د ملي فکر خاوند او خپلو خلکو او وطن ته وفادار افغان دی چې تل د خپل وطن د ملي گټو په کرښه کې روان دی، د فرهنگي او سیاسي کارونو اصلي محور یې د افغانستان پرمختگ، ابادي او د ملي گټو تامین دی.

لیکوال بورا:

بورا زماني د خپل فرهنگي ــ سیاسي فعالیت په ترڅ کې گڼې لیکنې هم کړې دي چې د انلاین میډیا له لارې خپرې شوې دي او د هغو ترڅنگ یې دغه اثار هم چاپ شوي دي؛

ــ د سپوږمۍ ځلا (شعري ټولگه)،

ــ ده نعره د هر افغان: يو افغان (شعري ټولگه)،

ــ لر او بر پښتانه او پښتو ژبه (د سیاسي او ټولنیزو لیکنو ټولگه)،

ــ د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ (د مقالو ټولگه، تدوین)،

ــ د افغانستان نن او سبا (د مقالو ټولگه، تدوین).

د بورا زماني گڼې لیګنې په چاپی او انلاین خپرونو کې هم خپرې شوې دي چې د ځینو نومونه یې دا دي:

ــ له پېښور نه خپرېدونکې «وحدت» ورځپاڼه،

ــ پښتونخوا دات کام: ــ مورنۍ ژبه

ــ دعوت میډیا په دې ویبپاڼه کې یې د ځینو خپرو شوو مقالو سرلیکونه دا دي:

الف ــ مورنۍ ژبه، کلتور، پښتونولي او د پښتنو مورنۍ ژبه پښتو

ب ــ پاکستان کې ټول ټاکنې د پنجابي پوځي نظام دوام او د څېرو بدلون دی نور څه نه

دعوت میډیا

ج ــ سیاسي، ژبنې او د رسنیو خپلواکي

دعوت میدیا

بورا زماني خپل قلم تل په مسؤلانه ډول کارولی دی او د خپلو خلکو غوښتنې یې منعکسې کړې دي. بورا د مورنۍ ژبې په باب د یوې مقالې په ترڅ کې د دې مهمې موضوع په باب داسې لیکلي دي:

«تر اویا میلونه زیات پښتانه او زموږ مورنۍ ژبه پښتو

په لر او بر کې تر اویا میلونو زیات پښتانه ژوند کوي خود مرکزی اسیا د دې ستر ملت مورنۍ ژبه پښتو د پښتنو په خاوره حاکمه او د ضرورت ژبه نه ده . دا چې د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځوله همدې ورځې له تاریخ او اهمیت څخه یې پیل کوم، ورپسې د پښتنو واکدارنو مورنۍ ژبه پښتود لوی افغانستان د جوړښت د مخه او روسته او د پښتو ژبې د ودې ، پالنې او حاکمیت لارې چارې زما د لیکنې موضوع جوړوي.»

ــ بورا زماني د یو فرهنگي او ټولنیز فعال په توگه:

بورا زماني د گڼو نورو ټولنیزو او فرهنگي خدمتونو وړاندې کونکی هم دی چې ځینې بېلگې په لاندې ډول ښودل شوې دي:

«عمر بورا زماني په ډنمارک کې د افغان- ډنمارک کلتوري ټولنې جوړوونکی او لومړی مرستيال، په ډنمارک کـې د مـلي تحريک څانګې لومـړی مـرستيال او اوس د مـشرتابـه جرګې غړی، په ډنمارک کې د لوی افغانستان غورځنګ مسوول، په ډنمارک کې د کډوالۍ شورا د مشورتي بورډ غړی هم دی او د دغو بنسټونو له لارې يې هېوادوالو ته ګڼ شمېر کلتوري او ټولنيز خدمات وړاندې کړي دي.»

بورا زماني د شعر و شاعري په څنگ کې کله کله سیاسي او ټولنیزې لیکنې هم کړې دي چې په انلاین میډیا کې خپرې شوې دي.

بورا زماني د یو متعهد قلموال په توگه تل د افغانانو د تعلیم پلوی پاتې شوی دی او هرکله په دې هڅه کې و او دی چې افغان نوی نسل څنگه وروزل شي. تل یې په خپلو خبرو او اشعارو کې د پوهې او تعلیم د ترلاسه کولو له‌پاره کار کړی دی. دا لاندې شعر یې یوه ښه بېلگه کېدالای شي:

علم

 

راځئ په ژوند کې دغه هم راواخلو

چې د ټوپک پر ځای قلم راواخلو

غم د وطن د ابادۍ چې وکړو

نه چې وراني پسې یې بم راواخلو

کاروان د پوهې سره مخکې یوسو

بیا به جنډه موږ د عالم راواخلو

دا چې تدبیر او علم موږ سره وي

هم خلافت به د ادم راوخلو

راځئ وطن د احمد‌خان وگټو

چې اتفاق سره قدم راواخلو

موږ به ویاړ د ازادۍ وگټو

بورا که علم او قلم راواخلو

بورا زماني د خپلو فرهنگي فعالیتونه په پار په اروپا کې په څو ستاینلیکونو هم نازول شوی دی، څو بېلگې یې دا دي:

ــ د افغان ډنمارکي د دوستۍ ټولنه،

ــ په ډنمارک کې د کونړ کولتوري ټولنه،

ــ انجمن فرهنگي گل‌خوشه های هنر.

دغه راز د بورا زماني د فرهنگي خدمتونو په پار په کابل کې د ملي تحریک لخ خوا هم د ۲۰۲۲ ام کال په می میاشت کې یو شانداره محفل جوړ شوی و.

د دې شاندرې غونډې د جوړېدو په رپوټ کې داسې راغلي دي:

«د خپل وطن یو سندربول بورا

د ثور میاشتې پر (۲۹) مه نېټه د پنجشنبې پر ورځ له ژمنې سره سم د افغانستان ملي تحریک له خوا د ژوندون راډیو ټلوېزیون د غونډو په تالارکې د هېواد د تکړه شاعر ، لیکوال، ټولنیز او مدني فعال؛ ښاغلي عمر بورا زماني د فرهنګي خدمتونو او کارونو د نمنانځنې په پار یوه درنه علمي غونډه وشوه.

دا درنه غونډه د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې پوهاند دوکتور محمد اسمعیل یون ، ضیاالرحمن ضیا ، ارزو سادات ، ایوبي ، فرید لطیفي ، عبدالهادي بېلوال او نورو د ښاغلي بورا زماني د ژوند ، مبارزو ، اثارو ، افکارو ، سیاسي ، ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو په باب هر اړخیزې خبرې وکړې او هغه یې د هېواد یو نه ستړی کېدونکی خدمتکار وباله، په غونډه کې د محمد بن موسی ښوونځي د ترانې ټیم د غًړو له خوا د ښاغلي بورا زماني شعرونه هم زمزنه شول ، غونډه د هېواد د سوکالۍ او فرهنګي ښېرازۍ په هیله پایته ورسېده.»

د همدې پاسني پوست په کامنت کې آصف بهاند داسې ورته ولیکل:

«بورا صاحب پر وطن او خلکو یو مین فرهنگي شخصیت دی او دا کار یې عملاً د خپلو فرهنگي کارونو په ترسره کولو، ثابت کړی دی.

ستاسو دې کور ودان وي چې د داسې فعالو فرهنگي شخصیتونو لمانځنه کوئ.»

د دې کرښو په پای کې د بورا زماني د شعر څوبېلگې وړاندې کوم:

ځوان بوډا

هلته كړي ځواني ګډا

دلته دبوډا ژړا

هلته ټول خومار ،خومار

دلته ده ژړا دوا

هلته دا مستي د ژوند

دلته مايوسي سزا

هلته رنګينه ژوندون

دلته ده مستي فنا

ستا ځواني ګناه ، ګناه

ستا پيري دعا، دعا

هلته د شهوت لمبې

دلته ده سړه هوا

هلته ولولې دژوند

دلته ځنكدن دچا

اوس چې دا ځواني لرې

نه لري بقا بورا

دا شعر سندره شوی دی او حشمت سحر په نامه سندرغاړي زمزمه کړی دی، دا یې لینک دی:

 

غـــزل

يو ځل بيا مې د الهام څوکې تخنېږي

چې خيالو کې ښاپېرۍ راته خندېږي

بيا وختونه اورني د ځوانۍ راغلل

بيا ګلونه د سپرلي راته پسخېږي

د ښکلا صفت يې نه کېږي لفظو کې

چې سپوږمۍ پاس په اسمان کې ترې شرمېږي

چې د زړه په منارو کې دې انځور کړم

دغه زړه زما له زړه کله بېلېږي

چې د ساه په هر يو کش کې يې نوم اخلې

ستا په مينه دا بورا ځکه نازېږي.

*****

غـــزل

 

چې مې نظر په يو نظر كې بند شو

داسې مې زړه په يو بشر كې بند شو

اى د ازاد نظر ازاد پر وازه

څنګه وزر دې په سفر كې بندشو

اوس مې نظرپه نورو لارو نه ځي

چې مې نظر په يو ټكركې بند شو

چې مې نظر په هر لور ښكار كولو

څنګه دعشق په يو چكر كې بند شو

دا كوم نظر داسې اسير كړو بورا

د غاړې هار شو په هنر كې بند شو

*****

مریض

اوس مریض یم نا توان یم

په ژوندون تېر پښیمان یم

که کارونه د ثواب وای

ښه حاصل به یې جواب وای

روح او نفس به مطمعین وای

که په یو الله مین وای

ښه خوشحال به له دونیا تلې

په رضا که د الله تلې

په بستر به پروت خوشحال وای

مطمعین به په تېر حال وای

نه به وېره نه به ډار وای

مایوسۍ به نه ګوزار وای

نه له مرګه به نفرت وای

څومره پروت به په راحت وای

ارماني چې د تېر حال یم

پښیمانه په بد حال یم

تش لاسونه چې روان یم

ورخطا یم په سوران  یم

په ائینه کې څنګ ښکارېږم

له خپل ځانه اوس ډارېږم

یوه بلا توره ښکاره شي

په کتو کې په غصه شي

په لاسونو کې یې اور وي

مخ یې تور لکه د سکور وي

چې د تبر پرې ګوزار کړم

لکه سیند په لاس حصار کړم

که هر څو کړمه وارونه

اوس بې وخته دي زورونه

نه پرې خوږه دا بلا شي

زړه مایوسه په ژړا شي

راراوانه سا مې اخلي

وېره ډار  مې بدن واخلي

خپل الله ته په زارو شم

په دعا کې په سلګو شم

په ګنا خپل   پښیمان شم

د تېر ژوند بیا په ارمان شم

د خوندونو لوی دریاب کې

وخت ؤ  تیر لوهو لباب کې

کړی ظلم مې په ځان ؤ

چې ملګری مې شیطان ؤ

بلا وګوره قران ته

لوی د دغه کتاب شان ته

په کتو ترې جوړ انسان شي

ښکلی یو دم دا زمان شي

بیا زما لورې ته راشي

ښه په مینه په مسکا شي

پوی که چا ځان په قران کړو

که عمل پرې کوم انسان کړو

هر مشکل به یې اسان شي

دقران په لار روان شي

ثواب پاتې که وخت تېر شي

ګنا پاتې خوند هېر شي

دا دونیا د امتحان ده

چې بدې کړی په تاوان ده

هر سا کښ لره مرګی دی

پس له مرګه بیا  ژوندی دی

په مرګي به مرګی راشي

زندګي به په خندا شي

نه به جنګ نه به جدل وي

نه به مړینه نه اجل وي

ټول به مینه محبت وي

نه به زړونو کې نفرت وي

نه به  ولږه وي نه تنده

نه روزي پسې به منډه

نه ارمان به دې تېر حال  وي

هر سړي به ښه خوشحال وي

څوک چې هره تمنا کړي

ور پوره به یې الله کړي

تل تر تله به ځواني وي

نه مرض نه به سستي وي

نه به غم نه به ژړا وي

ښه د ښکلو به خندا وي

په هر لور به وی ګلونه

په هوا کې سرودونه

د مرغو خواږه غږونه

د مستي ډک شمالونه

ښه کارونه په دنیا کړه

د جنت دغه سودا کړه

که د  الله کړی بندګي

بورا کامیاب ده زندګي

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب