Homeخبرونهد کندهار ۵ تاریخي ابدې رغول کیږي

د کندهار ۵ تاریخي ابدې رغول کیږي

تاند (چهار شنبه، د سرطان ۱۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه پلاوي کندهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ۵ تاریخي آبدو سروې ترسره کړې ده.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او کلتور آمر ویلي چې د اطلاعات او کلتور وزارت پلاوي د دغه ولایت د فرقې شهيدانو مقبرې، سليمان آخند مار، چهل زينو، حضرت جي بابا او سرپوښه بازار تاریخي سیمو لومړۍ سروې ترسره او راتلوونکي کې به یې چارې پیل شي.

 د طالبانو له بیا واکمنېدو سره کندهار کې د ميرويس نيکه، زرغونې انا او د احمد شاه بابا مقبرې او احمدشاهي حوض بيارغول شوي او همداراز د احمدشاه بابا د کور د بيا رغونې چارې روانې دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...