جمعه, جولای 5, 2024
Home+تازه څېړنه: مولټي ویټامینونه عمر نه اوږدوي بلکې کموي یې

تازه څېړنه: مولټي ویټامینونه عمر نه اوږدوي بلکې کموي یې

تاند- د امریکایي څیړونکو له خوا یوه پراخه څیړنه ښیي چې د مولټي ویټامینونو ورځنی مصرف نه یوازې دا چې د عمر له اوږدولو مرسته نه کوي، بلکې د ژر مړینې خطر هم زیاتوي.

په دې څیړنه کې چې په متحدو ایالتونو کې د سرطان په ملي انسټیټیوټ کې شوې، د نژدې 400,000 داسي لویانو، چې جدي اوږدمهاله ناروغي یې نه لرله، روغتیا څارل شوې څو په راتلونکو دوو لسیزو کې د دوی په مړینې باندې د مولټي ویټامین اغیزې معلومي شي.

د تمې خلاف، هغو کسانو، چې په منظمه توګه یې مولټي ویټامینونه استعمالول، د مطالعې په دوره کې د هغو کسانو پرتله چې دا ضمیمه یې نه کاروله یو څه ډیر مړه شوي وو.

څیړونکي دې پایلې ته رسیدلي چې “د مولټي ویټامین کارول د عمر د اوږدېدو نه سبب کیږي.”

ډاکټر ایریکا لوففیلډ او همکارانو یې د مریلینډ د ملي سرطان په انسټیټیوټ کې د متحده ایالاتو د دریو لویو روغتیایی مطالعاتو ډاټا تحلیل کړې. دا مطالعات، چې په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې پیل شوې، د ګډونوالو له خوا یې د مولټي ویټامینونو ورځني کارونې څارله.

د ډاکټر لوففیلډ په وینا، «موږ داسي هیڅ سند نه لرو چې وښيي چې که هره ورځ مولټي ویټامینونه وخورو نو د مړینې خطر به مو کم شي خو د دې خلاف هغو کسانو چې هره ورځ مولټي ویټامینونه خوړل، نسبت هغو ته چې نه یې خوړل د مړینو اندازه ۴ سلنه ډېره وه.»

د واشنګټن د جورج واشنګټن پوهنتون د طب استاد ډاکتر نیل برنارډ سپارښتنه کوي چې د ویټامینونو په ځای ښه دا ده چې ښه خواړه، په تېره بیا فایبرلرونکي خوراکونه وکړو او ورسره په یو وخت له اشباع شويو غوړو او د لوړ کلسترول له خوړو ډډه وکړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب