جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهایران کې د دوو نورو افغان بندیانو اعدام

ایران کې د دوو نورو افغان بندیانو اعدام

تاند (چهار شنبه، د سرطان ۱۳ مه) د ایران د بشري حقونو یوې بهر مېشتې ډلې د دغه هېواد د شېراز په زندان کې د دوو افغان بندیانو د اعدام خبر ورکړی.

د «هه‌نگاو» په نوم دغه بنسټ ویلي، چې اعدام شوي کسان علي الله بخش او افضل الله بخش نومیدل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اعدام شوي کسان د نشه یي توکیو په قاچاق تورن وو.

د ایران حکومت او نورو سرچینو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

له وروستیو میاشتو راهیسې په ایران کې د اعدام پېښو د زیاتوالي خبرونه ورکړل شوي.

په اعدام شویو کسانو کې د افغان تورنو شمېر هم زیات شوی، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم یې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې مخکې د ایران له یو شمېر زندانونو د لسګونو بندیانو د خوشې کېدو او افغانستان ته د لېږد خبر ورکړی و.

له ایران څخه د افغان کډوالو د په زوره ویستو خبرونه هم دوام لري، چې طالب چارواکي یې هره ورځ تاییدوي، خو پر وړاندې یې د خپلو هڅو او غبرګون په تړاو څه نه وایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب