جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهازبکستان ته د افغانستان د یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي سفر

ازبکستان ته د افغانستان د یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي سفر

تاند (چهار شنبه، د سرطان ۱۳ مه) د افغانستان یوه لوړپوړي سوداګریز پلاوي پرون سې شنبه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر وکړ.

عزیزي، په کابل کې رسنیو ته وویل چې په دغه سفر کې د نندارتون د پرانیستلو ترڅنګ، دوی غواړي خپلې نورې سوداګریزې برنامې د ازبیکستان جمهوریت له چارواکو سره شریکې کړي.

د طالب وزیر په وینا، په یاد پلاوي کې ورسره د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي او د اړوندو ادارو او خصوصي سکټور استازي حضور لري او ټاکل شوې ده چې ياد پلاوی د دغه سفر په بهیر کې، تاشکند ښار کې د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون پرانیسته او د «تجارتي تواصل» په کنفرانس کې ګډون وکړي.

ويل کېږي چې په ياد نندارتون کې د افغانستان ۲۵۰ سوداګر او صنعت‌کاران خپل محصولات او توليدات لکه غالۍ، لاسي صنايع، وچې ميوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او غیرالکولي نوشابې نندارې ته وړاندې کوي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا هڅو دوام کړی چې شنونکي یې افغانستان ته غوره سوداګریز فرصتونه ګڼي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب