جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهاسترالبا د افغانستان لپاره نوې استازې وټاکله

استرالبا د افغانستان لپاره نوې استازې وټاکله

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۳ مه) د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ نن (چهارشنبې) وویل آمندا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د استرالیا راتلونکې ځانګړې استازې وي.

وانګ په یوه بیان کې وویل: «په قطر کې میشته، اغلې مک ګریګور به د ورته فکر لرونکو هیوادونو سره کار وکړي چې د بشري حقونو خلاف د طالبانو د اقداماتو په وړاندې غږ پورته کړي او د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي.»

دې همداراز ویلي:«زموږ ډیپلوماتان له نړۍ سره د اسټرالیا د تعامل پرمخ وړونکي دي. دوی اغېز ته لار پرانیزي او په بهر کې د استرالیا ملي ګټو ته وده ورکوي.»

مک ګریګور مخکې له دې چې د استرالیا په بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت کې کار پیل کړي، د کاناډا په سفارت او د صدراعظم او کابینې په برخو کې د جګپوړې سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې. هغې پنځه کاله په دفاع په وزارت کې هم تېر کړي او په دې وروستیو کې په لبنان کې د استرالیا په سفارت کې د ماموریت مرستیاله وه.

وانګ زیاته کړه: «زه د استرالیا د ګټو د ودې په برخه کې د افغانستان لپاره د استرالیا د اوسني ځانګړي استازي د ونډې له امله مننه کوم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب