شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهامریکا: د افغان بانکي فعالیتونو خنډ زموږ بندیزونه نه، د طالبانو کړنې...

امریکا: د افغان بانکي فعالیتونو خنډ زموږ بندیزونه نه، د طالبانو کړنې دي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۳ مه) د امریکا بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د رژیم هغو ادعاوو ته غبرګون ښودلی، چې د دوی پر رژیم د امریکا مالي بندیزونه یې د افغان بانکونو د فعالیتونو خنډ ګڼلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل ویلي، چې د دوی بندیزونه نه؛ بلکې د طالبانو هغه کړنې چې له بشري حقونو د سرغړونې سبب دي، د افغان بانکي فعالیتونو خنډ ګرځیدلي.

د نوموړي په وینا، خصوصي بانکونه د طالب رژیم د بشري سرغړونو له امله افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه دوه زړي دي.

طالبانو د دوحې په درېیمه ناسته کې یوه مهمه غوښتنه همدا لرله، چې امریکا او نور هېوادونه دې د دوی پر رژیم بانکي او نور مالي بندیزونه بیرته واخلي.

امریکا او نورو هېوادونو بیا ویلي، چې د طالبانو رژیم نه مشروعیت او ورڅخه د نړیوالو اندېښنې سبب شوي، چې پر دوی مالي بندیزونه ولګول شي.

عام افغانان بیا باور لري، چې دغو بندیزونو تر هر چا زیات دوی ته تاوان رسولی.

دوی هغو ادعاوو ته په کتو سره، چې له طالب رژیم څخه د امریکا د ښکاره او پټ مالي ملاتړ په اړه کیږي، وایي چې امریکا او نور هېوادونه باید طالبانو سره خپل حساب دوی ته له زیان رسونکو اقداماتو جلا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب