شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهعدلیې وزارت: کابل کې مو د داودخان ښارګوټی دولتي تثبیت کړ

عدلیې وزارت: کابل کې مو د داودخان ښارګوټی دولتي تثبیت کړ

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۳ مه) د طالبانو عدلیې وزارت د دوی د ځانګړې محکمې له لوري د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند د شهید سردار محمد داود خان ښارګوټي د دولتي تثبیت کېدو خبر ورکړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د پغمان ولسوالۍ په قرابل کلي کې چې د سردار محمد داوودخان په نوم یادېږي، پر ۵۵۶ جریبه ځمکه باندې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره یاده شوې ټوله ځمکه دولتي تثبیت کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته یې سپارلې ده.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ساحې په بررسۍ سره، موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې لپاره اختصاصي محکمې ته استولې وه چې یادې محکمې د موجودو سندونو، دلایلو او شواهدو په دقیق او هر اړخیزې بررسۍ سره، یاد شوی ټول ښارګوټی دولتي تثبیت کړ.

د سرچینې د مالوماتو له مخې یاده شوې ځمکه بلند آبه او تپه‌ زاره ده او د دغې قضیې مدعي علیه د محکمې په لړ کې داسې سندونه او مدارک وړاندې نه‌ شول کړای چې ثابته کړي دا ځمکه د افرادو شخصي ملکیت ده ځکه چې په وړاندې شویو ځینو سندونو کې جعل او تزویر ترسره شوی و.

د عدليې وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دې پر وړاندې سندونه، املاکي دفترونه او د ځمکې د تصفیې سندونه د یادې ځمکې دولتي توب په ډاګه کوي چې په همدې دلیل یاده ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون ته وسپارل شوه.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د هېواد په څلورو زونونو کې څلور ځانګړې محکمې لري او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي.

3 COMMENTS

  1. ډير ښه کار شوی، دا ښارګوټی به د مشهور قاتل داړه مار د عربو پخواني دلال دشمال ټلوالې چوکړه فراری رسول سیاپ مربوط وي.
    ددي ټولو پاتې او فراري غلو رزيلانو حرام ملکيتونه بايد مصادره شي او په عام المنفعه پروژو کې دې مصرف شي.
    چې دوی همالته خارج کې پسې زره چاودي شي 🤭

  2. هغوئ چې د زور او تذویر له لارې دولتي ځمکې غصب کړې باید ترې نه را وګرځولي شي. دا که جهادي رهبر وي که فسادي رهبر وي باید محکمې ته وسپارل شي.

  3. دا خو ښه خبره ده چي حق ، حقدار ته ورسیږی او د ظلم ټغر ټول شی او الله متعال راضی شی خو دی معاملو کی میلیونی رشوتونه او دوبی کی فحاشۍ هم ورګډی او تعفن یی جهانی شوی دی او باید ملایی متل وکاروم چي شیوخ ورباندی پوه شی او فقهی اړخ هم لری او هغه دا چي لرې د مخې: غول په متیازو نه مینځل کیږی.
    نو تر دی ږیری او پټکی لاندی د پلیدیو جوال پټ دی دشوکو لپاره. یا اولی الابصار!
    زه په پوره دقت سره ویلی شم چي زموږ مومن او غیرتی ملت کم از کم ۹۰ په سلو کی کامل اسلام غواړی خو اوسنی بیګانه انحصارګر +مفسدین جمهوریت ورسره مشکل لری چي دا ټول ۵٪ نه جوړوی او بهانی د اسلام تر نامه لاندی بل رذالت دی چي ککړ نقابداران یی منحیث حربه کاروی هغه هم د ناولې او بی هویته موضع نه کارول کیږی. نو: ولا تکن للخاینین خصیما.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب