شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهد امریکا او پاکستان پوځونو په خیبرپښتونخوا کې ګډ تمرینونه وکړل

د امریکا او پاکستان پوځونو په خیبرپښتونخوا کې ګډ تمرینونه وکړل

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۳ مه) د پاکستان او امريکا پوځونو نن (چهارشنبې) د د خيبر پښتونخوا ايالت په پبو ښار کې د ترهګرۍ ضد مرکز کې دوه اوونیز ګډ تمرينونه وکړل.

په دې تمریناتو کې د دواړو هېوادونو ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو په روزنیزو عملیاتو کې برخه اخلي.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو ویاند احمد شریف چودري په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې دغه پوځي ټیمونه به د ترهګرۍ ضد تاکتیکونو، تخنیکونو او طرزالعملونو په برخه کې خپلې تجربې هم شریکې کړي.

د چودري په وینا، د دې تمرین هدف د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان او امریکا د پوځي ځواکونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د کچې لوړول دي.

خیبرپښتونخوا د پاکستان یو له ناامنو ایالتونو څخه دی. دا ایالت د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مرکز ګڼل کېږي. ټي ټي پي په دې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد خونړي عملیات کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د ټي ټي پي مشران او جنګیالي د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پناه اخیستې او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.

افغان طالبانو بیا د پاکستان دا ادعا تل رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې خپلې ستونزه په خپله حل کړي.

دوئ اوونۍ وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ټول هیواد کې د ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې لپاره د “عزن استحکام” په نوم د عملیاتو منظوري ورکړه. امریکا د دې عملیاتو ملاتړ اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، واشنګټن او اسلام اباد ګډې ګټې لري چې له هغو ګواښونو سره مبارزه وکړي چې د سیمې امنیت ته خطر پېښوي.

5 COMMENTS

  1. اوس د غلیسی امریکا خائینه څیره د پنجابی پاکستان سره د ګډ نظامی تمرینو په واسطه علنی شوه او دا ګډ خائین حرکت ثابتوی چی دا راوستل شوی تربیه شوی جاهل وحشی چړیان د غلیسو خائینو پلانو لپاره نوره هم محکموی !!!!

  2. دا لوبه د لوې لالا دئ. په دغه لوبه کې تور پنجابي بې ادبي ډیره معاف ، د رنډۍ رول په پوره هوښیاري او ذکاوت سره ترسره کوئ.
    د امریکا یو سناتور د رمزي یوسف د نیولو په لوړو مراسمو نیوکه وکړه او په ترڅ کې یې وویل چې، پاکستانیان په ډیر ټیټ قیمت خپلې مور په سر معامله ته حاضر دئ. اوس مونږ له داسې خلکو سره مخامخ یوو.

  3. پاکستان به د الله رضا وه اوس نو د ګړنګ ژورو ته لویږي. دا جګړه به که څه هم د پښتنو په سیمو کې دوام وکړې پښتانه به وځپل شي، وبه وژل شي خو اخیر به د پاکستان په تجزیه خبره پای ته ورسیږي. امریکا تل پاتي انډیوالې نه کوي.

  4. سلامونه،
    ډیري پښتانه لا تر اوسه هم په “شین اسمان ذرې ذرې او د سرو زرو تنابونه” کې بند دي ؛ او یا دکرکټ په اتڼونو او ژړاوو(د ګټلو یا بایللو ) او همدارنګه د ۵ دړۍ اوړه په څو کلدارو مردارو کاږي؟؟ سوچونو کې دي
    ملا فضلو ې د خیټې فتواوې راباسي
    هیچا د کشمیري شریفانو او یا سندهی بهوټو ګانو پر کورپشنونو او شر او فساد او د اسلام دشمنو انګلو-ساکسون سره د دوی د هڼدیوالیو او پر پښتنه/افغانه خاوره بر آلا تیریو او نسلکشیو نیوکه ونکړله صرف:
    منظور احمد پشتین د پي ټي ایم له دریځه د حقوقو اخیستلو غږ له ۱۴ کالونو راهیسې پورته کړی ،که څه هم لکونه ولس ورسره نارې وهي پرلټونه جوړوي لاکن، متکبر او ظالم پنجابي ریاست کرنیل جرنیل او ملیشنیل !!! او ګوډاګیان ې چې کله بلینونو ډالرو ته وژي شي بیا بیا پر پښتونخوا+بلچخوا اوګلګت بلتستا داړې سپینې کړي وینې طویی او کورونه وران او ولسونه درپه در کړي کټ مټ د فلسطین آواره ګان او شهدآء
    د الله .ج ، د شهداوو ارواحو؛ ملایکو او خیر پسنده مومینینو او صالحینو لعنتونه دې اجمعین وي پر ظالمین او ظالماتو؛ مشرکینو او مشرکاتو؛ کافرینو او کافراتو؛ منافکینو او منافقاتو قاتلینو او قاتلاتو ؛ غاصبینو او غاصباتو …احیاء منهم او اموات…ابداََ ابدا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب