شنبه, جولای 6, 2024
Homeخبرونهیونسیف په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیارغوي

یونسیف په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیارغوي

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۱۳ مه) د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي چې دا اداره به سږ کال په افغانستان کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي بیا ورغوي.

یونیسف ویلي چې د دغو ښوونځیو بیارغونه به ۲۰۰ زره ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې دې موسسې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، راغلي چې یونیسف د ماشومانو لپاره نوې ټولګي، روغتیايي اسانتیاوې او د زده کړې چاپیریال برابروي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ دې ادارې لیکلي چې د اروپايي ټولنې په مرسته ټولګي به په راتلونکو شپږو میاشتو کې بیا ورغول شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې رفیلا ایودیس د افغان ماشومانو پر پانګونې د ټینګار ترڅنګ وویل چې په رغول شویو ټولګیو کې به زده کوونکي برېښنا او اوبو ته هم لاسرسی ولري.

د طالبانو په وینا دا مهال په افغانستان کې ۳۰ زره دولتي او خصوصي تعلیمي مرکزونه شته چې ډیری یې ترمیم ته اړتیا لري.

یونسیف له دې سره سره په افغانستان کې د ماشومانو د زده کړې ملاتړ ته دوام ورکوي چې د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو پر لګوي شوي بندیز سخت اعتراض لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب