جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد خواجه اصف د خبرداریو ترڅنګ په دوحه کې طالب پلاوي ته...

د خواجه اصف د خبرداریو ترڅنګ په دوحه کې طالب پلاوي ته د پاکستاني دیپلوماتانو مېلمستیا

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د طالبانو د حکومت پلاوي د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې له پاکستاني دیپلوماتانو سره وکتل.

دا کتنه وروسته له دې کېږي چې پاکستان د عزم استحکام په نوم عملیات اعلان کړل او دفاع وزیر یې وویل چې ممکن دا عملیات د افغانستان خاورې ته وغځوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په قطر کې د پاکستان سفیر محمد اعجاز په دوحه کې په خپل استوګنځي کې د افغان طالبانو پلاوي ته ماښامنۍ مېلمستیا وکړه چې د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني او په کابل کې د دغه هېواد د سفارت مرستیال عبیدالرحمن نظاماني په شمول جګپوړو دیپلوماتانو پکې ګډون کړی وو.

دراني د دې مېلمستیا عکسونه په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې خپاره کړي دي.

په قطر کې د پاکستان سفیر هم پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: «ډېر خوښ یم چې نن شپه د AIG [د افغانستان موقت حکومت] او د دوحې په دریم [کنفرانس] کې د پاکستان د ګډون کوونکي پلاوي کوربه توب کوم.»

اعجاز زیاته کړه، «دواړه ګاونډیان او وروڼه دي او د سیمه ییزې سولې او امنیت لپاره د قوي ارادې او لېوالتیا په ګډون ډیر څه سره شریک لري.»

ډیپلوماتیکو سرچینو جیو نیوز ته وویل، دا د دواړو خواوو تر منځ یوه “غیر معمولي ناسته” وه، او زیاته یې کړه چې د طالبانو استازو په دوحه کې له یوه هندي پلاوي هم سره وکتل.

سرچينې زياته کړې چې وروستۍ کتنه په “مثبت چاپېريال” کې ترسره شوه، چې په کې د افغانستان د موقت حکومت استازو د دوحې په کنفرانس کې د کابل د دريځ او همدارنګه په ملي کچه د وروستي ملاتړ له امله د اسلام اباد مننه وکړه.

مجاهد په مایکروبلاګنګ وېبپاڼه کې د دې ناستې په اړه لیکلي، «د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني، په دوحه کې د دغه هیواد له سفیر او کونسلرانو سره مو ماښامنۍ او ډېره ښه ناسته درلوده.»

هغه زیاته کړه: «موږ د دوی د میلمه پالنې مننه کوو او د دواړو هیوادونو لپاره د ښو او رغنده اړیکو هیله لرو.»

سره له دې چې دا کتنه دواړو خواوو مثبته بللې او دیپلوماتانو ته هم د دووهیوادونو په اړیکو کې یوه مثبته نښه ښکاره شوې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ویلي جې د افغانستان په خاوره کې به «ترهګر» په نښه کړي.

وزیر خواجه اصف څو ورځې مخکې د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې د طالبانو حکومت په دې غندلی و چې د ده په وینا د پاکستان د حکومت له پرله پسې غوښتنو سره سره د ټي ټي پي مخه نه نیسي او له پاکستان سره د دې ډلې په ځپلو کې پوره همکاری نه کوي.

ده له بي بي سي سره په یوه بله تازه مرکه کې ویلي، چې د “عزم استحکام” په نوم عملیاتو کې به پاکستان د پولې هاخوا په افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د طالبانو دفاع وزارت د خواجه اصف له څرګندونو وروسته پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که پاکستان د  ډیورند کرښې له هغې غاړې هر ډول یرغل وکړ له جدي پایلو سره به یې مخامخ شي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزارت د خواجه اصف دا څرګندونې غیر مسوولانه او د اوبو د خړولو هڅه بللې ده.

د دفاع وزارت ویندوی خوارزمي د خواجه اصف د څرګندونو په غبرګون کې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي: “د پاکستان مشرتابه ته پکار ده چې هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په حساسو مسلو کې دا ډول حساسې څرګندونې وکړي.”

هغه زیاته کړه چې دا ډول څرګندونې به د هیچا په ګټه نه وي.

خوارزمي خبرداری ورکړ: “هر هغه څوک چې په هره پلمه زموږ د پولې سرغړونه کوي، د پایلو مسوولیت به یې په غاړه وي.”

1 COMMENT

  1. دا غونډ د پاکستان په خوښه او د امریکا په امر جوړه شوې. پاکستان د نویو عملیاتو تیاری، افغانستان کې اهداف په نښه کولو دړکې، د ټی ټی پي سرونه پورته کیدل دا ټول سره تړاو لري. پاکستان د خپلو ګټو لپاره بیا امریکا تیر ایستې او امریکا خپلو کرایه شویو طالبانو ته ددې پلان په عملي کولو کې د شراکت او برخه جوړیدو امر کړی. ملت د یو څو کوڅو پاکولو او په سرکونو د کرښو ایستلو په خوشحالۍ کې چکچکې وهي او د امارت صفتونه شروع دي. زنده باد افغان تش په نوم قهرمان ملته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب