جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد اروپايي اتحادیې استازی وايي د دوحې غونډه طالبانو ته په امتیاز...

د اروپايي اتحادیې استازی وايي د دوحې غونډه طالبانو ته په امتیاز ورکولو ارزېده

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د سې شنبې په ورځ وویل، د ملګروملتونو په کوربه توب له خبرواترو څخه د مدني ټولنې د ډلو په ایستلو طالبانو ته د امتیاز ورکړه له طالبانو سره د لا زیات تعامل یوه بیه وه.

د بشري حقونو ډلو د ملګروملتونو پر هغه اقدام سختې نیوکې کړې دي چې د طالبانو په غوښتنه یې د دوحې له غونډې څخه د ښځو او بشري حقونو فعالان وایستل.

د مدني ټولنې غړیو او د ښځو فعالانو ته د سې شنبې په ورځ له رسمي اجنډا څخه بهر له چارواکو او نړیوالو سفیرانو سره د لیدو فرصت ورکړل شو خو ځینو بلل شویو فعالانو د درېیمې ورځې غونډه بایکاټ کړه.

توماس نیکلسن فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، «د دې لپاره چې له طالبانو سره د خبرو فرصت ترلاسه شي، دوی راغلل، او له دغو اشخاصو، مدني ټولنې او خصوصي سکتور سره یې خبرې وکړې، او دوی راغلل… زما په اند دا د ارزښت وړ و.»

ده د سې شنبې په ورځ د خبرو په پای کې زیاته کړه: «زما په اند دا یو ښه بحث و. موږ په دې جنجال پوهیږو. د مدني ټولنې ځینو غړو د بیلابیلو دلایلو له امله بایکاټ کړی او زه یې په دلایلو پوهیږم.»

دا خبرې د ملګروملتونو په کوربه توب د یکشنبې په ورځ پیل شوې او په څه کم یوه کال کې په قطر کې دا ډول درېیمه غونډه ده، خو په لومړي ځل د طالبانو هغه چارواکي پکې شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې یې په افغانستان کې واک ترلاسه کړ.

سره له دې چې طالبانو په۲۰۲۱ کال کې واک ترلاسه کړی، خو لا هیڅ هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او تر څو چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار ستونزې یې حل کړي نه وي، باور نه کېږي چې له دې ایسته هم کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د طالبانو چارواکو په وار وار ویلي چې د ټولو اتباعو حقوق د اسلامي شریعت له مخې تضمین شوي دي.

نیکلسن وویل چې له افغانستان سره د تعامل د زیاتولو او د اقتصادي مسلو او د مخدره موادو پر ضد د هڅو په ګډون په بیلابیلو موضوعاتو د طالبانو د حکومت له پلاوي سره خبرې یوه ښه پیلامه وه.»

د اروپايي اتحادیې استازي وویل، «که څه هم د دوی له خوا د کوم بدلون ژمنه ونه شوه او نه زموږ له لوري په دې پړاو کې کومه ژمنه ورکړل شوه، خو د طالبانو له چارواکو سره خبرې تر هغه څه ښې وې چې ما ورڅخه بېره لرله.»

نیکلسن وویل، د خصوصي سکتور او بازارونو ته د لاسرسي په اړه خبرې اترې مثبتې وې او داسې یوه ساحه وه چې «موږ پکې ډیرې ګډې زمینې لرو.»

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي نیکلسن په عین حال کې وویل: «آیا دا ځواب به هغه نجلۍ راضي کړي چې له 1,000 ورځو راهیسي په کور کې دي او ښوونځي ته نه شي تللی؟ شاید نه. مګر زه فکر کوم چې له دې غونډې څخه زما ریښتینې تمه هم دا نه وه چې موږ به وکولی شو دا په دریو ورځو کې حل کړو.»

– ‘دوام ته لیوالتیا’ –

د طالبانو له حکومت سره د ملګرو ملتونو د نورو خبرو پلان نه دی تایید شوی، خو نیکلسن وویل چې چارواکو «په ښکاره توګه د دوام لپاره لېوالتیا ښودلې.»

د طالبانو پلاوي له شلو څخه د زیاتو راغونډو شویو خاصو استازو او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د خپلو ناستو په پیل کې وویل، دیپلوماتان باید په پالیسۍ کې له «طبیعي” توپیرونو سره سره “د جنجال پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې ومومي.»

1 COMMENT

  1. .د مځکی د کُری د طبیعی منظرو ننداره خوندوره وی خو د سیاسی – اجتماعی واقعیتونو د منظرو ننداره ډیره حیرانوونکی او بعضاً ګنسوونکی وی.
    مثال:
    په اینستاګرام کی یو چا د بی بی سی د نړیوال تلویزیون د سیاسی چارو د څانګی لخوا خپور سوی کاریکاتور عمومی ننداری ته ایښی ؤ.
    د کاریکاتور مضمون او محتوا دا وه:
    ” د ایران د هیواد د وروستیو ټاکنو یو کاندید او دوو درو انډیوالانو ته ئی ( چی غربیان ئی افراطی او انقلابی ګڼی ) د فِلمی تخنیک پواسطه د طالبانو په لباس مجهز کړی دی ( اوږده ږیره، سپینی جامی او سپینی لنګوټی او توری سدریانی ) او ورته لیکل سوی دی چی ګوری ایرانیانو دا سړی ته رأیه مه ورکوی چی حالت به نور هم در خراب او تور کړی “.
    نور تفسیر ته به اړتیا نه وی ( فقط دومره ویل غواړم چی وګوری غربی استعمارګران خصوصاً انګریزان څومره د شیطان بچان دی ) .
    عُرفاء پدی عقیده دی چی جنت د بی عقلانو ځای نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب