جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ د ۹ مخالفانو او مخالفان یې په یوه...

د پاکستان پوځ د ۹ مخالفانو او مخالفان یې په یوه میاشت کې د ۱۱۶ پوځیانو د وژلو ادعا کوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) د پاکستان پوځ پرون (دوشنبې) په داسي حال کې د خپلو ۹ وسله والو مخالفانو د وژلو خبر ورکړ چې ټي ټي پي وویل، په یوه میاشت کې یې ۸۱ پاکستاني پوځیان وژلي او ۱۱۶ نور ژوبل کړي دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ۹ وسله وال مخالفان یې د خیبرپښتونخوا په تیرا او لکي مروت سیمو کې د عملیات په ترڅ کې وژلي دي.

د پوځ پر اساس، دا عملیات د استخباراتي معلوماتو له مخې وشول او په ترڅ کې یې له وسله والو څخه چاودېدونکي مواد هم لاس ته راغلل.

د پاکستان پوځ د وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت د تیرې جون میاشتې په ۲۳ مه د عزم استحکام په نوم د پوځي عملیاتو پیلولو پریکړه کړې وه چې د ګڼو پښتنو ملتپالو ګوندونو له مخالفت سره مخامخ شوه.

له بلې خوا ټي ټي پي نن (سې شنبې) چې په جون میاشت کې یې ۱۱۷ پاکستاني پوځیان، ۲۹ پولیس، ۴۱ سیمه ییز پولیس او ۱۰ استخباراتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ټي ټي پي پر اساس په ډېره اسماعیل خان کې ۳۶، کواټ کې ۱۰، په ملاکنډ کې ۱۲، په مردان کې ۱، په پيښور کې ۹، په بنو کې ۲۵، په کراچي کې یو، اوپه  کوټه کې ۲ بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ او نورو امنیتي ادارو د ټي ټي پي د ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. خو ځايي اوسیدونکي په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې له ناامنۍ شکایت کوي.

په وروستیو کې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په پارلمان کې په وینا کې وویل چې ممکن ټي ټي پي په راتلونکو درو میاشتو کې د خیبرپښتونخوا اکثره سیمې ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب