Homeخبرونهروسیه وايي، پر طالبانو بندیزونه پای ته رسوي

روسیه وايي، پر طالبانو بندیزونه پای ته رسوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۲ مه) په ملګروملتو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې مسکو پر طالبانو د خپلو بندیزونو په لیرې کولو غور کوي.

ده زیاته کړه: «په دې اړه چې موږ د روسیې د بندیزونو له لیسته د دوی [طالبانو] د ایستلو په اړه دقیق څه نه شم ویلی.»

دغه جګپوړي روسي ديپلومات په دې خبرې ټينګار وکړ چې طالبان د افغانستان اوسني واکمنان دي او زياته يې کړه: «موږ له ډيرې مودې راهيسې ويل چې دا حقيقت بايد درک کړو. که مو خوښه وي او که نه، دا غورځنګ [طالبان] نن ورځ هیواد چلوي. تاسو یې له پامه نشي غورځولی.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي چې د مسکو له لوري د “ممنوعه ډلو” له لیست څخه د طالبانو د ایستلو وړاندیز د دغه هېواد ولسمشر ته وړاندې شوی دی.

په دوحه کې د درېیمې ناستې لپاره د طالبانو پلاوي تر دې مخکې ټینګار کړی و چې په دې ناسته کې به له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان پر وړاندې د هېوادونو له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...