دوشنبه, جولای 8, 2024
Home+غروب؛ د ښاغلي جهاني دوولسمه شعري ټولګه چاپ سوه 

غروب؛ د ښاغلي جهاني دوولسمه شعري ټولګه چاپ سوه 

هارون حکیمي
د غروب په نامه د پښتو د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني په دغه اثر کي څه باندي سل غزلونه، تر سلو زیات کیسه ییز او آزاد نظمونه او په لسګونو څلوریزي په ۳۸۶ پاڼو کي چاپ سوی دي.
د زرو ټوکو په شمېر دا اثر په سویلي پښتونخوا (کوټه) کي ځلاند صحاف خپرندويي ټولني چاپ کړی چي په وینا یې تر لوستونکو پوري به یې د نړۍ هر ګوټ ته د رسولو هڅه کوي.
د کتاب پیل پر خپله شاعري د ښاغلي جهاني د تبصري څخه کېږي چي د څه باندي نیمي پېړۍ شاعرۍ اړوند یې یو شمېر ناویلي خبري مطرح کړیدي او ورپسې ۱۵۲ سرلیکه پنځوني راغلي دي. د غروب پنځوني د ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال تر لومړیو میاشتو پوري د څه باندي درو کلونو شعرونه دي.
ښاغلي جهاني دا اثر خپلي مېرمني او زامنو ته ډالۍ کړی دی. د کتاب د چاپ مالي لګښت حاجي غلام نبي دوست پر غاړه اخیستی دی.
په پام کي ده چي د آګسټ په میاشت کي د امریکا په ویرجینیا ایالت کي ددغه اثر د مخکتني غونډه هم وسي. د یادوني وړ ده چي د غروب په چاپېدو د ښاغلي جهاني د چاپ اثارو شمېر ۳۳ ته ورسېد. څلور نور څېړنیز آثار یې د چاپ انتظار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب