شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهتورخم کې یوه ځوان د امان الله خان او باچاخان له...

تورخم کې یوه ځوان د امان الله خان او باچاخان له عکسونو تور رنګ پاک کړ

تاند (جمعه، د سرطان ۱۵ مه) تورخم کې یوه ځوان، چې هویت یې تر اوسه نه دی مشخص شوی، په ټولنیزو رسنیو کې د یوې ویډیو له خپرولو سره ښودلې چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امان الله خان او د پښتنو د ملتپال رهبر باچا خان له عکسونو یې شیندل شوی تور رنګ بیرته پاک کړی.

له تورخم څخه ځایي سرچینو ویلي، چې پر یوه څلي ځړول شوي دغه نقاشي شوي عکسونه تېره اوونۍ په تور رنګ لړل شوي وو.

معلومه نه ده چې دا کار په واضح ډول چا یا کومو کسانو کړی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو په دې برخه کې د ملامتۍ ګوته واکمنو طالبانو ته نیولې او دلیل یې دا ښودلی چې طالبان هم د تصویرونو او هم یادو شخصیتونو سره ستونزه لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه بیا په خپله ایکس یا ټویټر پاڼه کې په ضمني ډول تایید کړې، چې د یادو عکسونو سپکاوی د دوی کسانو کړی.

هغه د توجیې په ډول ویلي، چې د مجسمو اهانت کې ستونزه نشته او شرعي اساس لري.

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي بیا د لطف الله خیرخواه ادعا رد کړې او ویلي، چې نه خو تورخم کې مجسمې وې او نه د واقعي مجسمو اهانت سم کار دی.

هغه ځوان، چې د امان الله خان او باچا خان له عکسونو یې تور رنګ پاک کړی، په خپله لنډه ویډیو کې ویلي: د عکسونو په پاکولو خو ما خواري وکړه، ګورو به چې په ما کومې خوارۍ کیږي.

هغه په دې ډول د خپل امنیت او خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې.

6 COMMENTS

  1. ګیله د افغان نه کیږي د غیر افغان نه ګیله مکوئ. خو باید ګیله ددې تش پنوم قهرمان ملت نه وشي چې چا درته ازادي ګټلې د هغه سپکاوی ستاسو ټولو سپکاوی دی ستاسو ګوسفندي ملت نه مړه ښه دي. ګورئ همدا پردي د پنجاب اولاد مو سبا ناموس اخلي او تاسو به په طمعه یاست چې بل هیواد به مو ناموس وژغوري. څلور څلور ښځې خو یې هسې هم په زور او ستاسو ملت په پیسو درنه کړي.

  2. د ازادی ګټونکی نوموړی نه بلکه افغان ملت دی چی قربانی یی ورکړی په لکږنو شهیدان یی ورکړی تاریخ ولوله له یوی خوا نوموړی ازادی او د افغانانو وینی د پینډی د دمعاهدی په اساس په انګریزانو خرڅ کړه (د پینډی معاهده ولوله) او له بلی خوا همدا د انګریز له خوا ګومارل شوی شخص اروپا ته دعوت شو د خپلیښځی سره یی اته میاشی په اروپا کی تیری دښځی پرتوګ یی په جرمنی اولندن او ترکیه کی پریښوده بربنډه یی کابل ته راوسته بیا یی افغانانو ته ویل چی تاسی هم خپلی ښځی دا شان بر بنډی کړی افغانان یوغیرتی قوم دی دا ستاسی په اصطلاح دازادی دوروغحن قهرمان یی د سپی ّ په شان اروپا ته و شړلو نوموړی د ډیورنډ د معاهدی تایید کونکی اود نین افغانستان خرڅونکی دی یو تعداد ګوډاګیان شته چی هقوی ترکی امین نجیب کرزی او غنی ته هم قهر مانانان وایی ۰

    • هغه افغان ملت چې، خپلواکۍ ګټلي او قرباني یې ورکړي په هغوى کې د پنجاب په مدرسو کې روزل سوي مفعولان ندي شامل. تا ته که خپل ناموس دروند او محترم وو، نو تا به هیڅکله دی استقلال د ممثل غازي بي بی ته داسې سپکاوي نه کاوه. خیر د سړیتوب، پښتو ، ادب، ثقافت او اسلامي اخلاقو چوکاټ په تاسو ډیر لوى دئ. د مونږ د کلي یو لیوني به تل ویل چې، ” له مفعول انسان څخه به حضر (عدر) کوي، ځکه دا خلک نه په ځان تړلي او نه په بل”. اوس چې، زه د تا وارو خلکو ته ګورم نو د مونږ د کلي هغه لیوني راته فیلسوف ښکاري.
      د امان الله خان په ناموس پسې چې، د افغانانو د ناموس حیثیت لري ، په درواغجن تبلیغاتو دی افغان ملت ته دی ځان ډیر ټیټ او پست ور وپیژانده.
      بس دا دعا کوو چې، الله ج دی له ماسره مه مخامخ کوه.

  3. دغه د طالب سوډر د شمشتو د کمپ د حرامیانو کار ده. دوۍ ته د کافرستان په مدرسو کې په غوږو کې داسي د کفر اذانونه سوي 😡

  4. غازي امان الله خان له انګریز څخه د افغانستان خپلواکۍ ګټلي او په نره او په ډیره میړانه یې ګټلي. دا واقعیت هم تاریخ منلي او هم د ملت غوڅ اکثریت، په دې برخه کې د پردي کرایې مزدوري ملیشې مفعولانو تصدیق ته اړتیا نسته. تا سو د امان الله خان په هکله له داسې ځناورو سره خبري کوئ چې، هغوې د مفعولیت یوه لویه موده یې د د هیبتې ځناورو ناجایزه پلار تور پنجاب په مدرسو کې تیره کړي ، د کوم تور پنجاب پلار انګریز چې، امان الله خان په توره او په تور مخ له افغانستان څخه وځغلاوه .
    د غازي امان الله خان د کورني او په خاص ډول د هغه د میرمني په هکله درواغجن تبلیغات د انګریز ناجایزو پرکټیو کول. نن ورځ بیا د انګریز د ناجایزه اولاد پنجاب په مدرسه کې د ای آیس اي ناجایزه پرکټیو بیا د سپیو په څیر په سپکاوي لاس پوري کړئ.
    عجیبه خو دا دي چې، هغه جناح شرابي عکس ته تعظیم کوي د کوم جناح چې نه چا له خولي یې کلیمه اوریدلي او نه یې هم چا لمونځ لیدلئ.
    د غني خان وایې:

    زه غني د ملا عقل ته حیران یم
    د دوزخ په لار روان او جنت غواړئ

  5. تاسو به وګوري چې، د پنجاب دا کرایې مزدوره ملیشه به دا ځوان نیسئ او دی شکنجه ډیر احتمال یې سته. الله ج دی دا ځوان له دغو غلامو ځناورو څخه وساتئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب