Homeخبرونهد ایران د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب...

د ایران د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) په ایران کې د ژغورنې د چارو مسوولانو ویلي، د ایران د کسپین سمندرګي په ساحل کې درې افغان کډوال ډوب شوي او یو بل لا هم ورک دی.

دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې په خرابه او توپاني هوا کې دا ځوانان د کسپین اوبو ته ننوتل.

د نوشهر ولسوالي د ژغورنې او نجات کمېټې مشر، مجتبی شمس، ویلي چې لږ تر لږه ۱۵ افغان وګړي د چهارشنبې په ورځ د ښار د ختیځ ساحلي اوبو ته ننوتل، سره له دې چې د سمندرګي اوبه په څپو وې.

د هغه په وینا، د ورک شوي کس د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي. وژل شوي کسان ۱۲، ۱۴ او ۲۵ کلن وو.

شمس ویلي، دغه ډله د ساحل هغې برخې ته ورغلې وه چې د قوي اوبو د بهیر او د پرله‌پسې پېښو له امله د لوړ خطر سیمه بلل کېږي او لامبو وهل پکې منع دي.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغان کډوالو، کارګرو او بې‌اسناده مهاجرو لوی شمېر پکې ژوند کوي. په وروستیو کلونو کې اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ د قوانینو سختېدو د ډېرو افغان کورنیو وضعیت لا پسې ستونزمن کړی دی.

چارواکي وایي، د ایران په ساحلي سیمو او ترانسپورتي لارو کې کډوالو ته پېښې زیاتې شوې دي، ځکه د خوندیتوب د معلوماتو کمښت، اقتصادي ستونزې او د ژوند سخت شرایط هغوی له ډېرو خطرونو سره مخامخ کوي.

د ژغورنې ادارو یو ځل بیا خلکو ته خبرداری ورکړی چې د توپاني هوا پر مهال یا په هغو سیمو کې چې لامبو وهل پکې منع دي، کسپین سمندرګې ته له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه ناڅاپي څپې او د اوبو قوي جریانونه آن په کمو ‌ژورو اوبو کې هم د لامبو وهونکو ژوند له خطر سره مخامخولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خوند/ اجمل پسرلی

پراګ/ اجمل پسرلی

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...