تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به د نشهیي توکو د روږدو کسانو د مخنیوي، درملنې او بیارغونې د پروګرامونو ملاتړ ته دوام ورکړي. دغه سازمان وایي، د نشهیي توکو کارونه لا هم د افغانستان له جدي روغتیايي او ټولنیزو ستونزو څخه دي.
د مخدره توکو د ناوړه استفادې او ناقانونه قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت، د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې اوس مهال په ۱۰ ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې د ۱۱ مرکزونو او ۱۱ ګرځنده روغتیايي ټیمونو ملاتړ کوي.
د سازمان په وینا، دغه مرکزونه د اعتیاد د درملنې، د رواني روغتیا خدمتونو او له درملنې وروسته د ناروغانو ملاتړ برابروي. همداراز د ښځو، ماشومانو او تنکیو هلکانو لپاره ځانګړي مرکزونه هم فعال شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په کابل، کندهار او هلمند کې نور د درملنې مرکزونه او ګرځنده طبي ټیمونه هم فعالیت کوي، چې سلګونه کسان پکې د بیارغونې او رواني مشورې خدمتونه ترلاسه کوي. دغه سازمان د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او تخنیکي لارښوونو له لارې د درملنې پروګرامونه هم پیاوړي کوي.
افغانستان له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ د تریاکو له سترو تولیدوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. د لسیزو جګړو، بېوزلۍ، بېکارۍ او بېځایه کېدو له امله په افغانستان کې پر نشهیي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ شوی دی.
نړیوالو بنسټونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د افغانستان کمزوری روغتیايي نظام د اعتیاد له بحران سره د مبارزې لپاره کافي امکانات نه لري. د بودجې کمښت، د متخصصو روغتیايي کارکوونکو نشتوالی او د بشري مرستو کمېدل، په ځانګړي ډول د ښځو او لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره د درملنې خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د مخدره توکو پر ضد نړیواله ورځ د عامه پوهاوي د لوړولو، د مخنیوي د هڅو د پیاوړتیا او د درملنې او بیارغونې خدمتونو د پراخولو لپاره یو مهم فرصت دی، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره چې د نشهیي توکو د کارونې له تر ټولو زیانمنونکو ډلو څخه دي.
م.م: د افغانستان د تریاکو د تولید کمېدو د نړۍ د هیروینو بازار بدل کړی