Homeخبرونهم.م: د افغانستان د تریاکو د تولید کمېدو د نړۍ د هیروینو...

م.م: د افغانستان د تریاکو د تولید کمېدو د نړۍ د هیروینو بازار بدل کړی

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) د ملګرو ملتونو له نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې دفتر (UNODC) په خپل کلني راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د کوکنارو پر کرکیله د بندیز له امله د تریاکو تولید په بې‌ساري ډول کم شوی، چې د نړۍ د هیروینو بازار یې په بنسټیز ډول بدل کړی او د فینټانیل په څېر د مصنوعي نشه‌یي توکو د پراختیا خطر یې زیات کړی دی.

د نړۍ د ۲۰۲۶ کال د مخدرو موادو په راپور کې راغلي افغانستان، چې د نړۍ د ناقانونه تریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکی و، د کوکنارو پر کښت د ۲۰۲۳ کال له بندیز وروسته یې رول په چټکۍ سره بدل شوی دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې ساحه چې په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا ۲۳۲ زره هکټاره وه، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۰ زره او ۲۰۰ هکټارو ته راکمه شوې، چې ۹۵ سلنه کموالی ښيي.

همداراز د تریاکو تولید له نژدې ۶ زره او ۲۰۰ ټنو څخه ۲۹۶ ټنو ته راټیټ شوی، چې د ملګرو ملتونو په وینا یې د نړۍ د ناقانونه تریاکو تولید د وروستیو څو لسیزو تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی دی.

راپور وایي، دا ناڅاپي کموالی د نړۍ د هیروینو پر بازار ستر اغېز کړی، خو قاچاقبران لا هم له هغو زېرمو څخه ګټه اخلي چې تر بندیز مخکې تولید شوي وو او اټکل کېږي چې دغه زېرمې به د ۲۰۲۶ کال تر پایه د بازار اړتیاوې پوره کړي. له هغې وروسته به، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د افغانستان پر تولید متکي وو، د هیروینو کمښت لا څرګند شي.

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د هیروینو د عرضې له کمېدو سره ښایي د قاچاق شبکې مصنوعي نشه‌یي توکو، لکه فینټانیل، نیتازینونو او اورفینونو ته مخه کړي. د راپور له مخې، دغه مواد ډېر ځواکمن دي او تولید، لېږد او پټول یې د نباتي نشه‌یي توکو پرتله اسانه دي.

راپور همداراز څرګندوي چې اوس میانمار د نړۍ د ناقانونه تریاکو تر ټولو په ستر تولیدوونکی هېواد بدل شوی، خو د هغه تولید هم د افغانستان د پخواني تولید د جبران وړتیا نه لري. د میانمار تولید په ۲۰۲۱ کال کې له شاوخوا ۴۲۰ ټنو څخه په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې زر ټنو ته لوړ شوی، چې د ملګرو ملتونو په وینا، تر ډېره د دغه هېواد د کورنیو جګړو پایله ده، نه د افغانستان د تولید د کمښت د جبران هڅه.

د راپور په پای کې ویل شوي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیلې بندیز د نشه‌یي توکو نړیوال بازار له منځه نه دی وړی، بلکې بڼه یې بدله کړې ده. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د دې بدلون تر ټولو احتمالي اوږدمهاله پایله به د مصنوعي نشه‌یي توکو د تولید او کارونې چټک پراخوالی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...