تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۵ مه) د طالبانو حکومت وايي چې د تاپي (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) نللیکه تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې ۹۱ کیلومتره غځول شوې ده او لا یې هم کار دوام لري.
همداراز د دې نللیکې لپاره ۱۳۰کیلومتره لاره هواره شوې او د پایپونو غځولو ته چمتو شوې ده.
دا نللیکه به په لومړي پړاو کې د هرات تر صنعتي پارکه وغځول شي، وروسته به له فراه، هلمند او کندهار څخه تېره او بلوچستان ته ورسېږي.
ترکمنستان په خپله خاوره کې د افغانستان تر پولې د نللیکې د جوړولو چارې بشپړې کړي دي. د ترکمنستان له پولې د هرات تر صنعتي پارکه ۱۵۳ کیلومتره واټن دی او ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۲۶ تر پایه تر دې پارکه نللیکې وغځول شي.
دا نللیکه به د افغانستان له لارې د کال کابو ۳۳ میلیارد متر مکعبه ګاز ولېږدوي.
د هند تر پولې د نللیکې اوږدوالی شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره دی.
دا نللیکه، چې له څو لسیزو راهیسي یې د جوړېدو خوبونه لیدل کېږي، د بشپړېدو په صورت کې افغانستان ته د حق العبور له درکه د کال ۴۰۰ میلیون ډالره ګټه رسوي.