تاند (جمعه، د چن\اښ/ سرطان ۵ مه) د بېپولو ډاکټرانو سازمان (MSF) وایي، د افغانستان په جنوب کې د هغو ماشومانو شمېر په اندېښمنوونکې ډول زیات شوی چې له شدیدې یا حادې خوارځواکۍ او طبي عوارضو سره مخامخ دي او د ژغورنې لپاره بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
د دې سازمان په وینا، دغه بحران تر ډېره د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله رامنځته شوی، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو د پام وړ کمښت له کبله چې د افغانستان پر روغتیايي پروګرامونو یې سخت اغېز کړی دی. پرلهپسې وچکالۍ او د خوړو په رسولو ګډوډۍ هم وضعیت لا پسې خراب کړی دی.
د افغانستان د جنوب لپاره د بې پولې ډاکترانوسازمان طبي همغږې کوونکې، انا لیلیا باندا، وایي: «ماشومان ډېر ناوخته موږ ته رارسېږي، داسې مهال چې حالت یې خورا نازک وي او د نه مخنیوي وړ طبي ستونزې ولري. دا یوازې د خوړو د نهخوندیتوب نښه نه ده، بلکې د هغو سیستمونو د کمزورۍ څرګندونه هم کوي چې باید خوارځواکي ژر تشخیص او درملنه یې کړې وای.»
د مرستو کمښت او د خوارځواکۍ زیاتوالی
امریکا د ۲۰۲۵ کال تر نیمایي پورې د افغانستان د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلوونکی هېواد و، خو د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانستان لپاره ټولې دوهاړخیزې مرستې ودرولې. یوازې په ۲۰۲۴ کال کې امریکا د افغانستان د بشري مرستو د پلان لپاره له ۷۳۶ میلیونو ډالرو زیاتې مرستې برابرې کړې وې، چې د ټولې غوښتل شوې بودجې ۴۵ سلنه یې جوړوله.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي، چې په کې ۲۰۳ ګرځنده روغتیايي او تغذیوي ټیمونه هم شامل دي. دغو ټیمونو د خوارځواکۍ په ژر تشخیص او درملنې کې مهم رول درلود.
د هلمند او کندهار په هغو مرکزونو کې چې د بې پولې ډاکترانو سازمان یې ملاتړ کوي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ د شدیدې خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو د بسترېدو شمېر د تېرو درېیو کلونو د ورته مودې پرتله له ۳۰ سلنې زیات لوړ شوی دی. ډېری ناروغان له یوه کال کم عمر لرونکي ماشومان دي.
د میندو خوارځواکي د ماشومانو وضعیت هم خرابوي
د بې پولې ډلاکترانو سازمان وایي، پرلهپسې وچکالۍ د کرنیزو حاصلاتو کچه راټیټه کړې او د خوړو او اقتصاد ناامنۍ یې ژورې کړې دي. سربېره پر دې، د سیمې د سیاسي کړکېچونو له امله د پولو بندېدو د درملیزو خوړو رسونه اغېزمنه کړې او د خوراکي توکو بیې یې لوړې کړې دي.
انا لیلیا باندا وایي: «خوارځواکي یوازې یوه طبي ستونزه نه ده، بلکې ټولنیزه ستونزه هم ده. د ماشوم د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور شیدې او وروسته مناسب تکمیلي خواړه ډېر مهم دي. خو کله چې مور خپله د خوړو له کمښت سره مخامخ وي، څنګه به خپل ماشوم ته کافي خواړه برابر کړي؟»
د اړتیاوو کچه د مرستو له ظرفیت څخه لوړه ده
د هلمند د بُست ولایتي روغتون د تغذیې په مرکز کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ او اپرېل ترمنځ له ۱۵۰۰ څخه ډېر شدید خوارځواکي لرونکي ماشومان بستر شوي، چې دا د ۲۰۲۲ کال د ورته مودې پرتله څه باندې دوه برابره زیاتوالی ښيي.
په همدې موده کې د کندهار په مرکز کې له ۵۷۰ څخه ډېر ماشومان بستر شوي او له ۳۰۰ څخه زیات نور ناروغان نورو روغتیايي مرکزونو ته راجع شوي دي.
د بې پولې ډاکترانو سازمان خبرداری ورکوي چې که بیړني اقدامات ونه شي، د خوارځواکۍ بحران به لا ژور شي او ګڼ نور ماشومان به له ژغورونکو روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې شي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو فعالیتونه
بېپولو ډاکټران دا مهال په بامیان، هلمند، هرات، بلخ، کندهار، خوست او کندوز ولایتونو کې اووه روغتیايي پروژې پر مخ وړي. دغه سازمان په هلمند، کندهار او هرات کې د خوارځواکو ماشومانو درملنه هم کوي.
د بې پولې ډاکترانو سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې ۹ زره او ۳۸۸ ماشومان د دې سازمان تر ملاتړ لاندې د تغذیې په مرکزونو کې بستري شوي او ۳ زره او ۱۶۶ نور ماشومان د بهرنیو ناروغانو د تغذیې په پروګرامونو کې شامل شوي دي.