جان روان ځاځی
په اوسنۍ پېړۍ کې د اقلیمي بدلون بحران، د ځمکې د تودوخې لوړېدل او د شاړو سیمو پراخېدل د بشر د بقا لپاره تر ټولو جدي ګواښونه ګڼل کېږي.
دغه ستونزې په نړۍ کې د اوبو د سرچینو د وچېدو او د خوړو د کمښت سبب ګرځيدلي، د شګو وېروونکي توپانونه يې زیات کړي او په ځينو سیمو کې يې ميليونونه انسانان کډوالۍ ته اړ کړي دي.
د دغه نړیوال ناورین پر وړاندې ډېری وخت داسې انګېرل کېږي چې انسان بې وسه دی، خو داسې نه ده. د چین په شمال کې د مووس صحرا برخلیک دا فرضیه بدله کړې او نړۍ ته یې ثابته کړې، چې د انسان کلک عزم او اراده او سمه ساینسي ستراتیژي کولی شي، چې د اقلیمي بدلون تر ټولو سختې اغېزې مهار کړي او طبیعت ته نوی ژوند ورکړي.
مووس یو وخت د چین له څلورو لویو او خطرناکو صحراوو څخه وه، خو نن ورځ د بشري تاریخ په اوږدو کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د دښتو د بېرته زرغونولو تر ټولو بریالی او بې ساری ماډل دی.
مووس صحرا د چين په شمال لوېديځ کې د شاانشي ولايت د يولين ښار او د داخلي مغولستان د کورواکې سيمې ترمنځ پرته ده او د چين له څلورو لويو صحراوو څخه یوه ده، چې مساحت يې شاوخوا ۴۲،۲۰۰ کيلومتره مربع ته رسېږي.
تاریخي شواهد او لرغونې کېندنې ښيي، چې مووس شاوخوا زر کاله پخوا، د مالدارۍ او کرنې لپاره یو زرغون، اباد او مناسب ځای و. خو د پېړیو په اوږدو کې د سیمه ییزو جګړو، د ځنګلونو د بې رحمه وهلو او له څړځایونو څخه د بې اندازې زیاتې استفادې له امله د دې سیمې ایکوسیسټم په بشپړ ډول ویجاړ شو. د دې ناسم انساني چلند او د ځمکې د تدریجي ګرمېدو پایله دا شوه، چې شاوخوا ۴۲,۲۰۰ مربع کیلو متره زرغونه ځمکه په یوې وېروونکې او وچې صحرا بدله شي.
څو لسيزې مخکې، په مووس کې به له دوړو او شګو ډک سخت بادونه چلېدل او د اسمان پر مخ به د خاورو ژېړ رنګ خور و.
سختو بادونو به د مووس دښتې شګې او ګردونه يوه او بله خوا وړل او د شاوخوا سیمو کورونه، سړکونه او کروندې به يې تر خاورو لاندې کولې او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی و. د دغې صحرا ریګونه او ګردونه به نږدې سیمو او حتی د چين تر پلازمېنې بېجينګ هم رسیدل.
د چین حکومت او ځایي خلکو په ۱۹۵۹م کال کې پرېکړه وکړه، چې د مووس دښتې د شګو د دې بې رحمه پرمختګ مخه ونیسي او د هغې د بېرته زرغونولي لپاره یې یو تاریخي او منظم کمپاین پیل کړ.
په دغه کمپاین کې د صحرا د مخنيوي لپاره شپږ لسیزې سخته او اوږده مبارزه وشوه او د څو نسلونو وګړو پکې برخه واخیسته.
خلکو د کمپاين په لومړي پړاو کې د شګو د مهارولو لپاره، د وچو وښو په واسطه په شګو کې مربع ډوله چوکاټونه، چې د سیمې خلک یې د صحرا د ادارې جادويي چوکاټ په نوم یادوې، جوړ کړل، څو د سختو بادونو پر وړاندې د شګو د خوځښت مخه ونیسي. وروسته ساینسپوهانو داسې ونې او ځانګړي بوټي وټاکل، چې د کمو اوبو او د صحرا د سخت موسم پر وړاندې يې پوره مقاومت درلود.
د څو لسیزو د غبرګو هڅو او د نسلونو د قربانۍ پایله دا شوه، چې نن ورځ د مووس صحرا نږدې ۹۳ اعشاريه ۲ سلنه خاوره په بشپړ ډول زرغونه شوه، د شګو بې رحمه توپانونه ورو ورو مهار شول او خاوره بېرته د رطوبت د جذبولو جوګه شوه.
د دې بریا اغېزې یوازې د ونو تر کرلو محدودې پاتې نه شوې، بلکې د کاربن په جذبولو او د سیمې د هوا په سړولو سره یې د اقلیم په ښه کېدو کې هم خورا لوی رول لوبولی دی.
پخوا به له مووس صحرا څخه هر کال میلونونه ټنه شګه د چین په مشهور “ژېړ سیند” کې تویېدله او د سختو او مرګونو سېلابونو لامل به ګرځېدله، خو اوس دا چاپېریالي خطر نږدې صفر ته راښکته شوی دی.
دا پخوانۍ وچه دښته اوس د کچالو، مېوو او نورو غلو دانو په یو لوی تولیدي مرکز بدله شوې او د ځایي خلکو د ژوند او اقتصاد کچه یې په بې ساري ډول لوړه کړې ده. د دې ترڅنګ، په دغې شنې دښتې کې له لمر او باد څخه د زرغونې او پاکې برېښنا د تولید لویې شبکې هم فعالې شوې دي، چې دا بیا د اقلیمي بدلون د مهارولو بله لویه هڅه ده.
د مووس صحرا برخلیک نړۍ ته دا روښانه پیغام ورکوي، که انسانان وغواړي، نو د ویجاړۍ او ناامیدۍ پر ځای طبیعت بېرته ژوندی او ابادولی شي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال ادارې هم دا پروژه د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې یو بې ساری او رښتینی ساری بللی دی. مووس اوس د یوې وېرونکې او مړې صحرا په نوم نه، بلکې د ځمکې پر مخ د یو زرغون، ژوندي او هیله بښونکي سمبول په توګه پېژندل کېږي او د انسان او طبیعت د پخلاینې او د اقلیمي بحران د ماتولو تر ټولو غوره بېلګه بلل کېږي.