دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهافغان سوله: ښايي د مارچ په ۲۷مه د ترکیې کنفرانس جوړ شي

افغان سوله: ښايي د مارچ په ۲۷مه د ترکیې کنفرانس جوړ شي

ټاکل شوې ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷مه نېټه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ګډ کنفرانس جوړ شي.

د رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې دوی د ترکیې په کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتو دي.

سرچینو همدا راز زیاته کړې چې یاد کنفرانس به د روانې مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

بل لورته ځينو ترکي چارواکو هم رسنیو ته ویلي چې دوی د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړي زیاتوي چې افغانستان د دوی لپاره یو مهم هېواد دی او هڅه کوي له هرې ممکنې لارې د دغه هېواد د سولې په مسئله کې همکاري وکړي.

د ترکیې د کنفرانس په اړه وروسته له هغه راپورونه خپرېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان چارواکو په دې کنفرانس کې د ګډون غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دغه کنفرانس باید د ملګرو ملتونو له لوري جوړ شي او ګډونوال باید پکې یوه توافق ته ورسېږي.

په ورته وخت کې راپورونه وایي، روسیه هڅه کوي د طالبانو، افغان حکومت او امریکا په ګډون د سولې یو کنفرانس جوړ کړي چې په همدې تړاو یې ځينو افغان سیاستوالو ته هم بلنلیکونه لېږلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې مسکو د ملي مصالحې عالي شورا رییس ته په مسکو کې د سولې په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون بلنلیک لېږلی دی.

رسنۍ وايي چې د حکومت مشرتابه، ځینې سیاسي مشران، طالب مشران، د سیمې هېوادونه او امریکا په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بلل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب