تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۰) د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي.
ژیرنوف په دې لیدنه کې د مسکو د راتلونکي کنفرانس په اړه اتمر ته معلومات ورکړي دي او ویلي یې دي روسیه تمه لري چې ژر تر ژره افغان جګړه ختمه شي او دوی وکړی شي د سولې په برخه کې له افغانانو سره همکاري وکړي.
حنیف اتمر هم ویلي چې د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده.
اتمر په دې کنفرانس کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي خو وایي چې افغان حکومت به تر سلا مشورو وروسته خپل نظریات د مسکو کنفرانس په اړه له روسیې سره شریک کړي.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې تېره ورځ راپورونو زیاته کړې وه چې روسیه هڅه کوي د طالبانو، افغان حکومت او امریکا په ګډون د سولې یو کنفرانس جوړ کړي چې په همدې تړاو یې ځينو افغان سیاستوالو ته هم بلنلیکونه لېږلي دي.
د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون بیا په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې مسکو د ملي مصالحې عالي شورا رییس ته په مسکو کې د سولې په تړاو په یوه کنفرانس کې د ګډون بلنلیک لېږلی دی.
د هغه په خبره د ملي مصالحې عالي شورا دمګړی په دې اړه په مشورو بوخته ده.
رسنۍ وايي چې د حکومت مشرتابه، ځینې سیاسي مشران، طالب مشران، د سیمې هېوادونه او امریکا په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره بلل شوي دي.