چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهروسیه وايي، له ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک او باثباته افغانستان...

روسیه وايي، له ترهګرۍ او نشه یي توکو پاک او باثباته افغانستان غواړو

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۰) روسیه وايي، د افغان سولې د بهیر ملاتړ کوي او مسکو یو سوله ییز، پر ځان بسیا، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره تړلو جرمونو څخه پاک افغانستان غواړي.

دا څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر ویېپاڼه په خپاره شوي بیان کې راغلي چې نوموړې مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکي کنفرانس په هکله وویل، د دې غونډې موخه دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر پیاوړتیا، د تاوتریخوالي په کمولو او د وسله والو شخړو د ختمولو په هکله بحث کول دي.

مېرمن زاخاروا په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې مسکو غواړي افغانستان یو سوله ییز په ځان بسیا او له ترورېزم او نشه یي موادو سره د تړلو جرمونو څخه یو پاک هېواد وي.

ټاکل شوې چې روسیه د روانې حوت میاشتې په ۲۸ مه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو یو کنفرانس جوړ کړي.

دې کنفرانس ته د افغان حکومت، د ملي روغې جوړې عالي شورا، طالبانو، امریکا او یو شمېر نورو هې،ادونو استازي وربلل شوي دي.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي چې تر مشورو وروسته د مسکو کنفرانس په هکله خپل دریځ روښانه کوي.

د معلوماتو پر اساس ددې کنفرانس کوربتوب د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف کوي او د قطر هېواد به هم د یوه مېلمه په توګه په کې حضور ولري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې ددې غونډې موخه په افغانستان کې د سولې پر لارو چارو بحث کول دي او دا چې افغان دولت او طالبان به مخامخ خبرې وکړي که نه دا پرېکړه په افغانانو پورې اړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب