تاند (چهارشنبه د حوت ۲۰) د افغانستان د ملي دفاع وزرات په زابل او کندهار ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ګڼ شمېر وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی.
د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، افغان پوځیانو د هوايي ځواک په ملاتړ د زابل په میزانه او شهر صفا ولسوالیو کې پرون سه شنبه پر طالبانو بریدونه کړي چې له امله یې ۳۵ طالبان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي او دوه تنه ژوندي نیول شوي.
سرچینه وايي په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې او وسایط هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي، دغه راز د طالبانو یو پټنځای هم له منځه وړل شوی دی.
دفاع وزارت زیاته کړې چې د میزانې ولسوالۍ یو شمېر کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړی شوي دي.
ددې وزارت له لوري په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ پرون د د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې چاڼیز عملیات کړي.
سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، دغه راز د هغوی درې موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
غزني مقر کي هم عملیات وکړی سخته ډیر پنجابیان او زموږ خپل شین پوندي پراته دي خلک یي غرق کړل.