Homeخبرونهطالبانو پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي

طالبانو پر پاکستاني پوځیانو بریدونه زیات کړي

تاند(چهارشنبه، د حوت ۲۰) پاکستاني طالبانو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې وسله‌وال بریدونه ډېر کړي او د پولیس افسرانو د وژلو مسوولیت یې منلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې طالبان په دې بریدونو سره غواړي، چې خپل له لاسه‌وتلي مرکزونه بېرته فعال کړي.

ځینې سرچینې په دې هېواد کې د وسله‌والو بریدونو د لا زیاتېدو او د پاکستاني طالبانو د پياوړتیا خبرداری ورکوي.

د سرچینو په خبره، چې پاکستاني طالبانو په تېرو څو اونیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځیان په نښه کړي، همداراز په وزیرستان کې د یوې نښتې له امله څلور ښځې وژل شوې دي.

د دې هېواد ځینې سیاسي شنونکي هم پر پوځیانو د طالبانو وروستیو بریدونو ته اندېښمن دي او دا بریدونه په پاکستان کې د تحریک بیا جوړېدلو لپاره د طالبانو یوه هڅه ګڼي.

په پاکستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو په اړه ځینو نړیوالو رسنیو هم تحلیلونه خپاره کړي.

د جرمني د «ډي.پي.اې» خبري آژانس لیکي: “امکان لري چې له امریکا سره د سولې تړون پر پاکستاني طالبانو اغېز کړی وي.”

بلخوا پاکستاني چارواکو پوځ او پولیسو ته، د طالبانو د بریدونو د ډېرېدلو پر وړاندې د چمتووالي سپارښتنه کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...