Homeخبرونهجلال اباد کې یوه هلک د خپلې مینې کور ته په تحفه...

جلال اباد کې یوه هلک د خپلې مینې کور ته په تحفه کې بم وروړی

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۰) ننګرهار کې يوه هلک وروسته له هغه د خپل تش په نوم خسر کور ته له ځان سره بم وړی دی چې مينه يې د کورنۍ غړيو له ده ګرځولې او بل چا ته یې ورکړې ده.

دغه ځوان ذاکر عالم نومېږي او د ننګرهار د سرخرود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې د سيدا ګل په نوم د يوه کليوال په لور مين و.

د ځايي چارواکو په وینا، ځوان له دغې نجلۍ سره مينه درلوده او تمه یې لرله چې دغه نجلۍ به يې د کور مېرمن شي، خو چې خبر شو هغه يې بل چا ته ورکړې، لاسي بم يې د تحفې په څېر نغښتی او له ځان سره د خپلې مینې کور ته وړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي، کله چې د نجلۍ په کور کې خلک راټول شوي، هلک بم ته چاودنه ورکړې چې له امله یې د همدې کورنۍ یوه مېرمنه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان دي.

د نوموړي په خبره، په ټپیان کې دوه ښځې، يو همدا ځوان او يو بل کس شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...