دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستان وایي افغانستان ته یې صادرات کم شوي

پاکستان وایي افغانستان ته یې صادرات کم شوي

تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۰) د پاکستان مرکزي بانک وایي چې وړم کال یې په همدې موده کې افغانستان ته د ۶۳۳ میلیونو ډالرو په اندازه صادرات لرل خو سږ کال دا شمېره ۵۴۳ میلیونه ډالرو ته راښکته شوې ده.

سرچینه وایي چې په دې توګه یې افغانستان ته د صادراتو په کچه کې ۱۴نه تر۱۳ سلنه کموالی راغلی دی.

پاکستان دغه راز ویلي چې له افغانستان یې د وارداتو په کچه کې هم کموالی راغلی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري تل د پاکستاني حکومت د ناسمو سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ کېږي او د پاکستان د غیر قانوني اقداماتو له امله کله نا کله افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیانونه هم اوړي.

پاکستان داسې مهال افغانستان ته د صادراتو دکموالي خبره کوي چې څه موده وړاندې د یاد هېواد چارواکو ویلي وو چې پاکستان هڅه کوي افغانستان سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکارعبدالرزاق ویلي وو چې دوی له افغانستان سره د ښو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د جوړولو لپاره اوږودمهاله او لنډمهاله پلانونه جوړ کړي دي.

هغه زیاته کړې وه چې په اوږدمهاله پلانونو کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د رېل پټلۍ غځول هم شامل دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړيکې وخت نا وخته د سیاسي اړیکو ښکار شوي.

افغان سوداګر وایي پاکستان تل خپلې ژمنې نه دي عملي کړي او هر کله یې له سوداګریزې برخې د سیاسي فشار په توګه کار اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب