Homeخبرونهپر کاغذي تذکرو د کمپيوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ ودرول شوه

پر کاغذي تذکرو د کمپيوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ ودرول شوه

 تاند ( چهارشنبه، د حوت ۲۰) د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د کاغذي تذکرو پر بنسټ یې د کمپیوټري پاسپورټونو د ورکړې لړۍ درولې ده.

یاد ریاست ویلي چې له دې وروسته به هیچا ته هم د کاغذي تذکرې له مخې پاسپورټ ورنه کړي.

دغه ریاست له هېوادوالو غوښتي چې که چېرته د پاسپورټ لپاره په مرکز او ولایاتو کې د پاسپورټ اخیستو پسې ځي نو باید الکترونیکي تذکره له ځان سره ولري.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې د احصایې ملي ادارې هم په کابل کې د کاغذي تذکرو ورکړې بهیر درېدو خبره کړې وه.

یاد ریاست داسې مهال پر کاغذي تذکرو د کمپيوټري پاسپورټونو د وېش لړۍ دروي چې اوس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د الکټرونیکي تذکرو اخیستل سر دردی شمېرل کېږي.

عام خلک وایي د الکټرونیکې تذکرو د وېش لړۍ په ېر ځنډ سره پرمخ روانه ده.

تاند وېب پاڼې په ننګرهار کې له داسې کسانو سره مرکې کړي چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د الکټرونیکې تذکرو د اخیستو هڅه کوي خو لا بریالي شوي نه دي.

دوی له حکومت نه غواړي چې په دې برخه کې د ولسونو ته اسانتیاوې برابرې کړي څو خلک په اسانۍ سره وکولی شي الکټرونیکې تذکرې ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...