دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهم.م: د سولې بهیر کې دې د افغانستان اساسي قانون خلکو...

م.م: د سولې بهیر کې دې د افغانستان اساسي قانون خلکو او د نظام جوړښت ته درناوی وشي

تاند (چهارشنبه د حوت ۲۰) ملګري ملتونه وايي، د سولې بهیر کې د افغانستان دولت، اساسي قانون، د دې هېواد خلکو او د نظام جوړښت ته باید درناوی وشي او ددوی غوښتنې باید په نظر کې ونیول شي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو یا یوناما ځانګړې استازې دیبرا لاینز تېر ماښام په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي ټیم له مشر او غړیو سره په لیدنه کې وکړې.

مېرمن لاینز د افغانستان د سولې له بهیره د ملګرو ملتونو د سازمان پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا سازمان به په منظم ډول دې بهیر کې حضور ولري، څو ټولې چارې له نژدې وویني او له پرمختګونو او چټکوالي یې ډاډ ترلاسه کړي.

هغې زیاته کړې، د سولې بهیر اوږدمهاله دی او په دې هکله له رامنځته شوي فرصت څخه باید سمه ګټه واخیستل شي.

هغه وايي، ملګري ملتونه به په منظم ډول دې بهیر کې حضور ولري څو ټولې چارې له نژدې وویني او له پرمختګونو او چټکوالي یې ډاډ ترلاسه کړي.

مېرمن لاینز په دې لیدنه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو هم اندېښنه ښودلې او یو ځل بیا یې پر اوربند ټینګار کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ولسمشر اشرف غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته په لیک کې د افغانستان د سولې په خبرو کې د ملګرو ملتونو د ونډې په زیاتېدو ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب