Homeخبرونهد امریکا د استازو مجلس: پر ایران دې فشارونه نور هم زیات...

د امریکا د استازو مجلس: پر ایران دې فشارونه نور هم زیات شي

تاند (چهارشنبه، د حوت ۲۰) د امریکا د استازو مجلس ډېری غړو د بایډن له ادارې د ایران پر وړاندې د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د یاد هېواد د استازو مجلس شاوخوا ۱۴۰ غړو په یوه لیک کې د امریکاد بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د ایران پر وړاندې دې ژر تر ژره خپل دريځ روښانه کړي او دغه هېواد دې لا ډېرو ورانکاره فعالیتونو ته نه پرېږدي.

د امریکا د استازو مجلس ډېری غړو ویلي چې حکومت باید د ایران پر درېیو چارو څارنه وکړي، چې په دې کې اټومي پروګرام، د توغندیو پروګرام او په سیمه کې د دغه هېواد له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ شامل دي.

دوی پر ایران د لا ډېرو بندیزونو او فشارونو غوښتنه هم کړې ده او ویلي یې دي چې دغه هېواد باید له خپلو اټومي فعالیتونو را وګرځول شي.

د امریکا د استازو مجلس داسې مهال له بایډن نه دا غوښتنه کوي چې تازه تېره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې ایران تازه د یورانیو دغني کولو نوې لړۍ پيل کړې ده.

ایران د یورانیمو د غني کولو نوې لړۍ پيل کړې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...