جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهایران د یورانیمو د غني کولو نوې لړۍ پيل کړې

ایران د یورانیمو د غني کولو نوې لړۍ پيل کړې

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۹) رویټرز خبري آژانس د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یوه سند ته لاسرسی موندلی چې پکې لیکي ایران د اصفهان په اټومي بټیو کې د نویو او پرمختللو سانټرفیوژونو پر مټ د یورانیمو د غني کولو نوې لړۍ پيل کړې ده.

رویټرز وایي دا د ایران له لوري له اټومي تړون څخه بله ستره سرغړونه ده.

تر دې وړاندې هم د ایران پارلمان له خپل حکومت غوښتي وو چې هره میاشت باید لږ تر لږه شل کیلو ګرامه یورانیم غني کړي.

دې مسئلې د اروپایي ټولنې د هېوادونو او امریکا غبرګون هم پارولی دی.

تازه امریکا ویلي چې پر ایران د بندیزونو لرې کولو ته هم نه دي تیار او دغه هېواد باید خبرې پيل کړي.

امریکا داسې مهال دا غبرګون ښيي چې له دې وړاندې یې هم له ایران سره اړیکې خورا ترينګلې وې او هڅه کېده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې بېرته عادي حالت ته را وګرځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...