چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهبشرحقونو کمیسیون: افغانستان کې بېړني او دایمي اوربند ته اړتیا ده

بشرحقونو کمیسیون: افغانستان کې بېړني او دایمي اوربند ته اړتیا ده

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۹) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر په خپله تازه مرکه کې ویلي سره له دې چې د جګړې دواړه لوري د سولې خبرې کوي خو تر څنګ یې د خونړۍ جګړې لپاره هم په تیاریو بوخت دي.

اکبر ویلي داسې ګنګوسې دي چې ګواکي یو موقت اوربند به د امریکا په هڅو رامنځ ته کېږي، خو هغه وایي چې موقت اوربند د افغانانو درد نه شي دوا کولی.

حنیف اتمر: په جمهوریت کې د نړیوالو ګټه ده

هغه وایي اوس په افغانستان کې یوه دایمي او بېړني اوربند ته اړتیا ده.

اکبر ویلي چې د روانې جګړې ټول مالي، ځاني او فرهنګي زیان عامو افغانانو ته اوړي نو د دې جدي اړتیا ده چې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د سولې خبرې چټکې کړل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون داسې مهال دایمي اوربند اړین بولي چې دمګړۍ په ټول هېواد کې د جګړې ډګر تود دی.

د نظر د خاوندانو په باور په روانه جګړه کې له هر لوري افغان ولس ځپل کېږي.

دوی د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې نور دې روانه جګړه بنده او دایمي اوربند دې وکړي.

محمد محقق: سیاسیون دې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په ژمنو نه غولېږي

1 COMMENT

  1. وایی یوه سړي دوه زامن درلودل. یوه ورځ دواړو ورونو په خپلو کې په کوم شي اختلاف پیدا شو او یو بل ته یې کنځلي شروع کړې . مشر ورور کشر ورور ته وویل : پدر لعنتې . کشر هم ځواب ورکړ چې ته پدرلعنتی ئې .
    مشر خپل پلار ته شکایت وکړ چې ورور مې ماته کنځلې کوي . کشرهم همدا خبرې تکرار کړې چې هغه هم ماته پدرلعنتی وایی.
    پلار ورته وویل : خیر دی زامنو تاسو ما معاف کړئ . ځکه په حقیقت کې دواړو خپل پلار ته کنځلې کولې .

    اوس د افغانستان خلک په طالبانو او دولت تقسیم شویدي . د دواړو ترمنځ اختلافات او جګړه د دې باعث شوېده چې د خپل پلار یعنې افغانستان اولادونه ووژني . یو او بل ته سپکې سپورې ووایي . د دې جګړې ګټه چاته رسیږي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب