چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Home+ويرات کوهلي: ښځې له نارينه و پياوړې دي

ويرات کوهلي: ښځې له نارينه و پياوړې دي

تاند (سه شنبه، د حوت ۱۹) اتم د مارچ یا د ښځو د پیوستون نړيوالې ورځې په مناسبت د هند د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر د خپلې مېرمن يو ځانګړى عکس خپور کړی دی.

ويرات کوهلي له دې عکس سره د دې ورځې مبارکي ښځو ته ورکړې ده.

کوهلي د خپلې مېرمنې او ماشوم د انځور له خپرولو سره په خپل انسټاګرام ليکلي: « د ماشوم زېږېدل د يو انسان لپاره نه منونکې او عجيبه تجربه ده، د دې په ليدو د ښځې د رښتينې طاقت اندازه لګولى شئ او پوهېدلى شئ چې خداى د دې په منځ کې ژوند ولې پېدا کړى؟ همدا لامل يې دى چې ښځې د نارينه و نه ډېرې طاقتورې دي.»

هغه د نړۍ ټولو ښځوته د دې ورځې مبارکي ویلې ده.

د ويراټ کوهلي دا ځانګړى عکس او پېغام د نوموړي مينه والو هم ډېر خوښ کړى دى.

تراوسه پورې شاوخوا ۸ ميلیونه کسانو دا انځور خوښ کړی او تبصرې یې پرې کړې دي.

د يادولو ده چې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ ده او دا ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

څوک په کې پيغامونه خپروي او څوک بیا د خپلو ستونزو یادونه کوي او مسوولې ادارې بیا هڅه کوي په دې برخه کې خپلې لاسته راوړنې شریکې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب