Homeخبرونهصالح: سوله اړتیا ده، خو آمرانه او تپل شوې سوله نه

صالح: سوله اړتیا ده، خو آمرانه او تپل شوې سوله نه

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۹) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن راستول شوي لیک ته په غبرګون کې ویلي چې سوله د افغانانو جدي اړتیا ده، خو آمرانه او تپل شوې سوله نه منو.

نوموړي همداراز  ویلي، د افغانستان اساسي قانون به هېڅکله هم د څو کسانو تر منځ د معاملې قرباني نه شي او به یې کړو.

له بل لوري بیا د ولسمشر سلاکار، محمد محقق وايي، امریکا غواړي له افغانستانه ووځي، ځکه پر افغان حکومت بېړه کوي.

هغه وايي، د سولې برخه کې عجله نه بلکې په پوره دقت سره پرېکړې کوي.

د دې غبرګونونو سره سره بل لورته د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، د مسکو له لوري د جوړېدونکې غونډې بلنلیک یادې شورا ته رسېدلی او دوی یې په اړه مشورې پیل کړي دي.

دغه کنفرانس ته طالبان، افغان حکومت او دغه راز سیاسي مشران، د سیمې هېوادونو آستازي او امریکا هم دعوت شوې ده.

یادې شورا په دې اړه نور څه نه دي ویلي.

محمد محقق: سیاسیون دې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په ژمنو نه غولېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...