شنبه, اپریل 20, 2024
Home+نیالګي کینوئ چې مرغۍ مو مېلمنې شي!

نیالګي کینوئ چې مرغۍ مو مېلمنې شي!

لیکوال: طارق الله (عظیمي)

پوهانو څه ښه ویلي: ((که غواړئ د الوتونکو غږونه واورئ قفس مه اخلئ بلکې نیالګي وکرئ)).

او بل ځای بیا وایي: (نیالګي کینوئ چې مرغۍ مو میلمنې شي).

 داسلام مبارک دین هم په دې اړه ډير تاکید کړی

په قرانکریم او نبوي احادیثو کې په دې اړه ډيره یادونه شوې ده:

د حديث شریف مفهوم دی وايي: ((هر څوک چې يو نيالګی کېنوي که کوم مرغه، حيوان او يا انسان ورڅخه میوه وخوري یا يې له شتون څخه ګټه پورته کړي نو دا به دهمدغه کس لپاره يو صدقه جاریه او خيرات وي. ( بخاري او مسلم)

د رسول الله (ص) په مبارکه خوله د نیالګیو کېنول يو ډېر ستر تشويق دی چې بويه هر مسلمان په درنه سترګه ورته وګوري او عملي يې کړي.

     څرنګه چې زموږ هېواد او ښکلی  د الله تعالی په فضل سره د طبيعت، اوبو او هوا له پلوه ډېر غوره حيثيت لري نو په کار ده چې ټول هېوادوال  تر هر څه لومړی د خپل ستر لارښود دغه مبارک حدیث شریف په نظر کې ونيسي او د پوهان له مثبتو اندونو ګټه پورته کړي تر څو د خپل ځان او آخرت لپاره د صدقې جاریه په نيت د ډېرو ونو بوټو، باغونو او ځنګلونو  کینولو او روزنې ته ملا وتړي.

     بله دا چې په دې کار کې لوی اقتصادي پرمختګ هم پروت دی، زموږ د هېوادوالو ګڼې اړتیاوې پرې پوره  کيږي، سيمه پرې ښايسته کيږي او د هوا په صفايي کې ډېره مرسته کوي,ونې د ککړې فضا د مخنیوي تر څنګ د نايټروجن ګاز، د آمونيا، سلفر ډاي اکسايډ او اوزون د جذبولو لامل ګرځي, په کافي اندازه اکسیجن چمتو کولو کې ونډه اخلي, د اوبو د سرچینو ساتنه او د خاورو او دوړو مخنیوی کوي, انسانانو او ژوندي موجوداتو لکه الوتونکي مرغان او حشراتو لپاره میوه چمتو کوي, ونې د ګردجنې او ککړې هوا له فلټر کولو سره د سالنډۍ او نورو ناروغیو مخنیوي کوي,او دېته ورته په سلهاوو نورې ګټې هم شته چې دلته په یادولوسره به لیکنه اوږده شي.

     که چېرې موږ د خپل هېواد طبيعي جوړښت، اوبو او هوا ترڅنګ دهېواد جعرافیه او اراضۍ ځير شو نو واقعاً چې د ونو، باغونو او ځنګلونو د روزلو او پاللو ښه ډېره وړتيا لري ,خو متاسفاً چې هرکال په همدغه شپو ورځو کې په اکثره ولایتونو کې د میوه لرونکو اوبې میوو بوټو د کینولو پراخ کمپاینونه ترسره کیږي چې  سږ کال هم دا چاره په یو شمیرسیمو کې ترسره شوه, اوپه ځینې سیمو کې له دې وروسته ترسره کیږي چې د بوټو د کینولو وروسته يې په ساتنه کې سمه توجو نه کیږي,چې يا هم دحیواناتو لخوا خوړل کیږي او یا هم په نورو لارو له منځه ځي.

نو تا ته وایم!

که پلار یاست  نو خپل اولاد ته په دغه وخت کې د یو نیالګي د اخیستو پيسې ورکړئ او یا ورته یو ورته نیالګی واخلئ، چې په خپل لاس یې په خپل ښوونځي یا دکور چاپیریال کې کینوي.

که معلم یاست زدکوونکي ته ذهینیت ورکړئ چې هم بوټي وکري او هم یې ساتنه وکړي.

که عسکر یاست د خپلې قرارګاه یا پوستې چاپیریال دې په نیالګيو او ګلانو ښایسته کړئ.

که محصل یاست دپوهنتون چاپیریال کې مو بوټي کینوئ.

که دوکاندار یاست د دوکان ترڅنګ دې نیالګي يا ګلان کینوه که د دوکان مخکې دې ځای نه درلود نو هغه ګلان یا نیالګي چې په کوچنیو سیارو ګلدانونو کې کرل شوي وي هغه را ونیسه او چاپیریال دې ښایسته کړئ.

نو خبره داده چې هر څوک تر خپلې کچې ځان په دغه برخه کې مسوول وګڼو ونې، بوټي او ګلان وکرو، د خپلو نسلونو او ځانونو لپاره خپله سیمه اباده کړو، د دوړو، ګردونو او ککړتیاو بوی د ګلونو په معطرو وږمو ورک کړو، ددې کار په تر سره کولو به مو هم روغتیا ته ګټه وي او هم به مو زړونه او زهنونه خوشحاله وي.

خدای (ج) دې وکړي چې سږنی پسرلی او نوی کال زموږ هېواد او سیمې ته امن، سوله، خوښي او ښکلا راوړي.

 لیکنه په دغه لنډۍ پای ته رسوو چې:

ثواب یې بېل ګټه یې بېله

راشه د لارې په سر وکرو ګلونه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب