جمعه, مې 3, 2024
Home+د افغانستان او زمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه سبا پيلېږي

د افغانستان او زمبابوې دوهمه ټېسټ لوبه سبا پيلېږي

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۹) د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د افغانستان په کوربه توب د دوه ټېسټ لوبو د لړۍ دوهمه لوبه سبا پیلېږي.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه ټېسټ سیالۍ سبا د مارچ میاشتې په لسمه نېټه د افغانستان په وخت سهار لس بجې پيل شي.

دا لومړی ځل دی چې افغان لوبډله له زمبابوې لوبډلې سره رسمي ټېسټ سیالۍ تر سره کوي.

د معلوماتو له مخې زمبابوې تر دې دمه ۱۱۱ ټېسټ سیالۍ تر سره کړې چې ۱۳ يې ګټلې، ۷۰ يې بایللي او ۲۸ سیالۍ بیا بغیر له کومې پایلې پای ته رسیدلې دي.

افغانستان بیا د زمبابوې په پرتله ډیرې کمې پنځه نړیوالې ټېسټ سیالۍ تر سره کړې، چې له بنګله دېش او اېرلینډ لوبډلو څخه يې ګټلې او هندوستان، زمبابوې او ویسټ انډیز لوبډلو ته يې بایللې دي.

د یادونې ده چې له دې وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ درې شل اوريزې سیالۍ هم تر سره شي.

شل اوره سیالیو لومړۍ يې د همدې مارچ میاشتې په ۱۷مه، دوهمه يې په ۱۹مه او وروستۍ هغه به يې بیا په ۲۰مه تر سره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب