یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت: موټرسایکل چلوونکي باید تر۶۰ ورځو ځانونه ثبت کړي

کورنیو چارو وزارت: موټرسایکل چلوونکي باید تر۶۰ ورځو ځانونه ثبت کړي

تاند (سه شنبه، د حوت ۱۹) کورنیو چارو وزارت موټرسایکل چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې، په ۶۰ ورځو کې ځانوه بایومټریک کړي.

یاد وزارت ویلي که تر ۶۰ ورځو پورې د بې اسناده موټرسایکل لرونکي کسان د بایومتریک لپاره حاضر نه شي وسایط به یې ضبط شي.

یاد وزارت همداراز زیاته کړې که تر دې وروسته د موټرسایکل په وسیله ترهګریزه یا جینایي پېښه تر سره شي هغه کس به یې مسوول وي چې موټرسایکل یې په نوم ثبت او راجستر وي.

سرچینې زیاته دغه راز د بې اسنادو موټرسایکلونو په پلورلو او پېرلو هم بندیز لګولی دی.

یاد وزارت وايي چې د ملي امنیت د شورا د پرېکړې پر بنسټ او د ترورېستي پېښو د مخنیوي په پار ېې د بې اسناده موټرسایکلونو په ګرځونې او پلور بندیز لګولی دی.

د دغه وزارت خبر پاڼې پر اساس د بې اسناده موټرسایکلونو ګرځونه او خپلسری پېر او پلور په کلکه منعه دی.

کورنیو چارو وزارت داسې مهال موټرسایکل چلوونکو ته دا خبرداری ورکوي چې په دې وروستیوکې په کابل ښار او ولایتونو کې موټر سایکل سپاره وسله وال بریدونه ډېر شوي.

عام خلک هم له اړونده ادارو غواړي څو هغه وسایط چې پرې وسله وال بریدونه ترسره کېږي ثبت او چلوونکي یې بایومټریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب