شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پېریانو پیر| سیدشاه خروټی

د پېریانو پیر| سیدشاه خروټی

ډاکټرې د پېغلې په لاس پټۍ وروتړله. له ورسره سپین ږیري یې وپوښتل چې دا دې څه ده ؟ او لاس یې څرنګه خوږ شو؟

– لور مې ده. پېریانو خرابه کړه . ویې غورځوله نو لاس یې خوږ شو.

ډاکټره: له کله راهیسې پېریان پرې ناست دي؟

– دا دوه کاله کېږي. په ډاکټرانو او ملایانو ستړي شو خو د نجلۍ ناروغۍ ورځ په ورځ زیاتېږي.

ډاکټرې د نجلۍ زېړ رنګ ته وکتل. پلار ته یې وویل چې ته د لږ ساعت لپاره دباندې ولاړ شه زه نجلۍ معاینه کوم.

 سپین ږیری دباندې انتظار خانې ته ووت.

لږ ساعت وروسته ډاکټرې سپین ږیری خپل دفتر ته وروغوښت او نجلۍ ته یې وویل چې دباندې انتظار خانه کې کښېنه.

نجلۍ چې د ډاکټرې له کوټې وتله نو رنګ يې تک زېړ و. پښو یې کار نه کاوه. د دروازې له لخلکي يې چې پښه دباندې ښودله نو ډاکټرې ته یې د اخرې ځل لپاره داسې وروکتل لکه مسافر چې له کوره وځي او له مور سره خدای پامانې کوي.

ډاکټره له سپین ږیري سره وغږېده. د سپین ږیري رنګ زېړ واوښت,د ډاکټرې په خبره یې رنګ سور شو او له ځان سره وغړمبېدو خو څه یې ونه ویل.

نجلۍ په ساړه ژمي کې هم په خولو کې پټه بهر ناسته وه. سپين ږیری د ډاکټرې له خونې راووت او په تریو تندي يې نجلۍ ته وویل:

– ځه چې ځو.

دواړه د کور پر لوري پټه خوله روان شول. نجلۍ داسې ګام اخیست لکه د پانسۍ تختې ته یې چې څوک بیایې. څومره کليمې او ایتونه يې چې زده ول، په لاره یې ټول وویل. کور ته له نږدې کېدو سره د نجلۍ په بدن کې ساه وغوړېده.

کور ته چې ننوتل مور ته یې داسې غېږه ورکړه لکه د کلونو مسافر چې مور د اول ځل لپاره وویني.

نجلۍ ټوله شپه ویښه وه. له خواته کوټې څخه یې د مور او پلار غږېدا تر غوږو شو. وره ته ورنږدې شو چې د مور او پلار خبرې واورې.له لیږ ځنډ وروسته يې د پلار غږ تر غوږو شو.

– شرم او حیا نه پر تاکې شته نه په غوټۍ کې .لس وارې مې درته وویل چې د علم ګل زوی ته یې نه ورکوم. رویباران مې څو ځله ځواب کړي. اوس به یې په کومه خوله ورکوم.

ښځه: خدای ته ګوره د لور ژوند دې مه خرابوه. د علم ګل زوی ښه هلک دی. په سعودي کې خپل دوکان لري. نور لا څه غواړې؟

-بس کړه ماغزه مې مه راخرابوه. اوس به پسې ورتلی یم او پر دغه ځای به مې وژلې وي.چوپتیا خوره شوه.

له لیږ ځنډ وروسته سپین ږیري وویل:

–  .هیڅ بلا هم نه ده وهلې. سهار به یې د بر کلي پیر ته ورولو چې چاښتونه او تعویز ورکړي ښه به شي.دا د ډانکترانو کار نه دی,دا ډانکتره هم په هیڅ هم نه پېدله.

سهار وختي د بل کلي پر لور روان شول.پیر به لومړی ښځې کتلې بیا به سړیو ته وار ورتلو. غوټۍ او مور یې په خپل نوبت پیر ته ورننوتلې. یو ساعت وروسته د ښځو له انګړه د غوټۍ مور راووتله.

-چاشت او تعویزونه یې درکړل؟ سپین ږیري په بې صبرۍ وپوښتل.

-نه. پیر صاحب غوټۍ دم کړه, تا غواړي, وایې چې چاشت او تعویزونه ده ته ورکوم.

سپین ږیری د پیر کوټې ته ورغی.پیر صېب تعویزونه او چاشتونه ورکړل او په غوږ کې يې څه ورته وویل. سپین ږیري سر وښورولو او د پیر لاسونه یې ښکل کړل او راووت. درې واړه د کور پر لور غلي روان ول.ښځې چوپتیا ماته کړه

-پیر صاحب څه درته وویل؟

– غلې شه, دا ټول ستا کارونه دي. ته هم ورسره جوړه یې. څه ضرور و چې پیر دې هم پر هر

څه خبر کړ؟ اوس دا راباندې کوې چې علم ګل ته خپله کور ته ورشم چې لور مې ستا پر زوی مئینه ده, راځه درکوم یې.

 ښځه پر خبره کې ورولېده. ولې به داسې درباندې کوم. د هلک ترور هره ورځ کور ته راځي او دا خبره رایادوي. ته صرف هو وکړه نور یې ماته پرېږده.

-غلې شه ډېرې خبرې مه کوه.

نوره لار یې پټه خوله ووهله.

  دوه میاشتې وروسته يې نجلۍ د علم ګل زوی ته ورکړه.

نجلۍ رکه روغه شوه. بیا یې پېریان په سترګو هم و نه لیدل. د نجلۍ پلار د خلکو د خبرو له ډاره چاته حقیقت نشوای ویلای، خو د نجلۍ مور,پلار, او ډاکټره خبر ول چې مرض یې څه و او پر څه جوړه شوه. نن د برکلي د پیر کار ډېر ښه روان دی, د پېریانو پیر په نوم یادېږي او له لېري لېري ځایونو خلک ورته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب