شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېهغه خوب چې په حقیقت بدل شو

هغه خوب چې په حقیقت بدل شو

حشمت ناصري

 ښاري پراختیا او د دولتي ځمکو څخه سمه او معقوله استفاده، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي او یاد وزارت هڅه کوي له دې لارې د حکومت ملي او ټولګټو پروژو او پراختیايي او اقتصادي پلانګذاریو ته لاره هواره کړي. د افغانستان حکومت مشرتابه خلکو او په ځانګړې توګه ښوونکو ته د استوګنې زمینه برابرول، خپل لومړیتوب ګڼلی او په دې برخه کې لازمه پاملرنه ترسره شوې ده. 

حکومت دې لومړیتوب ته په کتو، ښار جوړولو او ځمکو او د پوهنې وزارتونه د نورو ښکیلو ادارو سره په ګډه؛ ښوونکو لپاره د ښارګوټو د جوړولو او استوګنیزو نمرو د وېش په تړاو په کابل، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردک، ننګرهار، لغمان، بلخ، فاریاب، سرپل، جوزجان، سمنګان، هلمند، کندهار، نیمروز، زابل، خوست، غزني، پکتیکا، تخار، کندز، بغلان، بدخشان، بامیان، دایکندي، ارزګان، فراه او هرات ولایتونو کې یو لړ اړین اقدامات ترسره کړي دي. 

د دواړو وزارتونو تخنیکي پلاوی په یادو ولایتونو کې د ښوونکو د ښارګوټو د جوړولو په موخه د دولتي ځمکو د تشخیص لړی پیل کړه چې له نېکه مرغه ۵۰۶۶۵ جریبه ځمکه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې په لاندې ډول تشخیص او ځانګړې شوه:

1)    کابل کې ۲۱۴۹ جریبه ځمکه

2)    کاپیسا کې ۱۱۵۴ جریبه ځمکه

3)    پروان کې ۴۴۸ جریبه ځمکه

4)    لوګر کې ۱۶۵۰ جریبه ځمکه

5)    میدان وردک کې ۱۲۴۲ جریبه ځمکه

6)    ننګرهار کې ۳۱۱۴ جریبه ځمکه

7)    لغمان کې ۲۵۰ جریبه ځمکه

8)    بلخ کې ۴۸۰۰ جریبه ځمکه

9)    فاریاب کې۳۲۰۰ جریبه ځمکه

10)  سرپل کې ۱۵۰ جریبه ځمکه

11)  جوزجان کې ۳۲۹۵ جریبه ځمکه

12)  سمنګان کې ۸۳۰ جریبه ځمکه

13)  هلمند کې ۱۶۹۳ جریبه ځمکه

14)  کندهار کې ۳۰۰۰ جریبه ځمکه

15)  نیمروز کې ۷۰۰۰ جریبه ځمکه

16)  زابل کې ۳۰۰ جریبه ځمکه

17)  خوست کې ۴۰۰ جریبه ځمکه

18)  غزني کې ۱۸۳۹ جریبه ځمکه

19)  پکتیکا کې ۵۰۰ جریبه ځمکه

20)  تخار کې ۵۷۷ جریبه ځمکه

21)  کندز کې ۲۹۹۰ جریبه ځمکه

22)  بغلان کې ۱۰۶۱ جریبه ځمکه

23)  بدخشان کې ۱۷۵ جریبه ځمکه

24)  بامیان کې ۵۶۴ جریبه ځمکه

25)  دایکندي کې ۷۷۲ جریبه ځمکه

26)  ارزګان کې ۲۰۳ جریبه ځمکه

27)  فراه کې ۱۱۷۵ جریبه ځمکه او

28)  هرات کې ۶۱۳۴ جریبه ځمکه

سربېره پردې، د دواړو وزارتونو تخنیکي پلاوي د ځمکې د تشخیص ترڅنګ، د ښارګوټو د جوړولو لپاره په تفصیلي پلانونو کار پیل کړ. د ګډ کار او هر اړخیزه تخنیکي نظریاتو په پایله کې ۱۰۳ تفصیلي پلانونه ترتیب او لاندې ولایتونو ته ځانګړي شول:

1)    کاپیسا ولایت کې ۳ ښارګوټي

2)    کابل ولایت کې ۷ ښارګوټي

3)    پروان ولایت کې ۲ ښارګوټي

4)    لوګر ولایت کې ۴ ښارګوټي

5)     میدان وردک ولایت کې ۷ ښارګوټي

6)     ننګرهار ولایت کې ۱۰ ښارګوټي

7)    لغمان ولایت کې ۲ ښارګوټي

8)    بلخ ولایت کې ۵ ښارګوټي

9)    فاریاب ولایت کې ۳ ښارګوټي

10)  سرپل ولایت کې ۱ ښارګوټی

11)  جوزجان ولایت کې ۴ ښارګوټي

12)  سمنګان ولایت کې ۳ ښارګوټي

13)  هلمند ولایت کې ۳ ښارګوټي

14)  کندهار ولایت کې ۲ ښارګوټي

15)  نیمروز ولایت کې ۳ ښارګوټي

16)  زابل ولایت کې ۱ ښارګوټی

17)  خوست ولایت کې ۴ ښارګوټي

18)  غزني ولایت کې ۴ ښارګوټي

19)  پکتیکا ولایت کې ۱ ښارګوټی

20)  تخار ولایت کې ۴ ښارګوټي

21)  کندز ولایت کې ۵ ښارګوټي

22)  بغلان ولایت کې ۱ ښارګوټی

23)  بدخشان ولایت کې ۱ ښارګوټی

24)  بامیان ولایت کې ۷ ښارګوټي

25)  دایکندي ولایت کې ۸ ښارګوټي

26)  ارزګان ولایت کې ۱ ښارګوټی

27)  فراه ولایت کې ۲ ښارګوټي

28)  هرات ولایت کې ۷ ښارګوټي

یاد تفصیلي پلانونه د ښکیلو ادارو ترمنځ له هر اړخیز بحث وروسته بشپړ او له یو شمېر رسمي پړاوونو وروسته ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري د تطبیق په موخه پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شول.

د تفصیلي پلانونو د جوړولو په لړ کې مهم او اساسي موضوعات لکه استوګنیزې، عامه، تجارتي، شنې، تفریحي او خدماتي سیمې او همدارنګه، کانالونه، سړکونه، پلې لارې او نورې مهمې برخې په پام کې ونیول شوې او هڅه وشوه ترڅو ښوونکو ته د ژوند لازم اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

پوهنې وزارت د دې موضوع اهمیت ته په کتو، د استوګنیزو نمرو د وېش لړی پیل کړه او د یاد وزارت د شمېرې له مخې تر اوسه، ۳۵۸۹۳ استوګنیزې نمرې ښوونکو ته د هېواد په ۲۴ ولایتونو لکه کابل، زابل، خوست، فراه، بدخشان، لوگر، تخار، وردک، سمنگان، سرپل، هلمند، دایکندي، لغمان، هرات، کاپیسا، فاریاب، بامیان، نیمروز، پروان، کندهار، جوزجان، ارزگان، ننگرهار او کندز کې توزیع شوي او د نمرو د توزیع لړی د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې روانه ده. 

د ۱۰۳ ښارګوټو په جوړولو نه یوازې دا چې د حکومت مشرتابه ژمنه عملي بڼه خپله کړې بلکې ۸۸۲۱۱ ښوونکو ته په مستقیمه او زرګونه نورو هېوادوالو ته په غیر مستقیمه توګه د استوګنې زمینه برابره شي چې له دې لارې به د دوی په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې پام وړ بدلون رامنځته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب