شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملالې یوسفزۍ د روړزنیزو فلمونو قرارداد وکړ

ملالې یوسفزۍ د روړزنیزو فلمونو قرارداد وکړ

تاند(سه شنبه، د حوت ۱۹) د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له TV+ سره د هغو ډرامو او مستندو فلمونو د جوړولو قرارداد لاسلیک کړ چې تمرکز به یې د ښځو او ماشومانو پر اړوندو مسایلو وي.

د اپل ټلویزیون په وینا، ملالې چې په کم عمر کې یې د نوبل جایزه ترلاسه کړه، د خپلې وړتیا په مټ به له دې ټلویزیون سره د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو لپاره په دې برخه کې ګډ کار کوي.

اپل کمپنۍ زیاته کړې چې د ټلویزیوني ډرامو او مستندو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره د هڅونې فلمونه او سریالونه هم شامل وي.

ملالې یوسفزۍ ویلي، خوشحاله ده چې له دې فرصت څخه به د ښځو، ځوانانو، لیکوالو او هنرمندانو د ملاتړ لپاره کار واخلي.

ملالې یوسفزۍ له رویټرز خبرو کې ویلي، «هیله منده یم زما د پروګرام او هغې محتوا له لارې چې زه به یې تولیدوم، وکړای شو د خلکو ترمنځ یووالی راولو، چې دوی نه دي توانېدلي له دغه یووالي برخمن وي»

د نوموړې په وینا، چط هیله منده ده د دې نوښت له لارې واړه هلکان او نجونې دغه پروګرامونه وګوري او د نوښت فکر ترې واخلي.

د یادونې ده چې په ۲۰۱۲م کال کې ملاله یوسفزۍ د ۱۵ کلونو وه، چې په سوات کې ښوونځي ته پر لار وسلوالو طالبانو پر سر په مرمۍ وویشتله.

نوموړې له دغې پیښې وروسته د څو میاشتو لپاره په پاکستان او بیا په بهر کې تداوي شوه او په ۲۰۱۴م کال کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ له کبله د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۲۰م کال کې د بریتانیا له اکسفورد پوهنتون نه فارغه شوه او له هغې را وروسته یې د نجونو او ښځو لپاره ډیجیټل خپرونه او د ټلویزیوني خپرونو د تولید خپله کمپنۍ جوړه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب