جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او ترکیې ترمنځ د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه ‌لیک...

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

تاند (سه شنبه د حوت ۱۹) د افغانستان او ترکیې د کرنې او مالدارۍ وزارتونو تر منځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو یو تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن سه شنبې د افغانستان د کرنې وزیر انورالحق احدي له خپل ترکي سیال بکر پاکډمیرلي سره په انقره کې لاسلیک کړ.

د همکاریو دغه هوکړه لیک د افغان حکومت او د ترکیې حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک نومېږي.

د افغانستان د کرنې وزارت وزارت نن سه شنبه په یوه خبرپانه کې ویلي، په دې هوکړه لیک کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنې، د کرنې، اوبو لګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.

په خبرپاڼه کې د کرنې د وزیر له قوله راغلي چې دا هوکړه لیک د همکاریو او همغږیو د پیاوړتیا په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه پیل دی چې د کرنې اړوندو موضوعاتو ته په په کې په هر اړخیز ډول ځای ورکړل شوی دی.

د کرنې وزرات د معلوماتو له مخې چې ددغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د ترکیې د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر بکر پاکډمیرلي وویل چې د دواړو هېوادونو لپاره کرنه یو لوی سکټور دی.

خبرپاڼه زیاتوي، نوموړي ټینګار وکړ چې د بېلابېلو هېوادونو په همکارۍ سره کرنه وده کوي او دوی غواړي په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

باید وویل شي چې دغه هوکړه لیک د دواړو لوریو د ګډ ټيم له خوا په ۱۰ مادو کې تیار او لاسلیک شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب