جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهمحمد محقق: سیاسیون دې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په...

محمد محقق: سیاسیون دې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په ژمنو نه غولېږي

تاند (دوشنبه د حوت ۱۸) په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار محمد محقق د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر لیک ته په غبرګون کې وايي، فرمایشي، امرانه او بېړنۍ سوله ځای ته نه رسېږي.

ښاغلي محقق چې نن یې د مارشال فهیم د تلین یاد غونده کې وینا کوله ټینګار وکړ، کوم هېوادونه چې افغان چارواکو ته لیکونه رالېږي باید د افغانستان شرایط او د خلکو نظریات یې په پام کې ونیسي.

نوموړي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لیک ته په غبرګون کې وویل«دا لیک یو آمرانه لهجه لري، سوله په امر نه کېږي، سوله یوه ملي اوږدمهاله پروسه ده، چې د ټولو اړخونو په قناعت سره رامنځ ته کېدای شي، بیا هم وایم چې امرانه او فرمایشي سوله ځای ته نه شي رسېدلی.»

هغه وویل، په دغه لیک کې د کمزورۍ یو ټکی دا دی چې امریکا د سولې لپاره بېړه لري او وایي ژر سوله وکړئ، چې زموږ ګډه بارېږي.

د ولسمشر سلاکار زیاته کړه، «وه وروروه نه مو درته ویلي و چې راشئ او نه درته وایو چې ولاړ شئ، مننه چې راغلئ او هر کار که موږ ښه کړي که بد مسؤلیت یې ستاسو په غاړه دی، د افغانستان خلک خپله د سولې په هکله پرېکړه کوي.»

محمد محقق پر افغان سیاسیونونو غږ وکړ چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو په ژمنو ونه غولېږي او دوکه ونخوري.

دده په وینا چې د سولې مخالف نه دی خو په خبره یې باید هر څه په طبعي ډول مخ ته ولاړ شي او داسې یوه سوله نه غواړي، چې تسلیمي په کې وي.

د ښاغلي محقق په خبره، د افغانستان خلک حکومتي جوړښت، اساسي قانون، بشري حقونه، پوځ او پولیس لري، خو طالبان له وژلو پرته بل څه نه لري.

هغه وویل، «ټول وايي، طالبان سوله غواړي، دوی خپله هم وايي، خو موږ خو د طالب څخه د سولې کړنلاره او عمل ونه لید، د دوی په فکر او سیاست کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، یو کال کېږي، چې خلیلزاد ځي راځي او د اورکم خبره کوي، خو له یوه کال راهیسې خو اور کم ونه شو، بلکې لا زیات شوی، طالبانو څو برابره تاوتریخوالی زیات کړی دی، له القاعده سره یې اړیکې نه دي پرېکړې، او د سولې خبرې یې هم د رضایت وړ نه دي.»

په دې ناسته کې د ولسمشر غني ارشد سلاکار په خپلو خبرو کې وویل چې نور باید خلک به دې خبرو ونه غولېږي، ځکه نه د طالب په سیاست کې بدلون راغلی او نه یې هم له وژنو او ورانیو لاس اخیستی.

1 COMMENT

  1. وه وروروه!!!؟؟؟؟
    … او نه درته وایو چې ولاړ شئ، مننه چې راغلئ …
    دا یی دارشد سلاکار لوجیک.
    په خوله دیموکراسی او په واقعیت کی اقلیت ژواکی دافغانستان په برخه سوی. نو ددوحی توافق به دارشد سلاکار زړه ډیر شین کړی وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب