میرویس جلالزی
نن د مارچ ۹ د افغان فیلسوف او د ختیځ د علم، معرفت، تصوف او عرفان د ستوري سید جمال الدین افغاني د وفات له ورځې سره برابره ده. سید جمال الدین افغان د ۱۸۹۷ د مارچ په ۹ مه وفا.
د ختیځ دغه ستر ستوری په ۱۸۳۹ کال کې د کونړ ولايت په مرکز اسعداباد کې په يوه ديندوسته کورنۍ کي زېږېدلې دی.
دی د اسلامي نوښت بنسټګر او يو فعال سياسي غړی و، چې د اسلامي ملتپالنې يو مخور پلوی شمیرل کیده.
هغه په خپلو خبرو کې نړۍ یوه ژوندي وجود ته ورته وبلله چې د هر غړي په درد یې نور غړي دردونه ویني.
سید جمال الدين افغان په ۱۸۸۵ زېږد كال د پان اسلاميزم غورځنګ په جوړولو بريالی شو. د علامه نظريه او مبارزه په دوه اصولو (اسلاميت) او (افغانيت) ولاړه وه.
سيد جمال الدين افغان په اووه كلنۍ کې په خپل كور کې د دوديزو پوهنو په زده كړه پېل وكړ.
دی ډېر ځيرك او هوښيار و، د فكر پراخوالی يې دومره و چي په لږ وخت كي يې د وخت دود پوهنې زده كړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فكر څخه ګټى اخيستلې.
د ختیځ دغه نوښتګر په اوولس کلنۍ کې صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منطق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل.
د پوهې او زده كړې په لار كي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه كوله.
سيد افغان په هند کې يو كال او څو مياشتې تيرې كړې. پر تېره زه كړه يې نوې پوهه د نوو اصولو سره زياته كړه يانى سيد مخكي په پښتو، عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و او په همدې ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلې وه دا وخت يې په هند كي د نوې فلسفې په كارولو سره چي له اروپا څخه يې څرك رارسېدلى و زده كړه.
په سيد جمال الدين کې د کوچنيوالي څخه د ښه استعداد او نبوغ نښي نښانې څرګندې وې ځکه نو پلار دی لومړی د کامې د شيرګړ د حضرتانو په ديني مدرسه کي شامل کړ. بيا پلار له ځان سره کابل ته بوت، هلته يې له مشهورو استادانو څخه ديني علوم ، رياضي، طب، منطق او فلسفي کتابونه ولوستل او د دې تر څنګ يې پوځي زده کړه هم وکړه. په لږه موده کي ډېرعالمان ده ته د تدريس کولو څخه عاجز شول. په زلمي توب کي يې هند ته سفر وکړ او هلته يې د ديني او نورو عصري علومو زده کړي بشپړي کړې. بيا حجاز ته ولاړ، يو کال د عربو په ملکونو کي وګرزېد.
کله چي سيد جمال الدين افغان په دغو سفرونو کي پر زده کړه سربېره د شاو خوا سيمو د سياسي ، اجتماعي او اقتصادي حالت ډېره ژوره مطالعه و کړه نو دا فکر ورسره پيدا شو چي څرنګه خپل هيواد، ټول اسلامي هيوادونه او نوره نړۍ د انګرېزانو د استعماري بند، اثر او نفوذ څخه خلاصه کړي، نو يې عملي هلي ځلي شروع کړې.
نوموړی هند ته ولاړ، خو انګرېزيانو د هغه ځايه څخه و ايست او له هغه ځايه مصر او بيا ترکيې ته ولاړ. په ترکيه کي د هغه هيواد د صدراعظم په غوښتنه د پوهنې او معارف د وزارت د مجلس غړی وټاکل شو.
سيد د ترکيې څخه مصر ته ولاړ او هلته يې نهه کاله د الازهر په اسلامي مدرسه کي د استاد په توګه دنده ترسره کړه. په ١٨٧٩ ميلادي کال کي له هغه ځايه وتلو ته مجبور شو، هند ته ولاړ . ډېر ژر انګرېزانو مجبوره کړ چي له هنده څخه هم ووځي . له هغه ځايه لندن ته ولاړ او هلته يې د (ضياالخافقين) په نامه يو اخبار پيل کړ او له هغه ځايه فرانسې ته ولاړ او هلته يې هم يو اخبار پيل کړ. اخبار يې د فرانسې حکومت بند کړ، هغه وو چي د هغه ځايه څخه ترکيې ته ولاړ.
د ختیځ دغه تل پاتی ځلاند ستوری په ۱۸۹۷ کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله وفات شو او په ترکيه کې یې مبارک جسد خاورو ته وسپارل شو.
د دغه مرحوم فیلسوف تابوت په کابل ۱۹۴۴ کې د د ترکيې د حکومت په موافقه کابل ته راوړل شو او د کابل پوهنتون په احاطه کښي په شاندارو مراسمو ښخ کړای شو چې تر اوسه هم د یوه ستر او معتبر محل په توګه ترینه محصلین او نور خلک لیدنه کوي.
ګرانه دا عکس کشکی بدل کړی. دغه دسید جمال الدین اسدآبادی ښکاری. هغه عکس چه دالازهر دعالم سره شبیه دی مستند دی او دالافغانی څیره ښیی.
زما نه یادیږی چه فرانسی عروة الوثقی بنده کړی وی. اقتصادی مشکلاتو یی درلودل. بیا هم پدی هکله یو فکر وکړی.